شعـــــرونه

غزل: حمدالله حلميار

حمدالله حلميار

د عشق طبیبه له درمان سره یو ځای راشه
هو د زړه سره د باران سره یو ځای راشه

د الاهو په شور کې تار د زړګي وترنګوه
د مینې راګه له ایمان سره یو ځای راشه

ورکه طالبه پر وطن د بلاګانو شپه ده
د سبا زیری شه آذان سره یو ځای راشه

جانانه نور دي د بیلتون شېبې شمارلی نشم
بس دی له خپل کړي پیمان سره یو ځای راشه

ګلان چي بعث بعد الموت مني حیات څه کوي
بهاره دا ځل له خزان سره یو ځای راشه

غواړم چي غم او خوشالي دواړه یو ځای راشي
رقیبه ته مې له جانان سره یو ځای راشه

دې زمانه کې خو تنها ژوند کول ډیر ګران دی
یه حلمیاره له خپل ځان سره یو ځای راشه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x