ټکنالوژي

فېسبوک، د فېسبوک ګټې او زیانونه

محمدنور مسلم-

فېسبوک یوه ټولنیزه وېب پاڼه ده چې په ۲۰۰۴ مېلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg) او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو Eduardo Saverin, Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فېسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې وېب پاڼې غړي یوازې د هارورډ (Harvard) پوهنتون په زده کونکو پورې ځانګړي کړي وو، وروسته یې نورو پوهنتونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده کونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل کړل. په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هر هغه چا چې عمر یې له دیارلسو کالو څخه لوړ او د برېښنالیک درلودنکي وو له فېسبوک سره یو ځای کېدلی شول. نن ورځ فېسبوک د نړۍ یوه لویه ټولنیزه شبکه ده چې په ټوله نړۍ کې له یو بلیون څخه ډېر کارونکي لري.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په درېیمه برخه کې د فېسبوک د فعالو کارونکو شمېر په یوه میاشت کې تر ۱.۵۵ بلیون پورې ورسېده.

فېسبوک ګروپ: د فېسبوک ګروپ په وسیله کولی شو له ځانګړو خلکو (کورنۍ، ملګرو، ټولګیوالو او کارکونکو) سره یوځای واوسو. فېسبوک ګروپ بېل شوی تش ځای (Free Space) دی چې مالومات، انځورونه، اسناد (Documents) او پیغامونه کې شریکولی شو.
فېسبوک پاڼه: فېسبوک پاڼه د تجارت، ادارو او برانډ (Brand) لپاره کارول کیږي ترڅو خلکو سره په اړیکه کي وي او خپل مالومات ورسره شریک کړئ.

ګټې یې:

•    فېسبوک نه یوازې دا چې وړیا دی بلکې د خبرو اترو (Communication) تر ټولو غوره لار ده، چې په وسیله یې پیغام لیږل، ویډیویي زنګ وهل، د انځورونو او ویډیوګانو پورته کول بې له کوم لګښت څخه کولی شو.

•    فېسبوک بې له کوم خنډ څخه مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خلکو سره نښلوي. نن سبا د هر ځای خلک له فېسبوک سره بلد دي، دا بلدتیا مونږ ته د دې موقع راکوي چې د نورو هیوادونو له کلتور، رسم او رواج سره بلد شو.

•    فېسبوک د پخوانیو ملګرو د پیدا کولو او د ملګرتیا د ژوندي ساتلو تر ټولو اسانه او هوسا اله ده. کله چې یو ملګری له مونږ څخه لرې چېرته لاړ شي نو له هغه سره خبرې کول د هغه احوال اخیستل مشکل کیږي. فېسبوک مونږ ته دا سهولت راکوي چې په ډېره اساني د هغه د حال پوښتنه وکړو له هغه څخه هر وخت خبر واوسو.

•    فېسبوک زمونږ د احساساتو او هغه څه چې زمونږ په ژوند کې پېښیږي، د شریکولو اسانه لار ده. په وسیله یې خپلې لاسته راوړنې او خپګان له خلکو سره شریکولی شو ترڅو له خلکو څخه تشویق یا مینه او همکاري ترلاسه کړو.

•    د خپلو مالوماتو د پټ ساتلو لپاره مختلف ډول انتخابونه لرو، کولی شو یوازې له ملګرو، خاصو خلکو یا هم له ټولو خلکو سره خپل مالومات شریک کړو.

•    فېسبوک پاڼه او ګروپ چې ورځ تر بلې مشهوریږي، د ادارو او شرکتونو د اعلانونو لپاره تر ټولو مناسب ځایونه دي، او په مرسته یې اداره یا شرکت کولی شي د خپلو بېلا بېلو تولیداتو په اړه له خپلو مینه والو سره په اسانۍ مالومات شریک کړي.

•    فېسبوک مونږ ته د برېښنالیک اسانتیاوې هم برابروي، چې کټ مټ د نورو برېښنالیکونو (Gmail, Yahoo, Outlook….) په څېر ګټه ترې اخیستلی شو، برېښنالیک زمونږ د فېسبوک یوزر نیم څخه عبارت دی. د مثال په ډول زمونږ یوزرنیم Muslim دی نو د فېسبوک برېښنالیک به مو muslim@facebook.com وي.

•    د فېسبوک Newsfeed د وروستنیو پېښو په هکله د مالوماتو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي، فېسبوک پاڼې او کارونکي په پرله پسې ډول خپل مالومات، انځورونه او ویډیوګانې فېسبوک ته پورته کوي.

•    زده کونکي کولی شي د فېسبوک ګروپ څخه په ګټه اخیستنې سره خپلې زده کړې پرمخ بوزي. په ګروپ کې کولی شي د پروژو، کورني کار، ورسپارل شویو دندو او ازموینو په اړه له یو بل سره مالومات شریک او د خپلو ښوونکو سره سلا مشوره  وکړي.

زیانونه یې:

•    فېسبوک یوه ګټوره اله (Tool) دی خو دا هغه وخت زمونږ په زیان تمامیږي کله چې مونږ خپل ارزښتناک وخت ضایع کول غوره کړو. فېسبوک د ځینو خلکو لپاره اعتیاد دی، چې د سیګریټو په څېر پرې روږدي شوي وي.

•    فېسبوک کې جعلي حسابونه (IDs) جوړول ډېر اسانه دي، خلک دغه ډول حسابونه زیاتره د هغو خلکو د ځورولو او رټلو لپاره کاروي چې دوی یې نه خوښوي، په پایله کې یې رټل شوي خلک خوابدي کیږي تر دې پورې چې ځیني یې ځان وژنه هم کوي.

•    فېسبوک کې په زیاته پیمانه ګروپونه او پاڼې دي چې د نورو دینونو ته ښکنځلې کوي او مقدساتو ته یې په سپکه ګوري، د نورو خلکو کلتور او عنعناتو ته سپک نظر کوي، چې دا ډول کار په دې نړیواله شبکه کې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.

•    د زده کونکو لخوا په فېسبوک کې ډېر وخت لګول د هغوی په پایله باندې ناوړه اغېزه کوي.
•    په فېسبوک کې خلک کولی شي مونږ خپل هدف وګرځوي څو زمونږ شخصي مالومات ترلاسه کړي، د دې لپاره باید خپل مالومات په عام ډول (Publicly) پورته نه کړو.

•    نه یوازې زده کونکي بلکې د دفترونو کارکونکي په فېسبوک کې ډېر وخت بې ځایه مصرفه وي، همدا لامل دی چې په زیاترو ادارو کې فېسبوک په پوره ډول بند (Block) وي.

•    زیاتره خلک خپل حساب (ID) د نورو خلکو د ناسم ريپورټ (Report) په پایله کې له لاسه ورکوي، چې دا هم د فېسبوک له زیانونو څخه شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x