د نن سرلیکنه

مونږ د ګاونډیانو له رقابت نه څه ډول استفاده کولای شو؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه: په پام کې ده چې  نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راشي او تردې دوه ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي افغانستان ته د خپل رسمي سفر په مهال د ولسي جرګې د نوی ودانۍ د پرانیستلو تر څنګ افغان محصلینو ته د ۵۰۰ تحصيلي بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه.

هند د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د نوې ودانۍ پر جوړولو سر بیره زمونږ په هیواد کې یو لړ نورې مهمې عمراني پروژې لکه د سلما بند او د زرنج دلارام د لويي لارې جوړول هم تر لاس لاندې لري.

که څه هم چې د هند لومړي وزیر د ولسي جرګې لپاره د جوړې شوې ودانۍ د پرانستو په مهال وویل : “موږ افغانستان ته د مرستې لپاره راغلي یو، نه د سیالۍ لپاره” خو دا چې د هندوستان حریف هیواد پاکستان نه غواړي په خپل نیږدي ګاونډ (افغانستان) کې هند نفوذ ولري نو ډیری شنونکي له افغانستان سره د یاد هیواد هرډول مرستو ته د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي ، استخباراتي او اقتصادي تقابُل په سترګه ګوري..

له تیرو تقریبا څلورو لسیزو راهیسي چې زمونږ هیواد د خارجي مداخلاتو له وجې د جګړو ډګر ګرځیدلی له بده مرغه چې افغانان یې په هر لحاظ د ګاونډیانو له هر ډول سیالۍ غورځولی او د خیرات خورو په څیر یې د هغوی مرستو ته سترګې نیولي.

ګاونډیان یې هم چې د مرستو په نوم څه ورته ورکوي هغه دلته د خپلې سیاسي او استخباراتي سیالۍ د تقویت په غرض وي چې له بده مرغه د د ا ډول مغرضانه مرستو اغیز نور هم د افغانستان پر کړکیچن وضعیت ډیر منفې او د لازیاتو ستونزو ایجادولو لامل ګرځي.

هند او پاکستان د دوو سیالو اتومي قوتونو په حیث له ډیره وخته راهیسې په تیره د امریکایانو له اشغال راهیسي په افغانستان کې په تودې استخباراتي او اقتصادي سیالۍ لګیادي.

دا حالت افغانانو ته د دې فرصت په لاس ورکوي چې د هغوي له رقابت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي او پرینږدي چې یواځې د سیالو لوریو ترمنځ ابزاري استفاده تري وشي.

د هند له لوري د سلما بند او نیمروز دلارام لویې لارې جوړول ، د افغانستان د کانونو او طبیعي زیرمو په استخراج کې د هغوی مرسته کول او همدا راز افغان محصلینوته د تحصیلي بورسونو ورکول له شکه پرته چې د افغانستان په اقصادي پیاوړتیا کې مهم رول لرلای شي چې له امله به یې افغانان تر ډیره د دې مرستو مرهون وي ، خو د دغو اقتصادي او اکادیمیکو مرستو ترڅنګ په پوځي برخه کې له کابل سره د نوي ډیلې هرډول پوځي او استخباراتي مرسته ښايي چې د هند د ګاوندي سیال (پاکستان) حساسیت را وپاروي چې له بده مرغه د دغه حساسیت زور به بیرته تر افغانانو خیږي او دا کار د هغوی لپاره ښې پایلې نه لري.

پاکستان هم له هند سره په سیالي کې په افغانستان کې ځیني عمراني پروژې لکه د تورخم ننګرهار لویي لارې جوړول تر لاس لاندې لري چې د ډیرو کلونو له تیریدو راهسې لا هم داسې نیمګړې پاتې دي .

جګړه ځپلي افغانان د خپلو اقتصادي بنسټونو د رغولو اوپیاوړي کولو لپاره هغو مرستو ته اساسي اړتیالري چې له هرډول پوځي او استخباراتي ملحوظاتو پرته له دوی سره کیږي.

که ګاونډیان ، سیمه ییز او نړیوال هیوادونه غواړي ریښتیاهم په اقتصادي لحاظ د افغانانو لاس نیوی وکړي هغوی باید په تولیدي ، عمراني او د خصوصي سکتور په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي چې دا کار به له یوې خوا د افغانانو اقتصادي زیر بناوي فعاله کړي او له بلې خوابه يي افغانستان له جانبي عوارضو څخه خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x