افغانستان

ننګرهار: د ظاهر قدير او داعش مليشو يو له بل نه سرونه پرې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه زیات شول په غبرګون يې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال له لوري د ولسي خلکو مليشې جوړې شوې او په سيمه کې يې د يو بل پر وړاندې مورچې ونيولې.

که څه تر دې وړاندې په ننګرهار کې د داعش وسله والو په لاس د ډیری ولسي خلکو د نيولو، ځورولو او وژلو راپورنه ورکړل شوي وو، خو په لومړي ځل په سيمه کې د ظاهر قدير د پلويانو او داعش ډلې د جګړې پر مهال د يو بل څخه کسان نيولي او سرونه یې ورڅخه پرې کړي دي.

د ننګرهارد اچين ولسوال حاجي غالب نن د مرغومي په ۶ مه رسنيو ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د «زوړ سرک» په سيمه کې د دواړو ډلو تر منځ نښته وشوه چې په ترڅ کې يې د ظاهر قدير پلويانو ۵ داعش وسله وال اود داعش وسله والو د ظاهر قدير ۴ پلويان ونيول.

ولسوال غالب وايي چې له جګړې وروسته چې داعش وسله والو د ظاهر قدير له ملاتړو سرونه پرې کړل د ظاهر قدير پلويانو هم د داعش د څلورونيول شويو له ډلې څخه د دريو سرونه پرې کړل او يو تن لاهم ورسره بندي دی.

نوموړي زياته کړه چې دظاهر قدير پلويانو د داعش د وژل شویو غړي مړي د سرک په غاړه واچول تر څو يې ولسي خلک ننداره وکړي او زياته يې کړه چې د داعش څلور واړه نيول شوي کسان د پاکستان د قبايلي علاقې اورکزۍ ايجنسۍ اوسېدونکي وو.

د ننګرهار د يوې دولتي سرچينې د معلوماتو له مخې د ظاهر قدير پلويان سيمې ته د داعش وسله والو د مرکزونو د له منځه وړلو په موخه تللي و چې دغه پېښه رامنخته شوه.

د ننګرهار والي عطاء الله خوږياڼې ياده پېښه تائيد کړه خو وايي چې د دغې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

من أعان ظالماسلّطه الله علیه الحدیث

الحاج استا ذ بیانزی

د کابل غلامه اداری د داعش په اړه داسی معلومیږی ، لکه داعش چه کلی کور کی دننه د دوه کورنیو او یا قبیلو تر منخ یی څه ستونزه رامنخته شوی ، کله نانکله چه یی څه تر منځ پيښ غلامه اداره د پیښی ځای ته ورځی او له هغه وروسته بی څیړنو پلټنی پیلوی . یا داعش یو هیواد او غلامه اداره بل هیواد دی د داعش هیواد له خوا راکټونه فیر شوی یا زمونږ په خاوره کی راننوتی ، غلامه اداره به په دی اړه پلټنی پیل کړی چه رښتیا زمونږ په خاوره کی زمونږ په خاوره کی… نور لوستل »

mohammed

مونږ خو اوریدلو وو چی دوی خو یو بل سره کار نلری دا سنګه قیصه ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x