نظــر

د مرغومي د شپږمې بدنام يرغل، د يوې سپيرې كودتا خونړۍ انجام!

محمد زبير شفيقي

وخت تم دى، كاينات په يوه مرموزه چوپتيا كې دي، د ژمي د يخنۍ موسم دى، عيسوي نړۍ د كرسمس د ميلو په خوښيو كې ډوبه ده، د خداى كاينات په انتظار دي، په يوه درانه انتظار!

د يوه ولس د برخليك خبره ده، د يوه داسې ولس چې د پيړيو په اوږدو كې يې ايماني پرتم ځليدلى دى، نن يو بل ازمويښت ته ننوزي، نن يې د برخليك يوه نوې پاڼه اوړي.

نن ۱۳۵۸ لمريز كال د مرغومي شپږمه ده، د شپې تيارې د يوې تاريخي پيښې حساسې شيبې د تاريخ غيږې ته سپاري، د غوايي كودتا خپل منطقى انجام ته رسيږي، د كرېملېن واكمنو پريكړه كړې ده چې د خپل جنګي ماشين او هيبتناكو پوځونو په تكيه او غرور د خپل جنوبي ګاونډي د خپلواكۍ او ځمكني تماميت حرمت تر پښو لاندي كړي…

كابل! د هنګامو او پاڅونونو مينه، د غيرتي افغانانو پلازمينه د يوه ناځوانمردانه يرغل او جفا شاهد دى.

د ښار اوسيدونكي غير معمولي حالت ويني، خو نه پوهيږي چې څه به كيږي، دوى پاس په فضا كې د جيټ او هليكوپتر الوتكو غومبر او كړسهار اوري لاندې پر سړكونو د زغره والو ټانګونو كتارونه زيات شوي دي….. خو دوى لا نه پوهيږي چې څه خبره ده، دوى لا نه دي خبر چې شمالي ګاونډي، د وخت د مزدورو واكمنو په اصطلاح (دوست هيواد شوروي اتحاد!) يې پر خپلواكۍ او عزت بلوسلي دي، ددوى ايمان او غيرت ته يو ځل بيا ټټر وهل شوى دى. . .

چې تيارو خپل پيڅول ورټول كړل، پر اسمان لا خړې وريځې راخورې وې، لمر په وريځو كې خپل مخ پټ كړى ؤ، لكه چې نه غواړي دا د وخت د سترې جفا او نامردى ننداره وكړي، چې يوه لوى ځواك له يوه وړوكي ګاونډي سره كړې وه، لكه چې نه يې غوښتل هغه سپك او ذليل كركټرونه وويني چې د يوه غيرتي او باشهامته ولس د استازيو په نامه يې د يرغل او ناتار ځواكونو ته هر كلى وايه . . . .

د ۱۳۵۸ لمريز كال د مرغومي شپږمې پر سهار د افغان ولس د برخليك پاڼه اوښتې وه، عيسوي نړۍ چې د كرسمس له مستيو نه سترګې غړولې، نوى يې دا خبر اوريدو چې شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي يرغل كړى دى، د ببرك كارمل غږ له تاشكند راديو نه اوچت شو، يو بدنام او د ټولو نړيوالو اصولو او نورمونو پر پر خلاف شرميدلى يرغل يې د ثور انقلاب بشپړتيايي پړاو وباله، په ريښتيا هم همداسې وه، يانې د غويي شرميدلې كودتا د مرغومي د شپږمي د بدنام يرغل پيلامه وه، او د مرغومى شپږم د غويي د اوومې د بدنامې كودتا شرميدلى پاى او منطقى انجام.

د خداى كاينات ټول په انتظار وو، چې له اوږدو زمانو نه تردې دمه په غيرت او شهامت كې اوسيدلى ولس به څه كوي اوكومه لاره به نيسي؟

آيا د وخت دې ستر تاړاك او يرغل ته به سلامي كيږي او كه نه سكاډ، نا پالم او په لسهاو عصري وژونكيو وسلو ته به ټټر او تندي ډال كړي؟

د امريكا ولسمشر رونالد ريګن چې د كرسمس په رخصتيو ؤ، د خپل اصلي رقيب شوروي اتحاد ددغه ګام خبر يې واوريد افغانستان يې د تاريخ تير اوهير باب و ګاڼه، د يوه لوى او نړيوال ځواك په توګه يې لومړنى رسمي غبرګون دا ؤ چې: شوروي اتحاد نور بايد وړاندې پل راوانخلي !

نورې نړۍ هم افغانستان نور د سرې امپراتورۍ برخه او د كمونيزم په سرو تيارو كې ډوب وباله.

څوك څه پوهيدل چې د كايناتو د رب پريكړه بل ډول ده، څوك څه خبر وو چې د شلمې پيړۍ په وروستيو لسيزو كې چې انساني ټولنې د دوو قطبونو د مادي او پوځي جبر تر رعب او طلسم لاندې دي، داسې ولس هم شته چې په تش لاس له خپل دين او خاورې دفاع كولاى شي؟

داسې انسانان هم شته چې ارادې يې د وخت له ستر جنګي ماشين سره ډغرې وهلى شي؟!

داسې ميړونه هم شته چې د خپل دين او وطن د ساتنې په لار كې له مرګونو سره سترګې جنګولى شي.

هيڅوك نه پوهيدل چې افغانان داسې شهامت او ايمان لري. . . .

هو ريښتيا! هماغه مهال د جرمني شپيګل مجلې په يوه ګڼه كې پر افغانستان د شوروي پوځونو د يرغل په اړه وليكل چې:

يوه لور ته سور پوځ دى چې چيرته يې پل ايښى دى بيرته نه دى پر شا شوى، خو بل لورته هغه ولس دى چې هيڅ پردي يرغل ته يې د تسليم سر نه دى ټيټ شوى، اوس به معلومه شي چې له دې دواړو لوريو نه به كوم خپل روايت وپالي؟

د مرغومي د شپږمې د بدنام او ناروا يرغل نه څو ساعته وروسته د هيواد په ساره او اوږدو كې هغه تكبيرونه را پورته شول چې ددې ولس د ارادې او ايمان ښكارندى وو. افغان ولس خپله پرېكړه كړې وه، د ذليلانه ژوند پر ځاى يې د شهامت مرګ غوره وباله چې همدا يې د نيكونو لاره وه.

افغان ولس له پاميره تر هراته او له سپين غره نه تر آمو د خپل ايمان، خپلواكۍ، وقار او حيثيت د دفاع مورچلونه تاوده كړل، د وخت د ستر زبر ځواك خطرناك جنګي ماشين ته يې په تش لاس د مقابلې اوږه وركړه. . . . او ورو ورو نړۍ د هغه ولس ايمان، ارادې او عظمت ته په درناوي سره ټيټاوه چې د پيړۍ په پيل او پاى كې يې د دوو امپراتوريو په وړاندې په تش لاس مقابله كوله. . . . نړى ليدل چې په ريښتيا هم ايمان، اراده او غيرت په هر ډول جنګي جنون او جنګي وسايلو بر لاسي دي.

د خداى كاينات پرې شاهدان وو چې د مرغومي د شپږمې د يوې تورې او چوپې شپې د نامردانه يرغل په وړاندې د تكبير په بدرګه د شرف، آبرو، عزت او غرور د دفاع مورچلونه ورځ په ورځ پياوړي كيږي، د پاڅون دغه ارواپال تكبيرونه ورو ورو له پولو اوړي، نړيوال كيږي او افغان ولس د نړۍ محكومو او مظلومو ولسونو ته د پاڅون او استقلال د امام حيثيت غوره كوي.

په سپين غر او هندوكش كې اوچت شويو د جهاد تكبيرونو ته كاينات وزنګيدل، په وجد راغلل او بالاخره همدغه پيغام په ختيځه اروپا كې د سرې امپراتورۍ پر خلاف د پاڅون غږ شو، چې بيا د جبر ديوالونه ونړيدل او د سرې امپراتورۍ طلسم مات شو.

د مكر او فريب نه ډكه نړۍ چې افغاني غيرت او ايماني پرتم ويني د مكر او فريب د جالونو غوړولو پريكړه كوي.

د افغان ولس د برحق جهاد او شهامت ننګه كوي او پر دې د راتلونكې لپاره پانګه لګوي، هغه ولس چې نړۍ په سرو تيارو كې ډوب او ورك ګڼلى ؤ ورو ورو د حماسو او وياړنو هغه څلي د روي چې وروسته نړۍ د عصر معجزه وبلله.

د مرغومي د شپږمې بدنام او شرميدلى يرغل له ۹ كاله او څو مياشتو وروسته د ۱۳۶۸ لمريز كال د سلواغې د شپږويشتمې پر تاريخي حماسه پاى مومي چې يرغلګر ځوړند سرونه، مات او ګوډ بيرته پر آمو پورې وزي.

زموږ د هرات د پير خواجه عبد الله انصار دا مناجات يو ځل بيا ريښتيا كيږي چې:

الهى هر كه را خواهى بر اندازى
با درويشان در اندازى

د برلين ديوال مات، د كريملين امپراتوري ړنګه او پخوانى شوروې اتحاد په پنځلسو جمهوريتونو وويشل شو، خو افسوس چې د مكرجنې نړۍ د فريب، دوكې او ناروا سياست په لومو كې اتل افغان په نويو ويرونو واوښت، چې دادي تر ننه د خپل شهامت او غيرت سزا ګالي او په ويرونو كې ډوب دى.

د ۱۳۵۸ لمريز كال د مرغومي د شپږمې له يرغل سره چې افغان ولس د همت او ميړانې كوم څلي ودرول، څومره حماسي يې وزيږولې او څومره عظمتونه او ارزښتونه يې انسانيت ته وبخښل توري او كليمې د هغو د اټكل، ستاينې او ارزونې نه نا توانه دي، دومره لويې حماسې او عظمتونه د توريو په غيږ كې نشي بيانيداى يوازې احساسيداى شي.

خو له دې لويې حماسې، غيرت او ميړانې سره چې نړۍ څومره ستره جفا وكړه، له افغان ولس سره څومره لويه توطيه وشوه، څومره نامردي او ناځواني وشوه هغه هم د توريو او كلمو په غيږ كې نشي راتلاى.

د كمونيزم غړمبيدلى ښامار چې دولسونو د نغړلو په نيت راپاڅيدلى ؤ او د كرېملېن مغرور واكمن چې د نړۍ لاندې كولو اشتها يې توپاني شوې وه په آسانه كله ماتيداى شواى، دې سيلاب ته د لكونو افغانانو ككرې ولويدې چې مخه يې ډب شوه.

خو نن وينو چې نه پخوانى شوروي اتحاد شته، نه د وارسا تړون، پر نړۍ د امريكا يكه تازي ده او افغان ولس د خپل ايمان، شهامت او غيرت سزا ګالي، اوس هم په وينو او ماتمونو كې ډوب دى او اوس هم د پردي يرغل ډګر، د جدې د بدنام يرغل يادونه داسې مهال يادوو چې افغان ولس د پرديو توطيو په تيارو كې ډوب دى، خو پردې هر څه سربيره پردې زموږ پوخ باور دى چې څوك دلته په بد نيت راځي شرميدلي ځوړ سرونه به بيرته وزي. او د شاعر خبره:

ټيټ به نشي هسكه غاړه به اوسيږي
زمانه ده حادثې دي، موږ سردى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

شفیقي صیب په قلم دې برکت شه، خوکاش چې نن هغه کسان چې دکمونیزم دښاماروژونکي بلل کیده دصلیب د سروأشر پاڼو وژونکی هم وای کاش چې دغو کسانو نن دبل چا دګټولپاره دجهاد فلسفه نوی قربان کړې کاش چې نن هغه مجاهد چې دیونیم ملیون شهیدانودوینو په برکت په سره استعمار برلاسه شو دهغو کمونستانوسره یوځای په یوه کاسه دبل بادار په دسترخوان نوی ناست، کاش نن هم هغه تیر غیرت، حماسه او ویښ ضمیر شتون لرلی، کاش چې دپرون په څیر نن هم له بردیوڅخه کرکه اونفرت کونکي میړه ني بلل کیدای. کاش چې نن هم دیرغلګر په وړاندې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x