
د غزلو کېږدۍ
عرفان الله عرفاني
ګل ښکاري ګله ستا دګلو کېږدۍ
ړنګه دې مشه دبلبلو کېږدۍ
جنتي وږم يې خمار خمار کړم
وي دې سمسوره د سنځلو کېږدۍ
وې دروه زما د زړه پر دښته
ډکه له مينې دبخملو کېږدۍ
نيت مې دی کړی يوه شپه پکې کړم
خوند راکوي د نازولو کېږدۍ
د غره لمنه پرې ښايسته ښکاريږي
څه د پردو دي څه د خپلو کېږدۍ
راشه چې سترګې دې درتورې کړمه
دا مخامخ ده دکجلو کېږدۍ
د عرفاني پر کېږدۍ ليک دي اشعار
له نظر مشه د غزلو کېږدۍ