افغانستان

کابل: د ملي اردو دوه افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه ناوخته د کابل ښار په لويديځ کې د ملي اردو دوه افسران په ډز وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وايي چې پېښه تېره شپه رامنځته شوه.

د هغه په خبره د ملي اردو دوه افسران په يوه هوټل کې چای څښه چې ناپېژاندو وسله والو پرې بريد وکړ او ځای پر ځای يې ووژل.

د کابل ښار په لویديځه برخه کې دغه پېښه دشت برچي سیمې ته څېرمه د عبدالعلي مزاري په واټ کې شوې ده.

تر اوسه د ملي دفاع وزارت يا هم لوړ پوړو پوځي مسوولینو د پېښې او د وژل شويو افسرانو د هویت په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د يادې پېښې مسوولیت چا په غاړه اخیستی دی.

ياده دې وي دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم د کابل ښار په لويديځ کمپنۍ سیمه کې د ملي پولیسو دوه عسکر د یو بريد ښکار شول.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې په ښار کې سره له دې چې د امنيتي ځواکونو ځای پر ځای ځنځيرونه دي، خو حالات د دوی له ګوتو وتي ښکاري.

دوی وېره ښيي چې که دا ډول چريکي بريدونه زیات شي، ښايي د ښار پر ټولو وضعیت بده اغېزه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x