
ولسي جرګه: روسيه د کابل پر اداره باور نه لري
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي څرګندونې دا په ډاګه کوي چې روسيه د کابل پر اداره باور نه لري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څو ورځې وړاندې له انټرفاکس خبري سرچينې سره په خبرو کې ويلي و، چې په سیمه کې د داعش د مخنیوي لپاره دوی له طالبانو سره اړیکي ټينګې کړې دي.
که څه هم طالبانو د روسي استازې دا څرګندونې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې داعش دوی ته دومره ګواښ نه دی، چې د له منځه وړلو لپاره دې يې له چا نه د مرستې تمه وکړي، خو ولسي جرګه د روسي استازي دا څرګندونې پر ګډ حکومت د بې باورۍ نښې بولي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی سید محمد حسین وايي چې د روسي استازي دا څرګندونې په ډاګه کوي چې افغانستان به د دوو قدرتونو د زور ازموينې ځای شي، خو په وینا يې افغان ولس د دې وس نه لري.
د ولسي جرګې بلې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وویل چې روسیه بايد په سیمه کې د مخالفو جنګياليو تر منځ د ښه او بد اصطلاحات را ونه باسي او له ټولو سره دې د مبارزې لپاره د افعان حکومت ملا وتړي.
موده وړاندې ضمیر کابلوف داعش د افغانستان د دفاع وزارت او ملي امنیت شورا په خوښه رامنځته شوې ډله وبلله او ويې ويل چې افغان حکومت دې د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي.
له ګډ حکومت نه له مايوسۍ وروسته نوموړي له طالبانو سره د اړیکو خبره وکړه، خو طالبانو د نوموړي خبرې چورلټ رد کړې.
طالبانو په دې تړاو یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکايي «اشغال» د پای ته رسېدو لپاره یې له ګڼو هیوادونو سره اړیکي نیولي او نیسې یې، او په خبره یې، دا د دوی مشروع حق دی. خو زیاتوي چې «په اصطلاح د داعش په ضد موږ د هیچا همکارۍ ته اړتیا نه لرو او نه مو هم له چاسره په دې ارتباط تماس نیولی او نه مو خبرې کړې دي».
د سیاسي چارو شننونکی نظر محمد مطمئن د روسي چارواکو د ورته څرګندونو تر شا هدف دا بولي چې روسان غواړي امریکایان وپوهوي چې که امریکایان د دوی د ګواښلو لپاره داعش ډله ایجادوي نو دوی هم کولی شي چې له طالبانو سره دامریکا د ځپلو لپاره مرستې وکړي.
چا چه ایمان به ډالرو الیش کړی ، هغوی خپله په ځان باور نه لری ، روسان څه چه امریکایان او انګریزان هم ورباندی باور نه لری ، توله نړی پری باور نه لری ، حتی خبل ناموس یی ورباندی باور لری چه په ډالرو یی ونه پلوری د غلامی اداری د هر یوه قواری ته چه وګوری ډالری یی په مخ له ورایه ځلیږی یعنی د هغوی ټولی اړیکی د مادیاتو او دالرو د پاره دی ، زه به د یو مشاور وزیر د سترګو لیدلی حال درته لڼد غوندی ولیکم ، مونږ د سولی په یوه هیت کی… نور لوستل »