نظــر

د وحدت ملی حکومت او کمزوري بهرنۍ پالیسی

لیکوال: غریب الله هلال
لیکوال: غریب الله هلال

لیکونکې: غریب الله ( هلال )
۵ جدی ۱۳۹۴

د وحدت ملی حکومت په افغانستان کې د دوه دورو انتخاباتو نه ورسته د ډیرو ستوتنځو او مشکلاتو باوجود په وجود کې راغلی، د حکومت دواړو مشرانو د انتخاباتې مبارزي په دوران کې ډیري په زړه پوری د امنیت، پرمختګ، تعلیم تربیه او د بهرنۍ هیوادونو سره او په خاصه توګه د ګاونډیانو سره د یوی باثیاته او با تدبیره بهرنی پالیسی جوړولو خبری کولې، نو دا وه چې ټولو بیچاره افغان ولس چې امینت او پرمختګ ته تګې ناست وو په پوره جوش او خروش د سونو شهیدانو او زرونو زخمیانو دوینی ورکولو په قربانۍ ونډه واخیسته ترڅو د دوي هیلې او ارمانونه چې د درینیمو لسیزو څخه ورته سترګی په لار دي چې امنیت، سوکالې، پرمختګ، د بچو تعلم او تربیه او د نړۍ سره هم سیاله کیدل دي پوره شي خو ډیر په تآسف سره باید ووایم چې د څه د پاسه یو کال په تیریدو د دوي هیلې او ارمانونه همغسی هیلې او ارمانونه پاتې شول.

هر هیواد او دولت د خپل حکومت لپاره د نور دولتونو او خاص د خپلو ګاونډیانو سره د بهرنۍ اړیکو ساتلو لپاره یوه بهرنۍ پالیسی او ستراتیژی لری او ددې پالیسی جوړولو لپاره د هیواد هغه نخبه حقوق پوهان چې په بهرنۍ بین المللی اړیکو کې دوکتورا وی ولری یو ټیم جوړوي چې د هیواد لپاره یوه بهرنۍ پالیس جوړه کړي چې دا ټیم یا ګروپ مؤقت نوي بلکۍ دا په دوامداره شکل وجود لري کومه پالیسی چې دوي د هیواد لپاره جوړه کړيوي د هغی څارنه کوي او که د وخت په تیریدو او د حالاتو په تغیر کوم بدلون ته اړتیا ولری بدولون پکې راولی خو دا پدی معنی نده چې ټوله پالیسی کې دی بدلون رواستل شي ولی چې دا پالیس د پنځوسو نه واخله تر سلو کلونو پوری وي او یا لاهم اوږدیدئ شي.

خو متآسفانه افغانانو ته په تیرو څلور لسیزو کې داسی یو مشر یا رهبر الله تعالی په نصیب نکړه چې د هیواد لپاره یوه پیاوړی، مضبوطه، اوهم محاله معتدله بهرنۍ پالیسی جوړه کړي ترڅو ګاونډیانو ته ځمونږه له خاوری هیڅ قسم دضرر تشویش هم متوجه نشي او هم ځمونږه خاوره د چا په خلاف استعمال نشي که دی ورستیو حالاتو ته وګورو ځمونږه په نش حساب بهرنۍ پالیسی پداسی حال کې ده که لګ هندوستان ته نیږدی شو پاکستان مو استحکام او ثبات ته نه پریږدی که پاکستان ته نیږدی شو نو هندوستان شونډی بوری کړیوي که امریکا سره مو اړیکې لګ پیاوړتیا طرف ته لاړی شي نو روسیه او چین را نه خفه وي او دفشار واردولو په خاطر دحکومت مخالف لوری ته د کومک ورکولو لاسونه ورغځوي او که د چین او رسیه سره مو اړیکې لګ نیږدي کړی نو امریکا او ناټو مو په یو نوم او بل نوم بمبارده وي او دریمه مورچه کې خو ایران او ایران پلوه هیوادونه په ترپ ناست دي چې د موقعی نه استفاده وکړي او خپل اثر او رسوخ په مونږ وتپی.

ډاکټرانو خو د انتخاباتې کمپاینونو په وخت ډیر زیات ماړه ماړه شعارونه ضمضمه کول تا به ویل نن دی که صبا دی دا ملک د زرغون شاه دی ډاکټر صاحب اشرف غنی شعار تحول او تداوم یعنی بدلون او دوام ؤ، ویل به یې چې د هیواد ټولو پالیسنو ته به مونږ بدلون ورکړو حتی د هیواد بهرنۍ پالیسی ته چې څنګه وکولایشو خپل راتلونکي ته پرمختګ، روښانتیا او سکالی ورپه برخه کړو، او دا به یې هم ویله لنډ محاله، مینځ محاله او اوږد محاله پلانونه او پالیسنی به جوړؤ او هغی ته به دوام ورکؤ او ویله به يې چي د لنډ محاله پلان او پالیسی د دولت په ټولو اموراتو کې که داخلی وي او که خارجي زه حساب دهی او معلومات درکونکې یم خو هیڅ یې د لاسه ونشول نه مو لنډ محاله، نه مینځ محاله او نه مو اوږد محاله پلانونه ولیدل او نه چا عملی کړل، ورځ تر بلۍ بتره ده.

او د ډاکټر صاحب عبد الله شعار اصلاحات او همګرایئ یعنی په حکومت کې به اصلاحات راولو او حکومت به په ګډه سره کوو د اصلاحات خو یې په دوربین کې هم نه لیدل کیږي ولی چې فساد دغومره اوج ته رسیدلی دی چې د کرزی صاحب حکومت باندې به شکر وباسی هغه د کفن کش قیصه یې ترینه جوړه کړه، او ګډون خو یې که په مشروع توګه وي او که په غیر مشروع توګه وي وکړه وایی که غوا توره ده شدې سپین دي او لمر په دوه ګوتو نه پټیږي هر څه د ملت نه پټ ندي، خو رابشو اصل مطلب ته د دواړو ډاکټرصاحبانو د نړیوالو په وړاندې هیڅ قسم بهرنۍ پالیسی نلری دورځ ورځ خبره ده که څوک وژل کیږي، زخمیان کیږي، اختیطاف کیږي او که د افغانانو کورونه ویجاړیږي او که په افغانانو دوهم تیابتی جنګ تپل کیږي ددوي پری څه، نو ښه به داوي چې دوي دي پخپله خوښه ملت ته خپله استعفا ورکړي او یا دی یوه پیاوړی، مظبوطه، مستحکمه او هم محاله معتدله بهرنۍ پالیسی جوړه کړي او کړي ژمنی دی عملی کړي.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x