نظــر

د خلقیانو او پرچمیانو کارنامې او قهرمانۍ!

سعد عمار

۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.

۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې ګناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه.

۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردګو ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.

۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۴: د ميدان وردګو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې بريدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه

۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بګرام هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.

۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارمانجن او ويرجن شهادت.

۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو ارمانجن شهادت.

۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننګرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.

۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.

۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په ګډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرافغان ریکیستانی

محترمه دادول نامشرولیکنی په هغه وخت کی د سی آی ایی او آی ایس آی بی ویجدانه بچوپیل کری چه انجام یی موژ تولو افغانانوولید داد تاید ورنه دی بلکی دافغانانو ددرپدری سبب وگرزیدی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x