نظــر

طالبان او ګډ حکومت په ۲۰۱۵م کال کې

ليکنه ـ بدر منهاج-

۲۰۱۵م کال کې هم افغانستان د مهمو سياسي او فوځي پيښو ډګر ؤ ، په افغانستان کې د امريکايانو نيواک دوام درلود.

د دوی د نيواک په سيوري کې د ولسمشرۍ لپاره د ترسره شوو ټولټاکنو له ناکامۍ وروسته د دوی په منځګړيتوب ، د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ ، رامنځته شوي ګډ حکومت د هيواد ستونزې لا زياتې کړې.او د دوی لخوا د ۲۰۱۴م کال په پای کې له امريکا ، ناټو او نورو هيوادونو سره ترسره شوو منيتي تړونونو طالبان دې ته وهڅول چې په ۲۰۱۵م کال کې خپل بريدونه زيات او ګړندي کړي او دغو تړونونو دا ثابته کړه چې د بهرنيانو او د دوی د افغاني دوستانو له لوري د سولې نارې سورې هسې د افغانانو د غولولو لپاره يو شعار دی.

امريکايانو پر ځای د دې چې په خپله مخکنی ژمنه عمل وکړي د يو بل کال لپاره يې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شتون وغزاوه.

د دې تحليلي مطلب له لارې موږ غواړو څرګنده کړو چې په تير ۲۰۱۵م کال کې له حکومت او طالبانو څخه کوم يو اړخ يې په سياسي ، نظامي او نورو برخو کې لاسته راوړنې ، پرمختګونه او پاتې راتلنې درلودلې.

دوه زره پنځلسم کال تر پايه ګډ حکومت په دې ونه توانيد تر څو خپله کابينه بشپړه کړي ، تر اوسه يې د دفاع مهم وزارت وزير نلري  او د يو سرپرست له لوري اداره کيږي. او کوم وزيران چې وټاکل شول هغه هم د ډيرو اختلافونو او ناندريو وروسته د بهرني فشار په پايله کې وټاکل شول او زيات کسان يې پخواني کمونستان او يا لويديځ ته وفادار سيکولران دي.

همدغه راز د ګډ حکومت د ملاتړ کچه په ولس کې ډيره راکمه شوې او حکومت د هرې ورځې په تيريدو ملاتړ له لاسه ورکوي ، ځکه چارې يې ټکنۍ او د خپلمنځي اختلافونو ښکار دی او تر اوسه اشرف غني او عبدالله په دې ندي توانيدلي چې له خلکو سره د انتخاباتو پر مهال د خپلو ژمنو پنځه فيصده عملي کړي.

له بله پلوه د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ګډ حکومت په تير يو کال کې اسلامي شعايرو ته ډير سپکاوی ترسره شو ، معاذالله ، الله او د الله رسول ته ښکنخلې وشوې ، د حجاب په ضد لاريونونه ترسره شول ، رولا غني په فرانسه کې په اسلامي حجاب د بنديز ملاتړ وکړ ، څو ځله د اردو عسکرو د قرانکريم توهين وکړ ، د ارګ د ځينو مطبوعاتي کارکونکو له لوري د اسلام د ميراث په قانون نيوکې ترسره شوې ، د اشرف غني د امنيتي چارو د مشاور حنيف اتمر له لوري په هيواد او سيمه کې مدرسې د تروريزم ځالې وبلل شوې او د مدرسو د تړلو غوښتنې وشوې او په فرانسه کې  نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي کونکې مجلې په دفتر انتقامي بريدونه وغندل شول ، دغه اسلام ضد کړنې د دې سبب شوې چې ګډ حکومت مشران هغه ملاتړ له لاسه ورکړي کوم يې چې د لويديځ پلوه رسنيو په مټ د غولونکو وعدو له لارې په څو کلونو کې تر لاسه کړی ؤ .

له اقتصادي پلوه هم ګډ حکومت کومه ځانګړې لاسته راوړنه نلري ، نه يې د پام وړ بهرني کمکونه جلب کړي ، نه يې د هيواد د زيربناء د رغولو په برخه کې کوم مهم اقدام کړی ، د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې خرابيږي ، د بېکارۍ کچه ډيره لوړه شوې ، د خلکو په کاروبار ډير بد اغېز شوی او تعليم يافته ځوانان له هيواد څخه په تېښته دي ، افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړ او د ډيرو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي. ځکه د ډيرو هغو پروژو کارونه چې بهرنيانو ترې سياسي او استخباراتي موخې درلودې په نيمايي کې پاتې او په ټپه ولاړې دي. او د ټاپي کومه پروژه چې په دې وروستيو کې د ترکمنستان په هيواد کې پرانستل شوه ، هغه هم د طالبانو له دور نه اوسني حکومت ته په ميراث پاتې وه او د اوسني ګډ حکومت لاسته راوړنه نشي بلل کيدای.

له نظامي پلوه هم ګډ حکومت په دوه زره پنځلسم کال کې په دفاعي حالت کې قرار درلود ، په ځای د دې چې له طالبانو څخه سيمې ونيسي ، طالبانو ترې ډيرې سيمې لاندې کړې ، په پرلپسې ډول  د کندز ښار په شمول د ډيرو ولسواليو د مرکزونو په دفاع کې پاتې راغلل او طالبانو ترې ونيولې او دا ادعا يې ناسمه ثابته شوه چې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته له ځان څخه دفاع کولای شي.

په ۲۰۱۵ م کال کې د ګډ حکومت د دواړو ټيمونو تر منځ هم زيات اختلافات ؤ ، داسې راپورونه هم ؤ چې په دواړو ټيمونو کې ځينو سختدريځو د يو او بل د کليدي کسانو په ضد طالبانو ته د بريدونو زمينې هم برابرې کړي دي او شمالي ټلوالې خو بيا په خپلو پخوانيو قوماندانانو او افرادو وسلې هم وويشلې تر څو د اړتيا په وخت کې شورش ته چمتو وي.

خو ۲۰۱۵م کال بيا طالبانو ته هم له ننګونو او هم له پرمختګونو څخه ډک کال ؤ.

طالبان وتوانيدل چې په سيمه کې له هغه فشارونو څخه بريالي ووزي ، کوم چې له ګډ حکومت سره د سولې او مذاکراتو په باره کې پرې واردېدل.

طالبان و توانيدل چې د هيواد په لويديځ ، جنوب ، مرکزي او ختيځو سيمو کې د افغانستان ، سيمې او نړۍ د ځينو استخباراتي کړيو له هڅو سره سره د داعش د نفوذ مخه ونيسي او د داعش په نامه وسلوالې ډلې وځپي.

د طالبانو لپاره ستره ننګونه د دوی د تحريک د بنسټ ايښودنکي ( ملا محمد عمر مجاهد ) د وفات د خبر ښکاره کيدل ؤ ، ځکه فکر کيده چې د ملا محمد عمر مجاهد د نه شتون په صورت کې به طالبان په څو ډلو وويشل شي. سره لدې چې څو کسانو له طالبانو لار بېله کړه او د طالبانو د دښمنانو رسنيو هم د هغوی د مطرح کولو لپاره ډير تبليغات په لاره واچول خو بيا هم په ټوله کې طالبان په دې وتوانيدل چې خپل نوی رهبر په بيړه وټاکي او ټول پرې راټول او خپلې ليکې متحدې وساتي ، د طالبانو بدنه او قاطع اکثريت يو موټی پاتې شو.

د طالبانو نوی مشر هم ډير فعال ، د بهرنيانو او ګډ حکومت لپاره ډير خطرناک ثابت شو.

طالبانو په ۲۰۱۵م کال کې په سياسي برخه کې هم ډيرې نورې لاسته راوړنې درلودې ، د طالبانو هيئتونو د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته سفرونه درلودل ، له بېلابېلو خواؤ سره يې مذاکرات ترسره کړل او په دغه مذاکراتو کې يې هر ځل په خپل مقابل لوري يو ډول اغېز شينده او داسې معلوميږي چې تر ډيره بريده يې په سيمه او نړۍ کې هغه تشويش لرې کړی کوم چې ګډ حکومت او لويديځ د دوی په اړه خپور کړی ؤ.

۲۰۱۵م کال د طالبانو لپاره په نظامي برخه کې د سترو پرمختګونو کال ؤ .

طالبانو په بدخشان ، هرات ، فراه ، تخار ، فارياب ، سرپل ، بغلان ، هلمند ، قندهار او زابل ولايتونو کې له حکومتي ځواکونو څخه ډيرې پوستې ، قرارګاوې ، مرکزونه ، پراخې سيمې او ولسوالۍ ونيولې او په لومړي ځل يې په تيرو پنځلسو کلونو کې په هيواد کې د يو ولایت مرکز (د کندز ښار ) تر خپل کنترول لاندې راوست. په سلګونو عادي او زغروال وسايط ، زرګونه ميله سپکه او درنه وسله ، په لکونو بېلابېل ډول مرمۍ او مهمات او په ډير زيات کميت بېلابېل لوجستيکي مواد يې هم له حکومتي ځواکونو څخه تر ګوتو کړل او خپل ځواکونه يې په ښه ډول پرې اکمال کړل.

طالبانو په ۲۰۱۵م کال کې خپل فوځي تشکيلات نور هم منظم او پرمختللي کړل. او د منتظره قطعاتو په نامه يې د ولسواليو او ولایاتو په کچه خپل ځانګړي ځواکونه رامنځته کړل.

طالبانو په تير کال کې له خپلو دغه نوو ځواکونو څخه د بهرنيانو ، حکومت او داعش د ګواښونو په مقابل کې ډيره اغېزمنه استفاده وکړه .

طالبانو په تير (۲۰۱۵م) کال کې په پلازمېنه کابل او د هيواد په ځينو نورو لويو ښارونو کې حساسو زماني او مکاني مقطعو ته په پام سره يو لړ ځانګړي سرتيري عمليات هم ترسره کړل. لکه د اشرف غني ، د اشرف غني د امنيتي ټيم او د پاکستان د فوځ او استخباراتو د اړيکو له ډير نيږدې کيدو وروسته په بلخ کې په څارنوالانو بريد ، په کابل کې د عدليې په وزارت او د څارنولانو په لېږدونکو بسونو بريدونه ، په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په موټريزو کاروانونو بريدونه ، د پوليسو په اکاډمۍ ، د قصبې په سيمه کې د بهرنيانو په يو مرکز او ځينو نورو اهدافو بريدونه ، همدغه راز د لوګر ولایت په امنيه قوماندانۍ بريد ، په لوګر ولایت کې د اردو په مرکز ، او وروستی يې د کندهار په هوايي ډګر او په کابل کې د هسپانويانو په ميلمستون ډلئيز سرتیری بريدونه ؤ .

سربېره پر دې طالبان په ۲۰۱۵م کال کې په تبليغاتي برخه کې هم ډير فعال او برلاسي ؤ.

طالبانو وکولای شول چې پر ضد يې د داعش تبليغات خنثی کړي او د تبليغ مخه يې په اغېزمن تبليغ سره ونيسي.

طالبانو د خپل رهبر ملا محمد عمر مجاهد د وفات د اوازو او د وفات د خبر د افشاء کيدو له رواني اغېزو سره د ټولنيزو شبکو له لارې ډيره ښه او منظمه مبارزه وکړه ، او په دې وتوانيدل چې د خپلو دښمنانو د تبليغاتو مخه ونيسي او د خپلو ليکو مورال لوړ وساتي.

طالبانو د خپل نوي امير سره د خپل اسلامي امارت د کابينې د بېلابېلو کميسونونو د رئيسانو او غړو ، د خپلو واليانو ، د خپلو ولایتي تشکيلاتو د بېلابېلو بخشونو د مسؤلينو ، د خپل قضائي ارګان د بېلابېلو بخشونو د رئيسانو او قاضيانو ، د خپلو نظامي قوماندانانو ، افرادو ، د خپلو ملاتړو ، او د هيواد او سيمې د جيدو ديني علماء کرامو ، د ديني تعليمي مرکزونو د مسؤلينو ، د علمي او اکاډميکو شخصيتونو او په هيواد کې دننه او بهر د عامو افغانانو او قومي مخورو څېرو او د سيمې او نړۍ په کچه د جهادي حرکتونو او شخصيتونو بيعتونه د خپلو سټوډيو ګانو ، سايټونو او ټولنيزو شبکو له لارې په ډير ښه ډول منعکس کړل او ډير ښه مطبوعاتي پوښښ يې ورکړ او دغه بيعتونو ته د دغه اغېزمن مطبوعاتي انعکاس په مټ وتوانيدل چې د خپلو دښمنانو د پرمختللې ميډيا له لوري د دوی په ليکو کې د بېلابېلو کاذبو ترسيمونو او ويش د تبليغاتو د اغېزو تر ډيره بريده مخه ونيسي.

لنډه دا چې ۲۰۱۵م کال د ګډ حکومت لپاره د ننګونو ، ستونزو او شاته تګونو کال ؤ خو د طالبانو لپاره بيا له سترو ننګونو څخه په بريالي توګه د وتلو ، سياسي او نظامي پرمختګونو کال ؤ .

د راتلونکي علم له الله جل جلاله سره دی ، لوی الله ښه پوهيږي چې په ۲۰۱۶م کال کې به په سياسي ، نظامي او نورو برخو کې بری د چا وي؟

و من الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x