نظــر

بدغونې شپږمه”.. پړ څوک دی؛ افغانان که نړیواله ټولنه ؟

لیکوال: عبدالرحمن فرقاني
لیکوال: عبدالرحمن فرقاني

عبدالرحمن فرقاني

که د “مرغومې په شپږمه” د سره لښکر خونړي ځواکونه د یوه هر اړخیزه خونړي یرغل په پایله کې د کمونیزم د کړۍ د پراختیا په موخه د افغا نستان د اشغال لپاره  افغانستان ته راننوتل، خو د مرغومې په اتمه بیا په افغانستان کې د ناتو میشت ځواکونه چې د ډیموکراسۍ د خورولو، د ترهګرۍ د ځپلو  او په افغانستان کې د نظام د جوړولو تر عنوان لاندې  افغانستان ته راغلي وو، د غربي هېوادونو د شهادت پر بنسټ پرته له کومې لاسته راوړنې خپل جګړیزماموریت ته د پای ټکی ږدي  او د خپل ماموریت بڼه بدلوي او د نوموړي تګ او راتګ  او اوړون او بدلون څخه چې افغانان د کومو بې شمېره ستونزو سره مخ شوي دي، په دې هکله پړ څوک دی؛ افغانان که نړیواله ټولنه؟.

د بشری تاریخ په لړ کې ځینې داسې پیښې واقع شوې، چې دبشریت ګڼ شمېر ملتونه او حکومتونه یې په خپلو پرېکړو کې تر خپل اغیز لاندې راوستي، او د تل لپاره یې یاد تازه او اغیز پریکنده.پاتې شوی، یوه له دغوخونړیو پیښو څخه د ” هولوكوست ” پیښه ده، که څه هم چې یاده پیښه تر ډېره بريده یوه  وهمې پیښه ده، خوکوم مهال چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په عسکري اډو او زندانو کې د بېشمیره خلکو د یو پر بل باندې دانبار شویو جسدونو او په ټولیزه توګه د انسانانو د سوزولو غونډریو دشتون انګازو لپاره پراخه تبلیغات تر سره شول، او صهیونستانو پر دې مزعومه پیښه باندې داسې پانګونه وکړه چې د تل لپاره یې غربي نړۍ پر خپل مظلومیت او محرومیت باندې قانع او د همدغې پیښې په پایله کې چې د منلو او حقیقت په هکله یې هم ډیر شکونه شته دی، ځانته دا حق حاصل کړ، چې په یوه داسې سیمه کې ځانته ځانګړی حکومت ولري، چې د یادې پیښې سره په هیڅ ډول تړاو نه لري، بیا آن تر دې چې د نولسمې پیړۍ په اتیاییمه لسیزه کې یې د دموخه لپاره چې  نوموړی وهمي داستان د بشریت هیر نه شي داسې مسوده ترتیب کړه چې پر اساس یې هیڅوک حق نه لري تر څو یې د واقعیت په هکله شک او ګمان ولري او دا مسوده یې په فرانسه کې تصویب او په پای کې یې په ډېرو اوروپایی او لوېدیځوالو هېوادنو کې تصویب کړه.

دا یو مسلم حقیقت دی، کوم خدمت چې د هغه وخت  صهیونست مشرانو د یهود قوم لپاره تر سره کړ، یهود ملت یې تر پیړیو پیړیو نه شي هیرولی، داسې پراخه تبلیغات او تحرکات یې په لاره واچول چې د اوروپایانو وجدان یې د تل لپاره دې ته اړ کړ، تر څو د مسلمانانو ځمکه غصب  او ورباندې دوی ته ځانګړی حکومت جوړ کړي، له همدې ځایه ده، چې هر کال د جنوری په ۲۷مه نیټه په نړیواله کچه د “هولوکوست” تر نامه لاندې ورځ لمانځل کېږی.

په دې کې شک نشته چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال  او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت  ته یې  غاړه نه ده ایښیې، یې په وار وار د غم په تغر کینولی، چې د “مرغومې شپږمه”  د نوموړې بدغونې لړۍ بنسټیزه برخه ده، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې “هولوکوست”  څخه کم نه دي، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو  افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه  و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چې ټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې  میشت ملتونه او  پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې ژوند کړ، افغانانو له قومي لحاظه دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه او د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و نه دانګل، بلکې د خپل خدای ورکړی اصيل خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور ودانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، یې وحشت وزغامه.

که څه هم چې په افغانستان کې ځینې کړۍ د مرغومې د شپږمې ورځې څخه  لمانځغونډې دایروي، خو آیا د افغانستان حکومت او ملت  ته پکار نده چې پر لاندې ټکو فکر وکړي او د ښې نه ښې پانګونې لپاره په دې اړه موثر او کارنده ګامونه پورته کړي؟.

که جلالتمآب جمهور رییس غني غواړئ چې نوم یې په تاریخ کې د تل لپاره ثبت شي، نو پکار ده، تر څو یې حکومت په دې موخه هغه اقدامات په لاره واچوي، چې د تل لپاره د نړیوال نظام وجدان په دې قانع کړي، چې د افغانانو سرښندنه د ټول بشریت په مخ کې دسرښندنې په توګه و مني، افغانانو د ټول بشریت څخه د دفاع په لار کې خپل هر څه له لاسه ورکړل، خپله ټوله معنوي او مادي شتمنۍ یې له لاسه ورکړه، که د بشریت لپاره یې د کمونستي وحشی نظام څخه د ژغورتیا بیرغ ورپاوه، ټول بشریت ته یې د سولې پیغام راوړ، خو پخپله بیا تر ننه د نړیوالې ټولنې چې په سر کې یې امریکا او غربي نړۍ قرار لري د بي موروتۍ او ناغیړۍ له کبله  د اور او لمبو په څپو کې ژوند کوي.

پکار ده، تر څو د نړیوالو مؤسسو او کنفرانسونو له لارې په دې موخه جدې اقدامات تر سره شي، په نړیواله کچه داسې مسودې د تصویب مرحلې ته ورسول شي، تر څو د افغانستان د ملت سرښندنه څوک د تل لپاره هېره نه کړي، کېدای شي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره تشریف یوسي د فرصت څخه په استفادې سره هلته دا مسله مطرح شي د نړۍ د هېوادنو د ولسمشرانو پر وړاندې د افغانانو د قربانۍ مساله وڅیړل شي.

د افغانستان حقوقي او قضایی مؤسسات باید په دې هکله پراخه تبلیغات او تحرکات په لاره واچوي، دجنایتونو د نړیوالې محکمې له لارې دا موضوع وڅاري، د شواهدو او معلوماتو پر بنسټ هغه داخلي مجرمین، چې د حکومت له منګولو وتلي هم نه دي  په خپله سزا ورسوي.

په کورنۍ کچه کېدای شي دا ډېره مهمه وي:

۱-  د روسانو هغه تالي څټي کمونستان چې د دغه جنایت سره تړاو لري او پکې ښکیل دي او د حکومت په ولکه کې ژوند کوي، پخپله سزا ورسول شي، او په دار وځړول شي، تر څو د زورېدلیو افغانانو زړونه پرې ښاد شي او هغه کمونستان چې اوس هم پخپلو  نوموړو شرمېدلیو کړنو نه شرمېږي او په داګه په رسنیو کې پرې ویاړي او ستاینه یې کوي، محاکمه شي.

۲- جهادي مشران چې اوس تر ډېره برېده د خپلو راتلونکې او ګټو د خوندې ساتلو او جوړجاړیوکې بخت دي، دې په ډاګه خپل دریځ او غبرګون د کمونستانو پر ضد اعلان او تر خپله وسه دې خپل مسؤولیت ادا کړي، ځکه دوی د همدغو سپیڅلیو شهیدانو د وینو په برکت د ملت مشرۍ او رهبرۍ ته ورسېدل، که نه نو “ده کجا و درختا کجا!!”.

۳- پارلمان او مشرانو جرګه دې خپل نفوذ او توان په دې لار کې د حکومت سره مل کړي، د قانوني لحاظه  دې په داسې ټکو غور وشي تر څو په نړیولو محاکم او محافلو کې د افغانانو د سرښندنې بیه له نړیوالې ټولنې او نړیوال وجدان څخه تر لاسه شي او نړیواله ټولنه دې ته اړه کړاي شي، چې د افغانانو سرښندنه په دې اعتبار سره چې د ټول بشریت په لار کې سرښندنه وه ومني، باید څرګنده کوو چې دا کار د یوه اوږدمهالې پروسې په بڼه کې په پام کې ونیول شي.

په پای کې  موږ د خپل حکومت او نړیوالې ټولنې څخه  که چېرې ژوندی وجدان ولري غواړو، چې دافغانستان د مظلوم ملت دښمانان او قاتلین  د عدل او انصاف محکمې ته را کښ، او د بشریت ضد جنایتونو له مخې یې په سزا ورسوي او د افغانانو سرښندنې ته  د تل لپاره درناوی وکړي او هغه تل پاتې سوله او ټیکاو چې د افغانانو له برکته د ډېرو ملتونو په برخه شو، افغانانو ته ډالۍ شي، تر څو نړیواله ټولنه د افغانانو پر وړاندې خپل رسالت ته ريښتنې پاتې وي.

ژوندی دې وي اســلام
تل دې وي افغانستان
Forqani_604@hotmail.com
عبدالرحمن فرقانی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close