افغانستان

“بلخ: ولسي خلکو اربکیان پسې واخیستل”

د سه شنبې په ورځ د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ اوسیدونکو ددې ولسوالۍ اړوند یوولس کلي وروسته له هغه د اربکیانو له وجود څخه پاک کړل چي د سیمې ځوانان او سپین ږیري د اربکیانو له ځورونو په تنګ شول او په ملي قیام ئې لاس پورې کړ.

دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلې یوه خبرپاڼه کې کړې او زیاته کړې ئې ده چې اربکیانو په څو ساعتو کې یوولس کلي پریښودل او وتښتیدل. ښاغلی مجاهد وايي:

“دغو ځوانانو او سميزو خلکو چې داربکيانو له ناوړه او کرکجنو اسلامي او افغاني ضد اعمالو ،بي ناموسیو او لوپريو نه په تنګ شوي وو په يوه غږ سره راپورته شول او له لنډې جګړې نه وروسته يې بزدله اربکيان مات او په څو ساعتونوکې يې له خپلو اړوندو يو لسو کليونه ويستل”.

د نوموړي په وینا اوس سیمه یزو خلکو خپل امنیت په خپل لاس کې اخیستی او په خپل منځ کې ئې د یو موټي توب ژمنه کړی چې په ګډه به د اربکیانو د جنایاتو مخنیوی کوي.

ښاغلي مجاهد د اربکیزم پدیده په سختو ټکو کې غندلې او دا ئې یوه امریکايي پروسه بللې.

“اربکيانو دبيګناه خلکو په وژلو ، تهديدولو ، بي حياييو ، دنشيي توکو په استعمال ، دبي ناموسيو او فحشاوو په ترسره کولوعام لاس پورې کړي او خلک يي يوځل بيا دټوپکسالارۍ او پاټک سالارۍ زمانې ته ټيل وهلي دي ، داربکيو له فاسدو ګروپونو سره دخلکو حساسيت وروستي حد ته رسيدلي  او لرې نه ده چې ددغې شومې پديدې په له منځه وړلواو ورکولو کې ټول ملت لاس سره ورکړي او هيواد له اوږدو بدمرغيونه وژغوري ، امريکايانو په داسي حال کې چې دماتې په پوله ودريدل نولکه بل هر يرغل په افغانستان کې يې دتل پاتې بدبختۍ کرلو په دود دغې ناکامې او رسوا پروسې ته لاس واچاوو چې د ټولنې شريرخلک په ډالرو سره راټول او لکه  حيواناتو غوندې دخپلو شومو موخو په ترلاسه کولو کې وکاروي”.

باید وویل شي چې تیر کال د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسون هم د اربکیانو په لاس له بشري حقوقو نه د سرغړونې او په نا امنۍ کې ددوی د ونډې په اړه یو راپور خپور کړی وه. په راپور کې ویل شوي چې زورواکي او سیمه ییز قومندانان د اربکیانو په تشکیل کې نفوذ لري او یو قومندان په زور خپل ټول وسله وال کسان په محلي پولیسو او یا اربکیانو کې شاملوي. چې هم خپلو وسله والو ته قانوني بڼه ورکړي او هم هر وسله وال ته ماهانه لس زره افغانۍ د اعاشې لپاره د دولت له بودیجې څخه حواله کړي.

له دې وړاندې عامو افغانانو د اربکیانو، یا سیمه ییزو پولیسو او یا هم د طالبانو پرضد د پاڅون کوونکو، له اخلاقي او غیرانساني جرائمو څخه وخت پر وخت شکایتونه کړي خو په دولتي سطحه ئې نه چا اواز اوریدلی او نه ئې شکایت ته غوږ نیول شوی. د داخله وزارت د اربکیانو رئیس علي شاه احمدزي خو د اربکیانو مخالفت د ګاونډیو استخباراتو کار بولي.

د یادونې وړ ده چې د اربکیانو په اختراع کې جنرال پټرایس د اصلي مبدع یا ماسټرماینډ په توګه پیژندل کیږي، ځکه چې ده په لومړي ځل دا پدیده له عراق څخه افغانستان ته راوړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x