ادبي لیکني

د ژوند یادونه: ریښتوني کیسه

لیکونکی: غریب الله ( هلال )

ډیر ښه مې په یاد شي د ۶ یا ۷ کلو به اوم لمر خپلې زرینې وړانګې  د سری مورګې په کنډو تیتی، تیتی راخوری کړیوي، مور مې هم صبا ناری د سورمرچ د سوکړک په سر د اوږی د اوبو سره په کټ کې ایښی ؤ او د ورایه یې ناری وهلئ ځویه مخ ،لاس او صبا ناری دی وکړه قاعده سپاره دی واخله جماعت درباندی ناوخته کیږي، خوبه وړی مې دروند غږ تر غوږو شو، مور مې چیغه کړه اخ، اخ بیا راغلل اوس به څه کؤ دا کافر به بیا د چا خونه ړنګه وي هله ځویه خوردی دلاسه ونیسه زه به دی وړکی ورور در واخلم د سیند پوری غاړی د (  مین تیګی څمڅی ته ځان رسوه  پلار دی هم لا له وړاندی سهر وختی غره ته د سوند لرګو پسی تللی دی چې کومک یې راسره کړیوی، مونږ لا څمڅی ته نه ؤ رسیدلی چې د کمونستانو جنګې هلیکوپترو د کلی په سر سوري جوړ کړه او د اسمان په فیضا کې یې دورې مانورې شروع کړی په دوهمه دوره یې د کلی غرب څنډه بمبار کړه، او د اسمان فیضا لوګو او دوندونو ونیوله او د کلی نه د اور لمي جګې شوي، خو د الله تعالی فضل او کرم ؤ کلیوال چې د کمونستانو د هلیکوپترو د اواز سره لا د مخکې بلد ؤ ټول د کلی نه وتلی ؤ او کوم چا ته ځاني نقصان پیښ نشؤ کړائ.

پلار جان مې هم د غره نه وارخطا ساه نیولی راورسیده خو د الله تعالی فضل ؤ مونږه ته خیرت ؤ د الله تعالی شکر یې ووستلو او اوږده ساه یې واخیستله.

ماښام مو پلار جان د خپل اکا سره تصمیم ونیوه چې دلته نوری شپی ګرانې دي ښه به دا وي چې د نیکونو پښواني بانډو ته د څو ورځو لپاره هجرت وکړو او پدی صلاح شول، صبا ته مو غاړه غوټه برابره کړه او نور ټول کور مو ډک پریښوده او د بانډو په طرف مو ملا بانګ حرکت وکړو دمعمول مطابق پدی ورځ هم لمر د څیری وهلو سره سم مونږ لا د طالب شاه خان اکا بانډو ته رسیدلی نؤ هلیکوپترو بیا د کلی په فیضا مانورې شروع کړی وي د څو مانورو وهلو نه وروسته یې ټول کلی د راکټونو او بمونود برید لاندې راوستو چې تر څلور پنځه کلومیترو پوری فیضا لوګو او دوندونو ونیوله او کلی مو د اور لمبو خوارک شو.

خپلو بانډو ته په رسیدو راته بانډوالو خپلو کورنو خونئ خالی کړیوي مونږ ته هم امروز اکا خپله یو لویه خونه (کوټه) خالی کړیوه او مونږه ته یې د اخلاص ډکه سینه هم سپړلې او ښه راغلاست ته لاس په نامه ولاړ ؤ شپه مو د کلی د بمبارد په قیصو صبا کړه، صبا ته ورځ هم تیره شوه د ماذدیګر د لمانځه نه ورسته یو طوفانۍ سیلۍ چې باران او سخته ګلۍ یې له ځآه سره بدرګه کوله شروع شوه د سترګو په رپ کې یې ټول فصلونه او د میوجاتو وینې د خارو سره خاوری کړی،
د څو ورخو د تیریدو نه ورسته مو مشرانو پدی فیصله وکړه چې فصلونه مو ګلۍ او باران تباه کړه او کلی مو د کمونستانو هلیکوپترو نو ښه به دا وي چې پاکستان ته هجرت وکړو او خپل ماشومان یو خوندي ځای ته ورسو، د ۱۳۵۹ کال د ثور ۲۷ تاریخ ؤ ورځ مو په یاد نده چې ملا بانګ مالی مو د کمبیر او شینګوړک په لوری حرکت وکړه غرمه محال د ګمبیر سر ته ورسیدو د دمی ( استراحت) ډوډي خوراک او د لمانځه د ادا کولو په خاطر لګ تم شو،  هلته هم د وحشی سرو لښکرو هلیکوپتری راو رسیدی او یو څو انداختونه یې وکړه فقط دوه دری کسه سطحی ټیپان شول نور الله تعالی خیر کړه، شپی ته مو ځان د شنکوړک تنګې ته برابر کړه شپه مو هلته تیره کړه اوپه ۲۹ د ثور ۱۳۵۹  د ملا بانګ مو بیا حرکت پیل کړه د لمر د وړانګو د لګیدو سره سم د محال ویش مطابق د بی رحمه، بی دینه، وطن فروشو کمونستانو هلیکوپتری چې شاید د شوروي پایلټانو یې هم ملتیا کوله روارسیدي تا به ویل چې هم ځمونږ په داخل کې ددوی کوم جاسوس دی او وخت په وخت خبر ورکوي ترڅو مونږه د هجرت کولو نه منع کړي او یا مو شهیدان کړي او همغسی چې مو فکر کاو وشول بمبارد شروع شو بی اوسه، بی اصلحی او ناتوانه ګډوال یې په سپین میدان راحیصار کړو، هغه ورځ د قیامت یې راباندې جوړه کړه ځوی د پلار نه، پلار د ځوی نه، لور دمورنه او مور دلور نه، ورور دورور نه خبر نه ؤ ټول پخپلو وینو او خولو کې ډوب شول دا پنځه هلیکوپتری چې یو به خالی کیده بل به بمبارد ته تیار ؤ د یو ساعت بمبارد نه ورسته چې کله ګرد او غوبار خلاص شو د چغو او انګولا اوازونه د هر طرف نه او ریدل کیدل،  پلار مي په لوړغږ راغږ کړه ځویه چیرته یې مور دی ولیکیده تا غواړی خو د لږ ځند ورسته مې مور او پلار پیدا کړه پلار می مور سر په غیږ کې ایښی وو او دخبرو کولو توان یې نه درلود فقط ځما طرف ته یې کتل او وړکۍ ورور مې چې فقط د یو کال ؤ د هغی په غیږ کې فکاری ( چغی) وهلې بل طرف ته مي پنځه کله خور  په مخ او ولي کې تپی شوی پرته وه پلار مې ډیر اوازونه وکړه ترڅو څوک کومک او همکاری ته راشی خو ټول خلک په خپلو خولو کې ډوب ؤ او بعضی خو لا دمخه تښتیدلی ؤ د څه وخت د تیریدو نه ورسته چې نا هیلی شول پلار مې مور په شا کړه او مشری خور مي وړوکي ورور واخیسته او ټپی خور یې دلاسه ونیوله چې وینی تری بهیدلۍ ځما نور څه په اوس پوره نه ؤ فقط د خپلی اوس مطابق مې د مور پښې چې د پلار د ملا نه ښکته راویزاندي وي ورپورته کولی ترڅو د بمبارد د ساحی نه دری څلور سوه متره لری یو چیني ته ورسیدو هلته تم شول پلار مې مور ته د شهادت کلیمه تکراروله او په خوله کې یې ورته د اوبو څاڅکي  اچول خو په هغی کې نور دم پاتې نه ؤ د شونډو په رپولو یې د شهادت کلیمه تکرار وله تردی چې د شهادت جام یې نوش کړه، پلار مې انا لله وانا الیه راجعون وویله د پلار کاکا ګان مو خبر شوی وو هغوي راغلل او د شهید جنازه  یې راسره واخسته او هدیري ته په رسیدو څلور نور شهیدان هم راوړل شوي وو د مور په شمول مو پنځه واړه شهیدان خاورو ته وسپارل او مونږه ترینه بیا د باجوړ په لور حرکت وکړه د لوی سیند نه په تیریدو لګ حالات نورمال شول دا شپه مو د بچۍ په جامع مسجد کې وکړه دوهمه شپه مو دغاښی پاس د سواده په هوټل کې او په اول د جوزا ۱۳۵۹ باجوړ خار ته ورسیدو او شهیده مور رانه په لاره کې پاتي شوله چې اوس زه ۴۲ کلن یم خو د مور د صبا ناری د اواز انګازي مې اوس هم  تر غوږو کیږي  کله یو طرف ته کله بل طرف ته ګورم خو هیڅ هم په لاس نه راځي.

ومن الله التوفیق

۶ جدی       ۱۳۹۴

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close