نظــر

د مرغومي شپږمه؛ د ناورينونو دوام

ليکوال او شناند
نظرمحمد مطمئن

د مرغومي شپږمه ۱۳۵۸ ل (۱۹۷۹ ز) کال د ډیرو لا زیاتو ناورینو او شخړو پېلامه

د مرغومي پر شپږمه ببرک کارمل د روسانو ګوډاګی واک ته ورسول شو، سرې لښکرې د امو له دریابه د افغانستان پاکې او ازادي خاوري ته ننوتلي، دلته يې لس کلونه افغان ماشومان، پېغلې، میرمنې، ځوانانان او سپين ژرې شهیدان کړل، نږدې دوه نیم میلیونه افغانان د روسانو سره د جهاد پر مهال شهیدان او نږدې یو میلیون افغانان معیوب شول.

د لوی الله ج په فضل او کرم او د افغانانو په کميساري قربانیو سره سرو لښګرو ماتې وخوړه، له لسو کلونو جګړې وروسته بیرته د امو دریاب په پول د هغه وخت شوروې اتحاد ځمکې اوسني تاجکستان ته سرټيټې ننوتل.

ډاکټر نجیب الله چې د افغان شوروي وروستي چارواکي وو، نږدې پنځه کلونه په واک کې پاتې شو، او بیا خو هغه وو چې د مجاهدینو د خپلمنځي ناسمو رقابتونو له امله وه چې کورنۍ جګړه پېل او د کورنۍ جګړې له امله وو چې طالبان کندهار کې راپيداشول، طالبانو ډیرې سېمې ونیولي، ولي داځل د بل نړیوال قدرت امریکا او دهغوی د متحدینو راتګ وو.

د روسانو پرځای د افغانانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله په ۲۰۰۱ ز کال کې امریکايې شین سترګي پوځیان زموږ پاکې خاوري ته راننوتل، دادی جګړه ۱۴ کلنه شوه، دلته بیا هم افغان ماشومان په ډیره بې رحمې شهیدان شول، افغان میرمنې شهیدانې شوي، زموږ ډیر ځوانان یا خو ووژل شول، یا له هیواده وتلو ته مجبوره شول.

د داسي ورځې په انتظار چې بهرني پوځیان مو له هیواده وتلي وي، له خپلمنځې اختلافاتو خلاص او بیا ځل کورنې جګړې ته داخل نه شو.

دادی نښې نښاني داسي دي چې روس او امریکا غواړي چې افغانستان د خپلو سیالو ډګر وګرځوي.

هند او پاکستان ورته هوډ لري، چې د افغانستان خاوره د یو او بل پرضد وکاروي.

سعودي او ایران هم د خپلو موخو له پاره همدلته فعالیت کوي.

افغانانو ته په کار ده چې له دې اوږدې جګړې نور ځان وباسي د افغان ولس د سوکالۍ او هوساینې له پاره فکر وکړي.

بین الافغاني تفاهم، په خبرو او غوښتنو کې تنازل، او د جګړې پرځای سولې ته د رسیدو لارو چارو باندي فکر وشي.

جګړې مو ګټلي خو سیاست مو بایللی، داځل په کار ده چې له جګړې ګټلو وروسته سیاست ونه بایلو، او د هیواد د پرمختګ له پاره متین قدمونه واخستل شي.

ګاونډي هیوادونه ، د ګاوڼډیو هیوادونو پوهان، روشنفکران او سیاسي مشران، دا ډول امریکا او نړیوال موږ ته سوله نه راوستلای شي او نه هم غواړي.

افغان حکومت په خپل منځ کې بلا ډیرې ستونزې لري، مخ هغه چاته اوړي چې په ولس يې زړه سوزي، هغوی باید د سولې ابتکار، د امن ابتکار او د افغانستان د پرمختګ ابتکار په لاس کې واخلي

د مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ ل کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x