په زړه پوري روزنيزه كيسه

حامد افغان

مور، پلار او هر روزونکي ته ښایسته ډالۍ

عبد الله بن طاهر وایي: یوه ورځ له مأمون الرشید (عباسي خلیفه) سره ناست وم، غلام ته یې غږ کړ: وه هلکه! چا ځواب ورنه کړ، دویم ځل یې په لوړ اواز هغه راوباله، چې یو ترکی غلام یې راغی، او په دروازه کې یې هغه ته وویل: غلام به خوراک او څښاک نه کوي؟! هر وخت چې درنه ووځو همدا چیغې وهې: وه هلکه! وه هلکه! تر څو به ستا دا چیغې وي؟!

عبد الله وایي: مأمون د ډېر وخت له پاره سر ښکته نیولی و، او زما یقین شو چې د غلام د سر وهلو امر به راته کوي، وروسته یې ماته وکتل او راته ویې ویل: عبد الله! کله چې د سړي اخلاق ښه شي د خادمانو اخلاق یې خرابیږي، او چې بداخلاقه شي د خادمانو اخلاق یې ښه کیږي، خو زه نه غواړم چې د خپلو غلامانو د اخلاقو ښه کولو له پاره خپل اخلاق بد کړم. منهج التربية النبوية للطفل مخ: 44

د ښې روزنې او تربیې له پاره د مور، پلار او بل هر روزونکي سړه سینه، نرمي او حلم بیخي لازمي ده، د عباسي خلیفه مأمون خبره په سرو زرو لیکلو ارزي، دا خبره لکه د ماشوم په روزنه کې خورا مهمه او ګټوره ده داراز په عام ټولنیز چلند کې خورا ګټوره ده، د نورو د روزلو او سمولو په نیت له نرمي لاس اخیستل او بد چلند غوره کول خپل انساني جوهر ( اخلاقو) ته زیان رسول دي او دا په داسې حال کې چې له سختي او بد چلند نه نرمي او غوره چلند ډېر مؤثر او ښه اغېز لري.

دا خبره په نبوي حدیث کې د یوې سترې قاعدې او مهم اصل په توګه بیان شوې ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر شی په نرمي سره ښایسته کیږي او په سختي سره بدرنګه کیږي. عن عائشة قالت قال النبي صلى اللَّه عليه وسلم: إن الرفق لا يكون في شيء إلا زانه ، ولا ينزع من شيء إلا شانه. رواه مسلم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د