fbpx

داعش ولې د امام غزالي کتابونه سوزوي؟

مجاهد افغان

تیره اونۍ په اجتماعي رسنیو کې دداعش پلویانو داسې انځورونه خپاره کړل چې په کې ښکاري  د پنځمي هجري پیړۍ د تر ټولو ستر او وتلي دیني عالم  أبوحامد محمد الغزالي رحمه الله چې په امام غزالي شهرت لري شاهکار کتاب  احیاء علوم الدین ته اور اچول شوی دی، ددغو انځورونو په اړه ویل شوي چې دغه کار د داعش تر واک لاندې البرکة سیمه کې  دداعش  لخوا ترسره شوی دی.

له دې وړاندې په تیره جنورۍ  میاشت کې داعش منلي و چې د موصل د مرکزي کتابخانې  له اته زره ټوکه  زیات کتابونه یي سوځولي  او د نینوا موزیم تر سل زره ټوکه زیات اثار چې زیاته یي قلمي نسخې ، مخطوطي او نایاب کتابونه وو هم له منځه وړي دي.

د بابل د تاریخي آبداتو او د سوریې د پالمیرا د ماقبل اسلام  تاریخي معابدو د تخریب غوندې  پخوا عمومي باور دا و چې داعش به یوازې غیراسلامي  کتابونه او اثار له منځه وړي اما په دې وروستیو کې ښکاره شوې چې داعش د فقهې، تصوف،اسلامي ادب  او دغسې نورو کتابونو په شمول ټول هغه اثار سوزوي چې ددوی له افراطي غیرتقلیدي تفکر سره موافقت ونلري، چې په دې لړ کې د شافعي المذهب امام غزالي رحمه الله  ارزښتمن اثار هم  په ممنوعه کتابونو کې بلل شوي دي.

د کتابونو سوزول

د اسلامي کتابونو سوزول، یا د اسلامي فرهنګ، تمدن ، علم او معنوي شتمنیو له منځه وړل کوم داسې عمل نه دی چې یوازې داعش یي ترسره کوي، له دې وړاندې هم  د اسلام د لومړنیو پیړیو د ارزښتمنو اثارو  د سوزولو پیښې تکرار شوي دي چې مهمې یي د مغول هلاکو لخوا د بغداد له اشغال وروسته ددې ښار د ۳۶  کتابخانو سوزول  دي دغه راز په اندلس کې د هسپانوي اشغالګر کاردینال لخوا د مسلمانانو د ټولو کتابونو له منځه وړل دي. دغه شان ویل کیږي چې په دې وروستیو کې په مصر کې  د جنرال سیسي لخوا هم ګڼ شمیر اسلامي کتابونه سوزول شوي دي.

هلاکو ، کاردینال او جنرال سیسي که  اسلامي کتابونه سوزوي نو علت یي ټولو ته څرګنددی ځکه هغوی ټولو غیراسلامي یا اسلام ضد مفکوره درلوده نو ځکه یي اسلامي کتابونه نه شوی زغملی، اما سوال دادی چې داعش چې له یوې خوا د اسلام شعار پورته کوي او ځان تر هرچا ښه مسلمان بولي مګر بله خوا یي د اسلامي اثارو په له منځه وړلو پسې را اخیستي ددې علت څه دی؟

د ستونزې جرړه

داعش یا هغوی چې ځان ته دولت اسلام وایي، په فکري او منهجي لحاظ له افراطي سلفیت  سره تړاو لري، شاذ یا افراطي سلفیان د نورو اسلامي مذاهبو یا معتدل سلفیت څخه  جلا  ځیني تفردات لري، مثلا  د څلورو مذاهبو له جملې د هر مذهب خاوند دا جائزه بولي  چې په پراخ زړه د بل مذهب په خاوند پسې اقتداء وکړي، همداسې د مخالف مذهب والا ورته رښتینی مسلمان بریښي ، کتابونه او امامانو ته یي احترام لري  او په ګډ ژوند کې ورسره هیڅ ستونزه نه احساسوي.

اما سرسخته سلفیان  په مقلدینو پسې لمونځ نه کوي،مقلدین ورته ګمراه ښکاري او ځانونه موحدین بولي، د مقلدینو امامانو ته احترام نلري، حتی د هدایة، رد المحتار او نورو فقهي کتابونو په داسې انداز سپکاوی کوي چې ښایي څوک د مطلق کتاب هم داسې سپکاوی ونه کړي.

سرسخته سلفیان چې یوه بیلګه یي همدا داعشیان دي  له خپلو څو رسالو پرته نور هیڅ دیني علم، ثقافت  او فرهنګي ارزښت په رسمیت نه پيژني.

د هند ستر عالم مولانا ابوالحسن ندوي صاحب چې له مذاهبو او اسلامي فرقو یي ژور معلومات درلودل، نوموړي د معاصر سرسخته سلفیت تر ټولو لویه ستونزه دابلله  چې دوی له خپلو څو رسالو پرته د اسلامي امت په ټوله فقهي،عرفاني،ادبي او ثقافتي پانګه دبطلان کرښه راتیروي، دوی مذاهب مردود بولي نو ځکه له مذاهبو سره تړلي کتابونه هم ورته د زغملو وړ نه دي، دوی تصوف بدعت بولي نو ځکه  د اسلامي فرهنګي ټوله عرفاني پانګه چې د امام غزالي کتابونه هم په کې شامل دي مردود بولي، دوی د قرآن او حدیث په ظاهر نص باندې استدلال  کوي نو ځکه بیلابیل لغوي،فقهي او ادبي تفاسیر چې هر یو یي د الله تعالی معجز کلام له نوې زاویې را سپړي  دوی ته اهمیت نلري،په دې ډول ددوی فکر دې ته منجر کیږي چې د اسلام د څوارلس سوه کلن مدنیت او ثقافت ټول معنوي او لیکلي ارزښتونه له منځه یوسي او اسلام یوازې د هر سړي په ځاني اجتهاد کې خلاصه کړي.

اما دوی باید پوه شي!

اما دغه خلک چې اوس یي د داعش تر بیرغ لاندې د مسلمان امت په بیا مسلمانولو پسې را اخیستي دوی باید پوه شي،چې صراط مستقیم یي خطاء کړی دی،د دوی یوه ستره غلطي داده چې په خپلو ترواک لاندې سیمو کې خلک په زور د مذاهبو له اتباع او تقلید څخه اړوي او خپله  مفکوره ورباندې مني،هغه څه چې تراوسه د اسلام په تاریخ کې مثال نلري.

د امت په اتفاق څلور مذاهب حق بلل شوي او له دې پرته نورې ډلې مردودي دي، اسلام هیچا ته دا حق نه ورکوي چې  بل مسلمان د ټوپک په زور د امام شافعي له مذهب څخه واړوي او خپل د پنځلسمې پیړۍ  مذهب  او فردي اجتهاد ورباندې ومني، حتی اسلام  مسلمانانو ته نه دي ویلي چې کفار په زبردستۍ او زور سره مسلمان کړئ یا د هغوی مذهبي اثار او معابد وسوزوئ، نو ځکه خو کفار کولی شي د جزیې په اداء کولو سره په اسلامي خاوره کې واوسي.

بله دا چې دداعش همفکرو د واقعي سلفیت تګلاره هم خطاء کړې ده، واقعي سلفیان هیڅکله له نورو مذاهبو سره داسې چلند نه کوي،موږ په افغانستان کې د قاعدة الجهاد تنظیم  مشران ولیدل چې له خپلو مذهبي وروڼو سره یي په پوره صمیمیت د ورورۍ ژوند کاوو، د شهید عبدالله عزام رحمه الله  اثار او ملفوظات  که تاسو ولولئ نو پوه به شئ چې هوښیار او باعلمه سلفیان د مقلدینو  په اړه څومره ښه او عادلانه نظر لري، د نړیوال جهاد وتلي مشران  هغه چي  سلفي فکر لري که تاسو ددوی اثار وګورئ  نو په خپلو کتابونو کې بیا بیا دامام غزالي رحمه الله په کتاب احیاء علوم الدین باندې استناد کوي، مطالب ترینه اقتباسوي  هغه حجة الاسلام بولي  او له نامه سره یي رحمه الله  لیکي.

اما دغه داعشیان چې تر ټولو زیات زیان یي اسلام  او مسلمانانو ته اړولی او په  مسلمانانو کې یي بیا تر ټولو ډیر ه بدرنګي سلفي منهج ته پیښه کړې، دوی لکه څنګه چې د متقدمو مجتهدینو له  اتباع ځان خلاص بولي د متاخرو او معاصرو علماء  هیڅ رایه او نظر هم نه مني، همدا لامل دی چې هیڅ معاصر مسلمان عالم  سلفي یا مذهبي ددوی  د کړنو تائید نه دی کړی بلکې واقعي سلفي مجاهدینو هم ترینه لار بېله کړې ده.

دا چې دوی له امت څخه کاملا لاره بیله کړې او اتباع السلف هم نه کوي نو دوی باید سلفیان هم ونه بلل شي بلکه یوازې داعشیان وبلل شي، معتدل او حقاني سلفیان باید له دوی څخه برأت اعلان کړي او افغان اولس باید دوی ته یو قاطع ځواب ورکړي، ځکه  که دغه شاذه او منحرفه ډله  په دې اولس واکمنه شي نو نه یوازې داچې  له سره به  عقیدې او نکاح ګانې ور باندې اعاده کړي  بلکې ټول ارزښتمن کتابونه لکه هدایه، احیاء علوم الدین  او نور به هم  د ایرو په په ډیرۍ وربدل کړي.

بله دا چې په دې هم باید پوه شو چې داعش نه یوازې دا چې د واقعي مؤمنانو او جهادي حرکتونو دښمنه ډله ده،چې د جیش الاسلام، جبهة النصرة، حماس   او امارت اسلامي د مجاهدینو د وینو ویالې بهوي او په ډول ډول ذبحه کولو سره د مؤمنو زلمیانو له مرګه خوند اخلي ، بلکې دا ډله لکه څنګه چې دمسلمانانو دسر او مال دښمنه ده همداسې یي د معنویت، فرهنګي او ثقافتي شتمنیو دښمنه هم ده.

دوی غواړي د کتابونو او  کتابخانو په سوزولو سره اسلامي امت له هغو معنوي ارزښتونو څخه په بشپړه توګه  تش لاس کړي چې په څوارلسو پیړیو کې راغونډې کړې ، هغه چې د امت یوازینۍ فرهنګي پانګه او د اسلامي تمدن او کلتور شتمنۍ بلل کیږي، د یوه ملت په حق کې تر ټولو ستره جفا د هغه ملت په معنوي شتمنیو  او کلتور باندې تجاوز دی، ځکه ملت چې ملت بلل کیږي او له نورو یي امتیاز کیږي نو په ثقافتي اقدارو او ارزښتونو کیږي نه په بل څه .

اجازه مه ورکوئ چې داعش مو بې ثقافته کړي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

مجاهد افغان صاحب نور ډیرو خبرو ته ضرورت نشته هر څوک چی دا وایی چی زه په کامله معنی غیر مقلد یم نو زه ورسره مباهله ته تیار یم ځکه مونږ ټول مسلمانان د الله او دهغه د رسول مقلدین یو په قرآن او حدیث کی ډیر داسی مسایل شته چی د هغو حقیقت او واقعیت الله پاک بیان کړی دی او دهغه په باره کی یی سوالو ته مدلل جوابونه ورکړی دی او علت او حکمت او واقعیت یی بیان کړی دی اما ډیر داسی شیان شته چی الله پاک او رسول(ص) دهغه په باره کی سوالو ته مکمل… نور لوستل »

محمد قلندرزی
میلمه
محمد قلندرزی

د مسلمانانو نجات او بقاء یوازي په هغه اسلام کي ده چي د الله ج لخوا پر خپل وروستي نبي حضرت محمد ص باندي نازل سوئ دئ. او د هغه اسلام عقاید او تعلیمات د قرآن او نبوي سنت په شکل خوندي سوي دي. همدغه قرآن د الله ج رسۍ ده چي باید ټینګه یې ونیسو او په فرقو ونه ویشل سو. امکان دي ولري چي اسلامي دولت په دې کار سره د اسلام و اصلي سرچینو ته د مسلمانانو متوجه کول هدف وي. موږ باید د هر کار مثبت اړخونه هم وسنجوو. که اسلامي دولت سلفیان وای نو لمړی… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

یعنی محمد قلندرزی صاحب العیاذبالله دا صحابه ###### و چی مختلف نطریات او اجتهادات یی درلودل دا د مذاهبو تعدد خو د همغوی د مختلفو اجتهاداتو نه سرچینه اخلی او دا چی ته وایی له حنفی فقهی سره مشکل نلری نو د اهل سنت په څلورو مذاهبو کی له ټولو نه زیات بغض او کینه له همدغو حنفیانو سره لری له اهل سنت نه خارج او مرجیه یی ګڼی د دابق د مجلی اتمه ګڼه ولوله چی څه یی په کی ویلی په فروعو کی مختلف اجتهادی آرا نه پخوا او نه په اوس کی د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف… نور لوستل »

مسافر
میلمه
مسافر

قلندرزی زماخیال ته هم دداعشیانو ### یی چه پلوی یی کوی کوم کاراوعمل یی دحنفی فقهی سره تراو لری

محمد فرید
میلمه
محمد فرید

ملګرو تاسو وینۍ چی په دغه مقاله کي د صحیح سلفی منهج څه نا څه تائید شویدۍ او واقعیت هم داده چی صجیج سلفی منهج چی دین قرآن اوسنت بولي د سلفو صالحینو په فکر ( چی څلور امامان دمذهب هم دسلفو صالحینو څخه بولي او دهغوۍ احترام لري درحمت دعاء ورته کوي خو شخصا دیوه تابعداري پرځان فرض نه بولی ) نو چی آینده نسلونه پریکړه کوي چی صحیح سلفی فکر مثبت پیغام لري ، او افراطي خو افراطي دۍ که سلفی وي که مذهبی . باید موږ یو دبله وروڼه وروڼه شو د ټولو مسلمانانو خیرخواهي ولټؤو او… نور لوستل »

محمد فرید
میلمه
محمد فرید

په آخیر کي غلطي معاف کړۍ
….
یواځی اوریدلو خبرو باندي یقین ونکړو

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

محترم محمد فرید صاحب خفه نشی په سلفیانو(یعنی هغه چی د خیر القرون د څلورو مذاهبو په اتباع ځان مکلف نه ګڼی دا په داسی حال کښی چی د څلورو مذاهبو د امامانو اتباع هم عینا هماغه د قرآن او سنت اتباع ددی څلورو مذاهبو دا مامانو د تشریح مطابق ده او هغوی هم اصل دین بی له قرآن او صحیح ثابت شوی سنت نه بل څه نه ګڼی ) کښی ډیر لږ خلک د اسلامیت او انسانیت په لاره برابر دی هغه هم یوازی هغه مستثنی خلک یی په مینځ کښی دی چی په دین کښی یی د زړه… نور لوستل »