افغانستان

ننګرهار: د تېرې شپې زلزلې ۱۲ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې شپې زلزلې چې د ریکتر په کچه ۶،۲ درجې اټکل شوې ده، په ننګرهار کې ۱۲ تنه ژوبل کړي دي.

دغه زلزله چې مرکز يې بدخشان یاد شوی، په په ګاونډيو هېوادونو کې يې هم ټکانونه محسوس شوي دي.

زلزله تېره شپه پاوکم دوولس بجې وشوه، په ننګرهار کې يې د محصلینو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي چې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي.

هغه وویل چې دغه کسان د جلال اباد ښار له شاوخوا راوړل شوي او په ښار کې ځينې محصلین هم ټپيان شوي دي.

تر اوسه د هېواد په نورو سیمو کې د زلزلې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي خو تر دې څو میاشتې وړاندې یوې زورورې زلزلې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱۵ تنه مړه او نږدې ۵۰۰ تنه نور ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x