طنــزونه

طنز: آلو ګل مشاعره

انځرګل د ډېرې مودې راهيسې راپسې وو چې ولې زموږ سره په مشاعره کې ګډون نه کوې؟ هسې طبيعي مې نه غوښتل چې له دوی سره په ادبي ناستو کې ګدون وکړم، له بله پلوه انځرګل زما داسې ملګری وو چې ډېر رازونه مې ورسره شريک وو. په کلي کې يواځينی کس همدا وو چې څلورويشت ساعته به له ده سره وم. خو اخير يې مجبوره کړم چې سبا ته ورسره لاړ شم، انځري ته مې وويل چې سهار وختي به په شفتل کې راسره مرسته وکړې. سهار وختي يې دروازه راوډبوله چې ځه لاړشو، زه به درته د اختري له شفتلې ډز جګ کړم ته به خپله راوړې همداسې مو کړل او مشاعرې ته په نه زړه ورسره روان شوم. کله چې د مشاعرې ځای ته ورسېدو نو غټ يې ليکلي وو (دآلو ګل اوونيزه غونډه) زما په راتګ ټول راپاڅېدل او ښه ستړي مشي يې راسره وکړه.

انځری د نر زوی سمدلاسه دريځ ته جګ شو دا نښتر خان زما ملګری او ډېر تکړه شاعر دی، ټولو وويل:

– خوښ شو چې تشريف مو راووړ !

انځری مې څنګ ته راغی ورته ومې ويل چې له دې تکړه مکړه نه تېر شه زه  خپله په خاورو نه پوهېږم .انځري نسوار توپ کړل:

– دا ټول دآلو زامن په هېڅ نه پوهېږي پرېږده چې غټ سړی دې ورته معرفي کړم .

مشاعره پیل شوه وياند وويل په لومړي سرکې به ځوان شاعر کشمال خان شعر ووايي کشمالي هم لټي ونه کړه. په بېړه يې ځان دريځ ته ورساوه او خوله يې خلاصه کړه ة

څنګه دی جانان زما

خوږ له ايمان زما

زه يې په غوښه نه ورکوم

خوښ دې آلوګان زما

يو دم چېغې شوې : بيا ووايه بيا ووايه!! ډېرښه!ډېرښه! کشمال غريب همداسې غلی ولاړ وو او دوی همداسې چېغې وهلې د کشمال نور زړه تنګ شو: په همدې بسنه وکړئ!

ځان يې په خير راخلاص کړ وياند له کشمال نه مننه وکړه او ورپسې زما د ملګری انځري نوبت راغی انځري هم ناړامي ونه کړه،او ځان يې دريخ ته ورساوه:

کله چې شفتل راوړم
زه يې په ښه چل راوړم
غرق مې اختری کړلو
نښتر ته يې هرځل راوړم
زه به يې د پټي خوښ شم
ټوله په يوه ځل راوړم

ده ته هم هماغسې غوبل جوړ شو:ډېر ښه! ډېرښه! بيا يې ووايه!!!

 انځري هم مننه وکړه او زما څنګ ته راغی:څنګه وو؟

 ما ويل: د کافر بچيه! دا خو دې مانه پټ ساتلی وو سم شعر دې ليکلی!

 انځري چې خپل صفت ووارېده خوله يې جينګه کړه: همدا اوس مې وليکه.

ټوله مشاعره په همداسې اوتو بوتو روانه وه، نور مې زړه داسې تنګ شوی وو، چې اوس په کومه لار ترې وتښتم نه يې تر اوسه نوبت راکړ ، په همدې سوچ کې وم چې وياند وويل:

– اوس به د شېبو لپاره د ترنم په ټال وزانګو او خوږ ترنم کوونکی چينارګل به مو د ترنم په ټال وزنګوي.

 چيناري چې يا قربان کړ، غږ يې دومره خراب وو، چې زما په څېر ډېرو په غوږونو کې ګوتې کېښودې ده د نر زوی همداسې ور اوږده کړه، ځه اوس به غلی شي خو چاته وايې، زه غلی له مشاعرې څخه په تېښته راووتم او نور مې شاته ونه کتل،  هغه د چا خبره دوه مې خپلې او دوه مې پور کړې او ځان مې کور ته راورسولو او شکر مې وويست چې بلا وه او برکت يې نه وو.

پای.
۱۳۸۸ ۲ ۱۴

ليکوال:خوشال درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x