نظــر

دحوت دریمه دیرغلګرو شورویانو په وړاندې دجهادي مقاومت دپیلامې په توګه !

زمونږ ویاړلی هیواد په خپل جهادي تاریخ کې دیرغلګروپه وړاندې دجهاد،سرښندنې اوشهکاري ډیرې تاریخي ویاړلي ورځې لري .

ددغوتارخي ورځوله جملې څخه یوه هم ننې ویاړلې ورځ دحوت دریمه  ده چې دهیواد دپلازمینې مسلمانواوغیرتي خلګو دشوروي اشغالګرو په خلاف دهغې سهار دالله اکبر ویلو په ملکوتي ناروپیل کړ.

هوکه ! د۱۳۵۸هجري لمریزکال دکب په دریمه  دکابل غیرتي ولس دشوروي یرغلګرو دبربنډ تیري په خلاف په خالي لاسونو لارو او کوڅوته راووتل او دتیري کوونکوشورویانو اودهغوئ د بي غیرته غلامانو خلقیانواوپرچمیانو په خلاف يې دجهاد اومقاومت  غږ پورته کړ.

دکابل دمسلمانو خلګو دغه ولسي قیام دیوه عام شموله جهادي پاڅون په توګه په ډیرلیږوخت کې دکابل ښارټولوساحوته وغځيدو او دښارټولواوسیدونکو علماو، پوهانو،دپوهنتون استادانو،محصلینو،دلیسواومکاتبو ټولونارینه اوښځینه زده کونکواوعامو ولسي خلګوپه خوراجهادي احساساتوپکي برخه واخیسته .

شوروي اشغالګر اودهغوئ بي ننګه ملاتړي خلقیان او پرچمیان  ددغه ولسي پاڅون  له امله له سختې ویرې  اوترس سره مخامخ شول او دهغه دخاموشه کول لپاره يې  په  خالي لاسو مظاهره چیانو وحشیانه بریدونه وکړ، خو مسلمانومظاهره چیانو دیرغلګرو ددغه وحشت هیڅ پرواونکړه او په هماغه جهادي عزم يې  دښارپه ټولو واټونو اوساحوکې خپلو مظاهروته دوام ورکړ .

هماغه وه چې دتیري کوونکو شورویانو او دهغوئ  دبي غیرته  ملاتړو په  وحشیانه بریدونو کې  په زرګونو  مظاهره کوونکي  شهیدان، اسیران اوژوبل شول  چې  دهیواد ویاړلې غیرتي   پیغله ناهید هم ددغو شهیدانو له جملې څخه  هغه  غیرتي  شهیده وه چې په خپلو سرووینويې  دمیوندي ملالۍ  هیره شوې تاریخي  کارنامه  بیاراژوندۍ  کړه …

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق … ثبت است برجریده عالم  دوام ما

دکابل دغیرتي خلګو دغه تاریخي پاڅون  په حقیقت کې دټول هیواد په کچه  دیرغلګرو شورویانو  په خلاف  دجهادي پاڅون  اومقاومت  لپاره  زمینه برابره  کړه  چې په تعقیب يې دهیوادپه ګوټ ګوټ کې جهادي لاریونونه  او له متجاوزینوسره دمسلح جهاد محاذونه پرانیستل شول  اوپه کم وخت کې ټول افغانستان داشغالګرو شورویانو اودهغوئ دملحدو پیروانو خلقیانو اوپرچمیانوپه خلاف  دجهاد په سنګر بدل شو، چې له امله يي شوریان او دهغوئ  بي عقیدې ملاتړې خلقیان اوپرچمیانو له داسې ماتې سره مخ شول چې په نتیجه کې يې ټولې کمونیستي مفکورې شکست وخوړ او بلآخره دشوروي اتحادپه نوم  لویه  کمونیستي امپراتورۍ دنړۍ له نقشې څخه حذفه شوله.

ټیټ مي مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه …. زه په دې افتادګې کې لوي ګړنګ یم .

نن  مونږ له هماغې ورځې نه  ۳۳ کاله وروسته  دکب دریمه  تاریخي ورځ په داسې حال کې لمانځو چې  په هیواد مو صلیبي اشغالګرو وحشي امریکایانو  تیری کړی  او زمونږ  داسلامي هیواد سپیڅلی حریم يې اشغال کړی .

هوکه ! نن  صلیبي امریکایانو  دپخوانیو الحادي شورویانو په څیر زمونږ په اسلامي   هیوادیرغل کړی ، هماغه مسلمان  ملت يې بیا په هماغه خالي لاس ، ځوریدلي ځان خو قوي ایمان په مقابل کې جهادي قیام کړی  او دلوي الله په نصرت يې دغه مستکبر او وحشي دښمن له هغه برخلیک سره مخ کړی له کوم سره چې سورکمون مخ کړی وه .

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ   .  بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ  (الروم ۵-۴)

البته  دپروني  اونني قیام ترمنځ دومره توپیرشته چې  پرون   داشغالګرو شورویانو په خلاف   ټولې نړۍ  دافغانانو دجهاد  دحمایت په نوم  دهغوئ  ترشاولاړول او دهغوئ مادي اومعنوي  مرسته يې کوله ، خونن  بیا برعکس  دامریکایانو داشغال په مقابل کې ټوله نړۍ د امریکایانوپه حمایت کې  دمجاهدینو په خلاف ولاړه ده .

نړیوال څه چې پروني  ځیني هغه کسان چې  ځان  یې  دشورویانو په خلاف يې دجهادي  صف ترټولو متعهد مبارزین بلل  نن له ډیره بده مرغه  هغوئ   هم  دصلیبي اشغالګرو د ترټولو مخلصو مدافعینو په صف کې ولاړدي  او دخپل مسلمان ولس په  خلاف امریکایانوته  ته  دخپل غیرتي  ولس دځپلو اوله منځه وړلومشورې ورکوي .

لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ  (الانفال۳۷)

په هرصورت !

مونږ  دتاریخي کابل دحوت دریمه  حماسي ورځ  په داسې حال کې لمانځو چې  دلوي الله په نصرت مو نني ځناور صلیبي امریکایان او دهغوئ ټول اطلسي  بلاک (دناټوتړون) دپخوانیو شورویانو په څیر له بشپړې ماتې سره مخ کړی ، همدانن هغوئ لګیادي  په بروکسل کې  دناټو تړون  ددفاعي چارو په کلني غونډه کې  په هغو لاروچارو خبرې وکړې چې څرنګه وکولای شي  له افغانستان څخه   خپلو ماتي خوړلو او مورال بایللو ځواکونوته دتیښتې  لاره  برابره کړي .

پرون په ملحدو شورویانواونن  په صلیبي امریکایانو باندې  دافغان مجاهد ولس دبرحق جهاد بریالیتوب  دالله تعالی ددغه مبارک ارشاد عیني مصداق دی چې  فرمايي :

إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) [آل عمران: 160)

پرون  که  دوه قطبې نړۍ په وحشي روسانو باندې دافغانانودجهاد بریا دشلمې پیړۍ معجزه بلله  خونن په یوې قطبي  نړۍ کې په  مغرو رو امریکایانو او دهغوئ په ناټو والو باندې  دافغان مجاهد ملت  برلاسي  دیویشتمې پیړۍ  بله داسې حیرانوونکې  معجزه ده  چې دباطل دپلویانو له ټول انکار سره سره دهغوئ  خپل پوځي اوسیاسي ماهرین ورباندې  په زغرده اعتراف کوي

والفضل ماشهدت به الاعداء

ان شاء الله دلوي الله جل جلاله په مرسته به  دافغان غیرتي مسلمان ولس جهادي عزم  ته  دننی عصر طاغوت (امریکا ) هم حتما دذلت  اوخجالت سر ټیټوي ، مسلمان مجاهدین به ورباندې غالبه کیږي ، امریکایان به دپخوانیو انګریزانو او پرونیو شورویانو په څیر په ذلت او شرمندګې له افغانستان څخه  شړل کیږي  او ټول  بي ضمیره ملاتړي او عقیده پلورلي  یاران  به يي  دپرونیوخلقیانو په څیر  دملت دمحاکمې  میزته راکاږل کیږي .

په پای کې دي دحوت  ددریمې تاریخي ورځې دټولو شهیدانو کارنامې ژوندۍ ، اومبارکې ارواګانې دې په اعلی علیین کې خوښې اوسوکاله وي .    امین یارب العالمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x