نظــر

دولت له لاسه وتلې سنګین په تبلیغاتو او برتانویانو ګټي

لیکنه : خالق یار احمدزی

له تیرو څو ورځو راهیسې هلمند د سختو جنګ جګړو ښکار دی . له یوې خوا حکومت د وارخطایئ په منزوی پاڼ د خپل واک آخری شیبې شمیری .

له بلې خوا یئ طالب دځان د بریا پیلامه بولی .

حکومت پخپل ټول توان هڅه کوی ترڅو په خیالی ډګر کې دا ولسوالۍ ونیسی نو یئ د خپل فکری سنګر چې رسنۍ دی خورا زور اچولی ترڅو د دوی په ګټه له مبالغې ډک راپورونه برابر او نشر کړی .

دا هڅه لمړی ځل ندی چې حکومت دې دا ډول د دروغجنو تبلیغاتو هڅه کوی .

تر دې مخکې په کندوز کې هم حکومت ورته هڅه کړې وه .

حتا د ارګ په پاڼه چې د رئیس جمهور ترجمانی کوی د طالبانو پسې افترا امیز نشرات پیل شول . همدې مشرتابه د خپل ملت معصومې لوڼې تورنې کړې او . . . . .

خو وروسته هغه د پوزې پیزوان بیرته د دروغجن ولسمشر په پوزه سریښ شو .

وړمه ورځ راپورونه خپاره شول چې برتانوی عسکر هلمند ته دافغان عسکرو د مشورو پخاطر او دهغوی د جنګی مورال د لوړولو پخاطر تللی .

خو دې خبرې دخلکو او ملت په زړونو کې یو ډول شکوک را وپارول .

ځکه سنګین هغه سیمه ده چې یواځې ۱۰۰ برتانوی سرتیرو پکې خپل سرونه ایښی .

او متعصب برتانویان کله هم نه غواړی چې د دوی په قربانیو ترلاسه شوی سنګین دې طالبان ونیسی

ځکه نو د هرچا سره دا وهم مل ؤ چې دې جګړه کې به ښایئ یوځل بیا برتانویان ښکیل شی . خو ګډحکومت په بار بار دا اوازې ردولې.

او طالب ځواکونه یئ د افغان عسکرو دښمنان تعریفول .

خو طالبانو په وار ، وار ویلی چې ګډحکومت د بهرنیانو لاسپوڅی ،ګوډاګی دولت ده او هرڅه یئ د هغوی په همغږی، مشوره او مرسته تر سره کیږی .

هغه ؤ چې نن سهار مې د #‏ټایمز‬ مجلې یو راپور مخې ته راغی . چې غټو تورو یئ لیکلی ؤ .

برتانوی ځواکونه په هلمند کې له طالبانو سره دجګړې په لمړۍ کرښه کې ښکیل شول .

داخبر ماته کوم حیرانونکی خبر ځکه نه بریښیده چې په ځلوونو داسې شوی چې افغان دولت دې له خارجی ځواکونو پناه غوښتې وی . خو میډیا ته بیا دهغوی شهامت دځان لاسته راوړنه بولی .

ولې خارجیان ؟

افغان دولت چې خورا منزوی اداره لری ټوله دیپلوماسی یئ بلواكې او مجهوله ده .

خپل ټول زور له رسنیو او ټولنیزو شبکو وباسی .

میاشت مخکې څیړنه خپره شوه چې د افغان امنیتی ادارو کې تش په نام ۴۰۰۰۰ خیالی عسکر شتون لری .

تیر کال په ورستیوکې هم دې ته ورته یو راپور کې ویل شوی ؤ چې له ۳۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ عسکر له خپلو دندو تښتیدلی وژل شوی او . . . . . .

نو پدې آساس که داشمیرې ۷۰% هم صحی وخیږی نو بیا هم افغان دولت ۲۵۰۰۰۰ فوځ نشی پوره کوی .

نو پدې آساس دوی پوره هڅاند دی چې خپله بریا په خپل خیالی فوځ پورې منحصره کړی .

د ارقامو په حساب په هلمند کې چې د هیواد لسمه برخه بلل کیږی ۳۵۰۰۰ عسکر وجود لری آیا که ټولټال ۱۰۰۰۰ عسکرو هم وجود درلودی هلمند کې طالب ګرځیدی شو؟

نو پدې آساس دوی تبلیغاتی ډګر ترهغو ډیرګرم کړی څومره چې په عملی میدان کې دی .

نوځکه دوی د بهرنیانو بریاهم د خپلو مټو زور بولی .

بل عمده لامل :

دوی غواړی چې د طالب پرضد له پروپاګند کار واخلی . ګواکې طالب افغان خپل فوځ وژنی . ځکه بهرنیان خو نشته .

کله چې خارجی عسکر د جګړې لمړۍ کرښې ته را درومی . او یاهم طالب دبهرنیانو پر میشت ځایونو حملې کوی او دفاعی سپاهی یئ افغان عسکر وی نو بیا د دې فوځ او خارجی توپیر څه شو ؟

دوی رسنیو ته په خوله کې ورکوی چې طالب ترهګر په افغان عسکرو بریدونه کوی . خو که دطالبانو یو میشتنځای په نښه کوی بیا دخپلو بهرنیو همکارانو ته لمن اچوی .

خو بیا دهغوی هر ډول کړنې دوی دخپل لاس ښکار بولی .

افغانستان د جنګ جګړو ،تورونو ، او ناخوالو کور دی . دلته هر څوک دخپل حلیف پښې وهی او په ټول توان سره هڅه کوی ترڅو خپل مخې ته پروت خنډ په هرې ممکنه وسیلې سره دفع او ځان ته لار پرانیزی .

او دا تقاضا د بشریت هم ده خو دلته د تورو چلول څه بل ډول دی .

دلته پردۍ میړانه خپلیږی خو خپل میړنۍ بیا د بل دلاس آله بلل کیږی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x