fbpx

ټاپي که د سروزرو پروژه؟

حاجي غلام محمد معصومي

د افغانستان هره پروژه ټاپي ده او افغانان په نیک فال  ور ته ګوری  په دی کی شک نسته چی د اقتصادي نقطي له نظره دا یوه لویه او اوبا ارزښت اقتصادي پروژه ده  پنځوس زره افغانان  کار پکښي پیدا کولی سي دولت ته د کاله څلوراعشاریه پنځه میلونه امریکايي ډالر عاید په لاس ورځی   د سیمي هیوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان په اقتصاداو امینت  کي ډیربدلون راوستلي سي.

دا ښه  خبر دي چی د هغو  ولایتونو،چي دا پیپ لاین پکښي تیریږی خلګو ته د ګاز او د برق اسانتیاوی برابروی او فابریکی به فعاله سي ، له کاله ۹۰میلونه کی بی ک\ګاز مصرفیږی دا پروژه د ترکنمستان  هیواد د دولت  اباد څخه شروع بیا تر افغاانستان پاکستان  او هندوستان ته به ورسریږی رشتیا هم د غربی اسیا څخه وشرقی اسیا ته به لار ه خلاصه سی  اوس د شلو کالو  ورسته پر دي پروژي یوځل بیا کارشروع کیدل ښه زیري دي، په داسی حال کي، چي وسله والوطالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشري د اسلامي حزب ډلي يې د ملاتړ ږغ کړی دی.

خو  زه وایم چی د نړیوالو د کشمکش،د امریکا او روسی اختلافات  او د سیمي هیوادونو ولي دا کار په هغه وخت کی ونه کړ، چي ډیر خلګ  ور ته ستر ګي په لار وو؟

د طالبانو په واکمنی کی زما ښه په یاد  دی چی  دوې بهرنۍ کمپنی حاضري سوی وي چی دا دګازو پروژه په همدي میسر  و همدی هیوادونو ته ور ورسوی، چي  یوه کمپني بریډاس  وه او بله کمپني  امریکایی یو نیکال  وه ،چی خپل دفترونه یی هم په کابل او کندهارپه کمپاین سیمه چی اوس د کندهارراډیو تلویزیون ودانۍ موقعیت لري پرانستل سول.

د هغه وخت د دفترونو مسولین زما ښه په زړه دي چی دبهرنیو هیوادنو څخه را غلی افغانان هم د بهرنیانو په شمول يې ددغه ګازلیکي عملی کار شروع کړ.

د طالبانود مشرانو  سفرونه  وترکمنستان تاجکستان ته زیات سول او هلته یی دهغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر  وکیل احمد متوکیل  په مشری څو کسیزه  پلاوی ولیږه،  دا هغه وخت و، چی په کنیا او تانزانیا کي دامریکا په سفارت کی دننه حملی وسوې اود امریکا استخباراتو وروسته وویل، چی دپلتڼو په ترڅ کي ورته معلومه سوه، چي دا کار القاعدی اسلامي ډلي کړي دی او د القاعدی مشر په افغانستان کی دی، نو هغه و، چي نه یوازي دغه د غازو نلیکي کارونه په ټپه ودرېدل، ترڅنګ يې د افغانستان پراسلامي امارت سخت  اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګول.

ملګرو ملتونو د طالبانو څخه وغوښتل چی کوکنار په افغانستان کی یومخ بند کړي او طالبانو د غیري مسولو  وسلو د راټولوتر امتحان  ورسته د کوکنارو په سل کی سل د بندیدو امر هم تطبیق  سو او دا یو ډیر ستر کار و چی په ټول هیواد کي چا کوکنار ونه کرل.

دلته حالت ورځ تر بلي خرابیدی، بالاخره د طالبانو اسلامي امارت د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ اود شمالي ټلوالي په ملاتړ ړنګ سو.

له نن څخه دوه کاله تر مخه د کاسا زر پروژه د تاجکستان،افغانستان اوپاکستان تر منځ د امریکا په حضور کی لاس لیک سول او په هغه کی ویل سوی و، چی ددې پروژې په بشپړېدو سره به هرکال ۳۰ میلونه ډالر پاکستان افغانستان ته ور کوی او درې سوه میګاواټ بریښنا به هم له تاجکستان څخه افغانستان ته ور کول کیږی، خو تر اوسه دهغې پروژې څرک نه معلومیږی  بله خبره د ورېښمو د لاری افغانستان د چین سره نښلول و، چی هغه هم د امنیتی مشکلاتو له مخی کار یی په ټپه درېدلی او شمالی  ولایتونه د داعش له ګواښونواوجګړو سره مخامخ دی.

دا چی ترمخه د ترکمنستان  ګاز د روسيې تر واک لاندی هیوادونو ته تلی، لیکن اوس بیا  له هغې خواڅخه داغازلیکه ترهندوستان پوري غزول کیږي نو اوس  پوښتني دادي، چي: دا پروژه به کومه کمپني عملی کوی، د کارد شروع لپاره  پیسی څوک ور کوی او دا پروژه چی له ترکمنستان هیواد ددولت اباد  څخه  شروع بیا تر افغانستان پاکستان او هندوستانه پوري رسیږي د کار د پاره یی کوم هیواد  ځیګر ټکولی  دی؟

درنو لوستونکو! ستاسی  به ښه په یاد وی چی په ۲۰۱۰ کال کی دلوګرولایت  د(میس عینک) دکان لپاره یوې لويي چینایی کمپنی کار راشروع کړ او هلته یی د میلونو  ډالرو د سر مایه کذاری د پاره پښی را لڅی کړی،خو دافغان حکومت د ژمنو سره سره په زر هاو  امنیتی کسانو په شمول دا کمپنی خپله کارونه بند او چینایانو بیرته له لوګرڅخه پښې سپکي کړي.

دلته د شبرغان  ولایت د ګازو لپاره هندو ستان  امادګی ښولی وه هغه هم ورک سول.

لنډه دا، چي: دا څورلس کاله د ګران افغانستان  ټول معدنونه  په غیری قانونی توګه استل کیږی او بهر ته انتقالیږی، نه دولت او نه هم نړیوال چی د غلو په شان را غلی دی مخه یی نیسي.

نواوس که دا پروژه عملی سی  د زوی  زیری دی او د نورو کمپنيو ریښتنوکارونو ته هم ستر ګی په لار یو.

د یوه اباد، سمسور او ښه امنیت لرونکي افغانستان په هیله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د