شعـــــرونه

خداى مهربان دى

خداى مهربان دى يو ځل بيا به زندانونه مات شي
دهرظالم پر سر به كړي خپل ظلمونه مات شي

درب رضا به هله زموږ وي له انوارو سره
چي په توبومو واړه كړي ګناهونه مات شي

نوردي بادار داسي غمجنې شېبې نه راولى
چي دتابوت وجوړېدوته چنارونه مات شي

دخپل ايمان او خپل وطن دشمن ته لاس وركوي
ددې قاتلو اربكيانو دي هډونه په مات شي

چي نه دحق طرفداري كړي نه باطل ته ګواښ كړي
دا بې غيرت دي په كورويې ايمانونه مات شي

هغه به څنګه مسلمان وي چي پرې ننګ نه كوي
چي درقيب په لاس دخويندوپېزوانونه مات شي

يابه يې ځمكه كشوي يابه غازي پرې بر شي
يابه دا واورئ پرې له پاسه آسمانونه مات شي

خواب وآرام بيا بې بلنې تر انګړه ورځي
چي دمظلوم دانتقام په نوم سرونه مات شي

نه چي ددين ستايل پكې وي نه غيرت كي بريښي
په داسي شعر دي الهامه! قلمونه مات شي

2013/04/21

سید احسان الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x