افغانستان

هلمند: چارواکو د له لاسه وتلیو ولسوالیو اړوند برتانويانو سره غونډه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په هلمند کې مهمه ولسوالۍ سنګين د امنیتي ځواکونو له ګوتو ووته، برتانوي ځواکونه په هلمند کې مېشت شول.
 
د برتانيان د دفاع وزارت مسوولینو خبر ورکړ، چې د دوی دېرش کسیزه ډله د شوراب پوځي اډې ته تللې او هلته به له خپلو روزل شویو افغان عسکرو سره مشورتي مرسته کوي.
 
تازه راپورونه وايي چې د هلمند سیمه ییزو چارواکو د سنګين له سقوط وروسته، شوراب پوځي اډه کې له برتانوي عسکرو سره ګډه ناسته کړې او د طالب ځواکونو د پرمختګونو د مخنيوي په اړه يې نظرونه شريک کړي دي.
 
په دې غونډه کې چې د هلمند والي میرزاخان رحيمي، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي قومندان محمد سالم احساس، د اربکيانو عمومي قومندان علي شاه احمدزی او د هلمند ځايي پوځي مسوولین شریک و، د سنګين د سقوط عوامل هم څېړل شوي دي.
 
د هلمند امنیتي سرچينې وايي په دې غونډه کې د هغو ولسوالیو پر وضعیت هم بحث شوی، چې دم ګړۍ پکې جګړه روانه ده.
 
که څه هم د هلمند ځينې ځايي چارواکي، د سنګين سقوط هم نه مني، خو د دې ولایت ولايتي شورا وايي چې د هلمند اوه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.
 
د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان د سنګين تر سقوط وړاندې ويلي و، چې باغران، ديشو، موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او په وينا يې په ناوه ولسوالۍ کې خو هیڅ اداره نشته.
 
خو له هغه وروسته، خانشين او سنګين ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلې، چې ولايتي شورا او په مشرانو جرګه کې د هلمند استازو يې پخلی وکړ.
 
په هلمند کې مدني فعال سردار محمد همدرد هم ورته نظر لري او په وينا يې له ناوې او ګرمسير پرته په ټول هلمند کې جګړه روانه ده.
 
ياده دې وي طالبانو له پرلپسې جګړې وروسته، تېره اوونۍ د سنګين ولسوالۍ ونیوله، چې لا يې هم په اطرافو کې جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x