fbpx

تاریخ تکراریږي!

عبدالحنان همت

د جدي ۶ شپږمه زموږ په هیواد کې د روسانو د ښکاره یرغل ورځ ده موږ ټول افغانان هرکال دا توره ورځ غندو او او روسانو ته په تاریخي ماتې ورکولو سره ویاړو .

خو له موږ سره په دې ویاړ کې هغه څوک هم ځان شریک بولي او لا یو قدم وړاندي دي چې هغه وخت یې د روسانو را تللو ته چکچکې کولې او هغه څوک چې د دې یرغلګر په وړاندي یې جهاد اعلان کړی و قربانۍ یې ورکولې او بالاخره یې روسان مات کړل ترورست او د ای اس ای د نو کرانو په نامه پېژندل ځکه هغوی هغه وخت په دې فکر وه چې موږ هغه چا ته دغلامۍ سر ټیټ کړی دی چې ماتي او شا تګ نه پيژني .

خو دالله ج اراده او دافغان ولس قرباني وه چې دا نه ماتېدونکی ځواک د همدې بې وسه افغانانو په لاس دړي وړي شو .

نن بیا همغه تاریخ تکرارشو یو بل خونخوار دڅو اشرباڼو په ملتیا زموږ پر هیواد تیری کړی دی هغه هم زموږ د داخلي لاسپوڅو په مټ او بیا زموږ ګڼ شمېر غلام صفته هیواد وال د هغه په قدرت غره دي ، په هغه پسي یې بیا ټولي هیلي تړلي دي ، هر هغه څوک چې د دې خونخوار په وړاندي د خپلواکۍ ږغ پورته کوي سمدلاسه د ترورسټ، تمدن ضد او دای اس ای د نوکر سولېدلي ټاپي ور خطا کوي تر څو چې په هر قیمت وي دا د خپلواکۍ ږغ خاموش کړي .

خو موږ په دې عقیده یو چې تاریخ به ضرور تکراریږي دا نه ماتېدونکی ځواک او د هغه اشر باڼي به هم که خدای کول همداسي تيټ سرونه له هیواد نه وزي لکه څنګه چې زیات یې وتلي دي او یو ورځ به ضرور داسي راځي چې موږ به د مرغومي د ۶ په څېر ۷ اکتوبر چې د امریکایې یرغل د غندني ورځ ده هم غندو خو هغه وخت به بیا هم همدا امریکایې پلوه لاس پوڅي تر موږ مخکي د خپلواکۍ ناري وهي ځکه تاریخ تکراریږي .

وماذ الک علی الله بعزیز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د