دجدي شپږمه پر بيخبنايي او مخبنايي وياړنو د يرغل ورځ ده

لیکوال: عبدالرؤوف قتیل خوږیاڼی

لیکوال: عبدالرؤوف قتیل خوږیاڼی

عبدالرؤف قتیل خوږیاڼی

په افغانستان كې نورمحمد تره كي، ببرك كارمل او حفيظ الله امين د ويښ زلميانو د نورو غړيو د بيخبنايي او مخبنايي غوښتنو د ودې او پراختيا په پرتله په نسكوره بڼه د نورو هېوادونو ارزښتپالنې ته غاړه كيښوده او په هېواد كې يې د مو جودو سفارتونو سياسي لارښوونې او مالي پېرزوينې ومنلې. دوى په بهرني ملاتړ د يو شمېر پوځي روڼ اندو ترمنځ د څه نا څه ۵۰ كلن حكومتي شتون د سپكاوي او ړنګولو د هڅې ترڅنګ په ملي وياړونو ملنډې پيل كړې او په هېواد كې د ۱۳۵۷ل كال د غويى د اوومې ناورين رامنځته شو. سياسي جوړښتونه راوخوټيدل او دولتي اډانې نوې شوې.
د تره کي او امين د چټکو ريفورمونو او کمونستي مفکورې د عملي کولو په وړاندې په هېواد كې ولسي خوزښت د جوړيدو په حال کې و، چې د ۱۳۵۸ ل هـ كال د جدي په شپږمه د شورويانو له پوځي يرغل سره نورهم پياوړى شو.
د دوى د اعمالو په وړاندې د خلکو عکس العمل په لاندې ډول و:
((دوى دخداى قانون ته بدلون ورکاوه ، ويل يې، چې:
دا نه منو. موږ د كور، كالو او ډوډۍ ترڅنګ مساوات راولو، غربت ورکوو، بې پيسه ګي ورکوو او ټول خلک به يو مساوي شي)). دا نه شي کيدلى، چې کمونستي رژيم مساوات راولي او پرخلکو يې تطبيق کړي.
واشنګټن، چې په سيمه کې يې خپل اساسي متحد ايران له لاسه ورکړى و؛ په دې وېره کې و، چې د خليج د تېلو پر زېرمو به د وخت شورويان برلاسي شي.
د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار بريژنسکي، چې جمهور رييس جيمي کارتر يې د سيمې له حالاتو خبر کړى و، هغه وويل:
((موږ د راتلونکي په اړه اندېښمن وو، چې د فارس خليج په شمال کې به زموږ دښمن، يا ايران او يا شوروي اتحاد وي)).
د شوروي له يرغل وروسته ډېر زر مجاهدينو د پاکستان په کمپونو کښې لنډه پوځي روزنه ترلاسه کړه ، او په افغانستان کښې يې دننه د جهاد سنګرونه تاوده کړل.
د امريکا جمهور رييس جيمي کارترپه ۱۹۸۰م کال د جنوري په ۲۳ مه د امريکا په کانګرس کې وويل:
((د نړۍ ډېرو هېوادونو پرافغانستان يرغل کړى؛ خو د شوروي يرغل د نړۍ ډېرو هېوادونو له دوه يمې نړيوالې جګړې وروسته سولې ته ترټولو جدي ګواښ بللى او د شوروي د مستعمره کولو وروستۍ هڅې يې غندلي دي)).

د امريکا د ملي امنيتت سلاکار بريژنسکي له مجاهدينو سره د ملاتړ لپاره په پاکستان کې د افغانانو نويو کمپونو ته ورغى او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې مجاهدينو ته د وسلو او پيسو تنظيمولو چارې په غاړه واخلي. نوموړي د خيبر درې له لارې د افغانستان تر پولو ولاړ او مجاهدينو ته يې وښوده، چې امريکا له تاسو سره ده.
بريژنسکي وويل :
((هلته وړاندې ستاسې هېواد دى او يوه ورځ به بېرته ورستنېږئ او خپل کورونه او جوماتونه به بېرته ترلاسه کوئ ، ستاسې جهاد رښتينى دى او خداى ستاسې مل دى)).

د امريکا کانګرس، چې پخوا يې پر پاکستان د بشري حقوقو له سرغړونې او د دغه هېواد د پټ اتومي پروګرام د جوړېدو له كبله مرستې بندې کړې وې ، په بنديزونو يې سترګې پټې کړې او له دغه هېواد سره يې د مرستو لړۍ پيل کړه.
د امريکا د جمهور رييس جيمي کارتر د ملي امنيت مشاور بريژنسکي په ډاګه وويل:
((له پاکستان سره د مرستو تنظيمولو هدف دا و، چې پاکستان به وکړاى شي، چې د اوږدې مودې لپاره د روسانو وينې تويې کړي)).

پاکستان، چې له افغانستان سره دوه زره څلور سوه دېرش کيلومټره پوله ساتلې وه، شوروي پلوه رژيم يې زغملى نشو.
د نړۍ نورو ګڼ شمېر هېوادونو هم د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د شوروي اتحاد يرغل وغانده. د امنيت شورا ويندوي وويل :
((پرافغانستان د شوروي پوځي تېرى مشروعيت نه لري او دا شوروي اتحاد دى، چې دافغانستان په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده)).
په افغانستان کې د مقاومت له زياتيدو سره د شوروي اتحاد د پوځيانو شمېرهم مخ په زياتېدو شو.
ويل کېږي، چې په ۱۹۸۰م کال کې د شوروي د پوځيانو شمېر تر يولک پورې رسيده او د شوروي پوځ ، چې په غرنيو سيمو کې يې د جګړې تجربه نه درلوده له سترو سترونزو سره مخ و او د مجاهدينو د چريکي بريدونو په لړ کې په زرګونه شوروي سرتېري ووژل شول.
له مجاهدينو سره د نورو هېوادونو په څنګ کې د امريکا نظامي او مالي مرسته او د افغانانو له اتحاد څخه د دوى ملاتړ او باور هغه وخت پياوړى شو، چې د الوتکو ضد سټنګر توغندي مجاهدينو ته ورکړ شول.
د شوروي د هوايي بمبارد له كبله د افغانستان کلي او بانډې له خاورو سره خاورې او په زرګونه ښځې، نرينه او ماشومان تر نړيدلو ديوالونو لاندې شول.

په افغانستان کې د نوي اجتماعي او سياسي حالت په رامنځته کيدو حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ، خو د خلكو مقاومت ليکې ورځ په ورځ پياوړې کيدې.

شورويانو په ځمکنيو جګړو کې د زياتو تلفاتو له كبله خپل تکتيک بدل کړ او د مقاومت د ځپلو لپاره يې هوايي بريدونو ته زور ورکړ.

د افغانستان په ختيځ کې پر يوه کلي د شورويانو د بريد يوه صحنه د دغه کلي يو اوسيدونکي داسې بيان کړې:
(( پر ټول کلي يې ظلم وکړ، لږ؛ خو يې مړه نه کړل، چې لږ يې مړه کړل. د خداى بلا يې مړه کړل، چاته يې اورونه ور واچول، څوک يې وويشتل، څوک ، چې د عسکرۍ وړ ول هغه يې له سوړو راوښکل او مړه کول)).
د کلي يو بل اوسيدونکى څرګنده كړې:
(( داسې رقم راکټونه يې استعمال کړل والله، چې پټاکۍ يې په ونو کې نښتې وې، والله، چې زما د زوى ماغزه په ونه کې نښتي ول، والله، چې هغه ونه کې مغزو چينجي وکړل)).

د شوروي نويو او ځوانو عسکرو ته، چې يوازې له درې، څلور مياشتو پوځي زدکړو وروسته افغانستان ته استول کيده، ويل کيدل، چې تاسې په افغانستان كې له امريکايانو سره جګړه کوئ، خو د وخت په تېریدو هغوى ته څرګنده شوه، چې د امريکايانو په ځاى يې له افغان ولس سره جنګ كاوه.
په دې اړه په افغانستان کې د جګړې يو ګډون کوونکى شوروي سرتېرى داسې وايي :
(( په جګړه کې، چې مونږ له يو بل سره غږيدو يو بل ته به مو ويل، چې امريکايان چېرې دي؟
هغوى، خو نشته. د کي جي بي منصبدرانو به مونږ ته تل ويل، چې امريکايان د مجاهدينو تر شا ولاړ دي، هغوى د مشاورينو په توګه دنده سرته رسوي. هغه څه، چې مونږ په کيوبا کې کول؛ خو دعملياتو په زياتيدو دا خبره راته سپينيده، چې امريکايان نشته)).
يو بل شوروي عسکر د جنګي عملياتو په ترڅ کې له ملکي وګړيو سره خپل چال چلند داسې بيانوي :
(( مونږ لومړى ښځې او ماشومان تړل، وروسته مو تېل پرې اچول او اور مو ورته ورکولو، دا يو ظالمانه عمل و؛ خو د ماشومانو لخوا پرمونږ د چاقوګانو حملې کيدلې)).

د ګڼ شمېر شورويانو د وژل کيدو او په افغانستان کې د پوځي عملياتو مخ په زياتېدونکيو لګښتونو له كبله شوروي له دغه هېواد څخه د وتلو د لارو چارو په لټه کې شو. افغانستان له بريژنيف څخه نيولې تر ګورباچوف پورې ټولو سياسي مشرانو يو ناسور زخم ګرځولى و. کله، چې د شوروي اتحاد وروستى مشرګورباچوف واک ته ورسيد او د بيا رغونې تګلاره يې غوره کړه او له افغانستان څخه يې د شوروي پوځيانو د وتلو مفکوره پياوړې کړه؛ نو په يوه مرکه کې يې وويل :
(( جګړه بايد ختمه شي. دا روانه جګړه او لسګونه زره وژني او زرګونه زره نورمعيوبوي. دا د څه لپاره ؟ موږ نه شو کولى، چې دغه شرم له ځانه سره يو سو، د حل لار بايد ورته پيدا کړو)).
واک ته د ګورباچوف په رسيدو د افغانستان د کمونست رژيم په مشرتابه کې هم بدلون راغى او داکتر نجيب الله، چې د ملي روغې جوړې لپاره يو مناسب شخص پېژندل شوى و، د کارمل په ځاى د چارو واګي په لاس کې ورکړشوې.

په دغه بدلون د ملګرو ملتونو په مرسته د کړکچ د له منځه وړلو او د سولې د رامنځ ته کيدو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه خبرې ګړندۍ شوې، چې په ۱۹۸۸م کال کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ژنيو کې يو تړون رامنځته کړ، چې امريکا او شوروي اتحاد يې ضمانت وکړاو د ضامنانو په توګه يې پرې لاسليکونه وکړل.
د دغه تړون له مخې شوروي اتحاد د ۱۹۸۸م کال د مى په مياشت کې د خپل سل زره کسيز ځواک په ويستلو پيل وکړو او دغه بهير۹ مياشتې وخت ونيو، چې په پاى کې د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ په پېنځلسمه او د ۱۳۶۷ ل كال د سلواغې پر۲۶ مه د شوروي اتحاد وروستى سرتېرى خپل هېواد ته ستون شو او په افغانستان کې يې څه کم لس کلن ښکېلاک پاى ته ورسيد او دغه جګړه د دوه سوه زره افغانانو د وينو په بيه ترسره شوه، چې د ۱۳۵۸ ل. هـ کال د جدي پرشپږمه د شوروي اتحاد پربربنډ تېري پيل شوې وه .

اوس ، چې له دې جګړې ۳۶ كاله تېريږي او د وارسا تړون مات شوى؛ ۱۵ كاله كيږي، چې ناتو راغلې او بيا هم د افغانستان د بيخبناوو او مخبناوو ورانوونكيو د ناامنيو تور څادر زموږ پر ګربت ملت غوړولى او د خپلسريو په اور كې سوزي.
د هغې ورځې په هيله ، چې روانې بدمرغۍ نه وي او د عدل و عدالت نظام لرونكي شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د