افغانستان

ننګرهار: د وړمې شپې د زلزلې له امله تر سلو زيات کورونه زيانمن شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار چارواکي وايي چې د وړمې شپې د زلزلې له امله په ننګرهار کې د ۱۳ تنو د ټپي کېدو ترڅنګ ۱۰۴ کورونه هم زيانمن شوي او ۶۰ څاروي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه زيانونه د ننګرهار په مرکز جلال اباد برسېره په اچين، روداتو، نازيانو او لعلپورې ولسواليو کې رامنځته شوي دي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې تر ټولو ډېر زيان په اچين ولسوالۍ کې خلکو ته رسېدلی چې په ياده ولسوالۍ کې نږدې ۷۰ کورونه زيانمن شوي دي او ۶۰ بېلا بېل څاروي مړه شوې دي.

په دغه زلزله کې ټول ۱۳ تنه ټپيان شوي وو چې له درملنې وروسته له روغتون څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي اړوندو ادارو ته د پېښو په وړاندې د چمتوالي امر کړی او له مرستندويه ټولنو څخه يې غوښتې چې له زيانمنو شويو کورنيو سره مرستې وکړي.

د يادنې وړ ده چې وړمه شپه يوې نسبتاً زورورې زلزلې چې سرعت يې ۶،۲ درجې اټکل شوی و د افغانستان په ګډون يې د سيمې نور هېوادونه هم ولړزول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x