افغانستان

د روسي يرغل د غندنې مراسم پيکه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې ورځ شوروي ځواکونو د افغان همکارانو په ملګرتيا پر افغانستان یرغل وکړ، چې شنونکي يې د هېواد خونړيو پېښو پیلامه بولي.
 
عام افغانان پر دې نظر دي چې د دې ورځې د غندنې مراسم په دې وروستیو کې پيکه شوې دي.
 
وړاندې تر دې به پر دې ورځ جلسې کېدلې، د شوروي او د هغوی د افغان همکارانو د کړنو غندنه به کېدله او د نن لپاره به ترې عبرت اخیستل کېده.
 
د کابل ښار اوسېدونکی حاجي روح الله وايي چې دی د تېر جهاد په مهال د عبد رب الرسول سیاف تر مشرۍ لاندې جنګېدلی دی.
 
د هغه په خبره د دې ورځې غندنه ځکه پيکه شوې، چې « اوس يې پخواني کمونیستان او مجاهدین په یوه دسترخوان سره خوري.»
 
حاجي روح الله وايي ښايي په حکومت کې د پردې شاته داسې جوړجاړی سره شوی وي، چې په دې اداره کې پخواني دوښمنان اوس د یو بل چا تر لاس لاندې ګډ کار سره کوي، نو باید د یو بل غندنې ونه شي.
 
هغه وايي که څه هم دا د د ملت د دردونو د بیان ورځ ده، خو حکومتونه په دې کې ځکه رول لري چې که په دولتي سطحه دا ورځ غندل شوې وای، ښايي بل ډول وای.
 
د جدې شپږمه، چې د ببرک کارمل د واک ته رسېدو او د روسي پوځیانو د مستقیم یرغل ورځ ده، ځينې شنونکي يې له هغه وروسته د ټولو ناخوالو جرړه بولي.
 
کابل مېشتی سیاسي شناند نظرمحمد مطمئن پر همدې نظر دی او وايي چې دا ورځ د ټوو ناخوالو او ناورینونو پیلامه ده.
 
نوموړی پخپله فیسبوک پاڼه ليکي: «د مرغومي پر شپږمه ببرک کارمل د روسانو ګوډاګی واک ته ورسول شو، سرې لښکرې د امو له دریابه د افغانستان پاکې او ازادي خاوري ته ننوتلي، دلته يې لس کلونه افغان ماشومان، پېغلې، میرمنې، ځوانانان او سپين ژرې شهیدان کړل، نږدې دوه نیم میلیونه افغانان د روسانو سره د جهاد پر مهال شهیدان او نږدې یو میلیون افغانان معیوب شول.»
 
ياده دې وي د روسي يرغل په پايله کې افغان ولس ته پر درنو زیانونو سربېره ۱۴۴۵۰ شوروي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۸۰ تنه نور ټپيان او ۳۳۰ تنه ژوندي لا درکه دي.
 
دا بريد همدا شېبه یوازې د جمعیت اصلاح افغانستان او بنیا ازادګان له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې غندل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

محترمو. مونږ به ولی دا ورځ لمانځو. مونږ ته دی روسی اشغال سل مرتبی بهتره له اوسنی اشغال څخه وه. روس دخپل ټوله سرمایه په افغانستان باندی تبا کړه. ولی څو بی دینه او صرف په نامه مسلمانان دی جهاد دی رهبر په نامه پورته شول او دی هغه هیواد ملاتړ وکړو چی په خپله دی اسلام په لاره نه پوهیده اوانسانیت په لاره هم روان نه وه دا ټول پوهیژی چی دی روس هدف هغه مردار ملک وه چی اوس تیر دی ناسور زخم جوړ شوی هم اسلام نام بده کړ او هم افغانستان دی دوزخ کندو ته واچاوه.… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط افغانانو او د نړۍ ټولو انسانانو ته دا څرکنده او په ګوته ده ، چي دجدي د مياشتي شپږمه چي د ‌‌‌‌‌‌ډيسمبر د اوومي سره سمون خوري دافغانانو او د نړۍ د مسلمانانو په تاريخ کي داسي يوه ورځ ده ، چي د مسلمانوافغانانو او د نړۍ د مسلمانانو لخوا يې هيريدل ناشوني او لامحاله دي . دا په دې چي د نړيوال زبرځواک لخوا په ‌‌‌‌‌‌ډيره بېشرمانه توګه سره په يوه ازاد ، خپلواک او مستقل هيواد ( افغانستان ) باندي ناروا تيرۍ سوی دی . په افغانستان او اسلامي نړۍ کي ټولو ناخوالپ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x