راحيل شريف نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف نن په يوه رسمي سفر کابل ته راځي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر «ايي ايس پي ار» وايي چې د پوځ مشر به نن په يوه ورځينۍ سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.

نوموړی به په کابل کې له اشرف غني اونورو چارواکو سره وويني.

که څه هم د جنرال راحيل شريف د سفرد اجنډا په اړه څه نه دي ويل شوي خو ويل کيږي چې نوموړی به په سيمه کې د امنيت په اړه د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاند د پاکستان د رقيب هېواد «هند» لومړی وزير نريندرا مودي هم کابل ته راغلی و او د هندوستان په مالي مرسته جوړه شوې د افغانستان دملي شورا ودانۍ يې پرانسته.

وروسته له هغې چې په  وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې او افغان دولت له پاکستان سره له خبرو کولو څخه انکار وکړ، نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د سياسي ګوندونو مشرانو په کابل کې له اشرف غني سره وليدل او هغه ته يې پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.

اشرف غني ته د اسيا زړه په کانفرانس کې پاکستان تود هر کلی وکړ او له دې سره د افغانستان او پاکستان په ترينګلو اړيکو کې نرمي راغله.

د اسيا زړه کانفراس کې د اشرف غني له ګډون وروسته دا لومړی پاکستانی لوړ پوړی چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي.

دا به وروسته معلومه شي چې راحيل شريف له افغان چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د