نظــر

ډله ايزورسنيوته دوستانه وړانديز

habib-ullah-gamkhor

پدې ورستيو کښي چې امريکا دخپل پوځ ديوې برخې دايستلوخبره راپورته کړې ،پدې هکله دنظر څرگندونې گډې وډې زموږ دولس ترغوږوکيږي .دغه ډول گډ وډ نظر اونامعقوله دريزددې لامل گرځي چي نه يوازي زموږ دولس ددښمنانوپر مورال گټورتاثيرښندي بلکي دننه په هيوادکي دکرنسی اوهم دخوراکي توکونه نيولې دمنقول اوغيرمنقولي شتمنی پر نرخونو منفي تاثيرښندي،داچي په افغانستان کي دعام اوبې دفاع ولس پر مورال څه تاثيرلري هرچاته معلوم دي .

ترټولودرددونکې داده چې داډول څرگندونې زموږ دوسله وال پوځ پر ملي اوجگړه ايزمورال داډول منفي تاثير لري لکه دښاغلي کرزی ويناوي،چې کله مخالفين داسلام ،دين ،وطن او افغان ولس دښمن بولي ،خودخپلي ويناپه پاي کي بيا ورته سکنۍ ورور وايي،ځکه خوزموږ وسله وال پوځ نه پوهېږي چې دکرزی دحاکميت دمخالفينوپر وړاندي جنگېږي اوکه دده دناسکه اوياسکه ورورپر وړاندي .

سره له دې چي امريکا اوناټو دټولو پوځی قواودايستلو خبره نده کړې اواميدواريم چي رسنۍ پري پوه وي ،ولي ددي پوهاوی سره بياهم هره ورځ ددې ټکي په گوته کولوسرۀ چې امريکايان په تکرار وايي موږ ټول نه وزو،ناټو اويوشمير نورهيوادونه هم داډول ورته څرگندوني کوي .خو زموږ دولتي اوغير دولتي تلوېزيونونه ددغو عيني فاکټونوسرۀ دپاکستاني او ايراني چارواکو دمورال ساتلوپه موخه تل همدايوه خبره کوي،تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي بهرني پوځيان ووزي څه به کيږي .همداشان کله چي د۲۰۱۴ کال وروسته پېښوپه هکله خبري کيږ ي نوسمدواره داناسمه اوغيردقيقه خبره ورسره يوځاي کيږي چې دبهرنيو پوځيانوتر وتلو وروسته ….. اوياوايي چې پوځيان ووزي داسي به ……….. شي ،هاسي به شي!

پدې ډول څرگندونوسره داسي فهمول کيږ ي چي گويا ټول بهرني پوځيان وزی اوڅه به کيږي؟داچې څه به کيږي ،يانه پدې هکله دافغانستان ټولوهغوکسانوچي دافغانستان په سياسی بهير کښي ښکيل کسانو،ډلو،تنظيمونه اودگاونډايانوپه ځانگړې توگه پاکستان او ايران په پټو اوښکاره مخو خبردی خپل نظرددولتي اوسنيو چارواکواو نړيوالي ټولنې ترغوږو رسولی دي . پدې مسله دملگروملتو سازمان اوددې سازمان دامنيت شوراچي دطالبانو دحاکميت په دوران کښي ئې پر افغانستان دبهرنيو پوځيانوديرغل زمينه برابره کړه هم پوره پوهيږي او راپېښېدونکو ستونزودلوبغاړواودهغوي په هڅوهرشېبه خبراوله نږ دې ئې څاري .

ددې ټولوناخوالوسره اميدواريم چي نړيواله ټولنه افغانستان يوازي پرې نږدي اودبلې خوا افغان ولس دڅولسيزو دناوړو پېښونه بايد داعبرت اخيستی وي چي په ټوپک اودهغه په استعمال زموږ دولس راپېښې ستونزي نسي حل کېداي . په رښتياسره موږ يوه رښتياني ملي تفاهم او ملي يوالي ته اړتيالري،چې پر بنياد ئي دملي حاکميت لپاره ملي مشرتابه پيداکولاي سو اوددې ترڅنگ دملي مسائيلو اوستونزو د معقول درک پر بنياد کولاي سوپه گډه ئې دحل لار پيداکړو . که موږپه رښتياسره دې ټکې ته ديوه ژمن افغان په توگه چي دا وطن زموږاوپرموږ حق لري پوه اودغې ملي ،اسلامي او انساني دندي پلي کېدوته په حقه ملاوتړو پدې باوری يم چې ډير ژر به زموږ دهيواد دسياسي بهيرنه زورآزموينه ،سيالی ،ځانی ،تنظيمي اوگروپی گټې کډه وکړي .موږ به هم لکه دنړۍ نورولسونه دخپل هيواد دجوړېدو اوپرمختگ جوگه سو .

ددې ارزوسره په تکرار وايم چي بهرنيان ټول نه وزي اونه هم دټولوپه وتلو ښاغلي کرزی اوراتلونکی دولتی مشرتابه خوښېږ ي ،دايوه خبره وه چې ترخوله ئې ووتل ،ژر ووزی،ممکن احساساتي سوی وي .زه دکرزی د احساساتي ويناسره موافق نه يم اوداډول دريز دملت په گټه نه بولم .ديوه مشرپه توگه که په رښتياغواړي دحاکميت په ورستيو شېبوکښي يوښه نوم ترې پاته سي ،بايد دملي گټودساتلوپر بنياد دملي او نړيوالو اړېکو په هکله ثابت اوعلمی دريز خپل کړي ، داچي يوه ورځ بهرنيان پر گران اوبله ورځ ئې دخلکو داحساساتودخپلولو په موخه دژورنالستانوپه وړاندي په ډبرو ولي دازموږ دولس ملي اونړۍ وال اعتبار اوگټو ته زيان رسوي .ډير ه به گټوره وی چې زموږ تصويري او سوتی رسنۍ په خپلو څرگندونوکښي يوشمير مسائيلو ته جدي پام ولري ،هغه دروسانو خبره ((راسئ چي هرڅه په خپل نامه يادکړو.)) تراوسه امريکا،انگلستان اوناټوداخبره رسمی نده اعلان کړې چې په ۲۰۱۴ کال دوي ټول له يوه مخه دافغانستان څخه پښې سپکوی ،نوزموږ رسنۍ هم بايددامسله په غلطه بڼه زموږ دولس ترغوږو ور ونه رسوي، زموږ ډله ايزي رسنۍ دملي رسالت له مخې خپل خبر بايد اصلاح اوپه عينی بڼه دخپلو اورېدونکوترغوږو ورسوی .

که دولتي چارواکي دبهرنيوپوځيانودوتلوخبره په ناسمه بڼه دخلکوترغوږورسوی ، زماپه گمان هغوي خلک غولوی ،زه ستاسو داورېدونکي په توگه نه غواړم پر ډله ايزورسنيو زموږ دا زورېدلی ولس بې باوره سي . ومن الله التوفيق

حبيب الله غمخور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x