شعـــــرونه

زما هلمند

شاعر: مولوي عبدالله رهنما صیب

هلمند هلال دی،
هلمند جمال دی،
هلمند کمال دی،
دا مېلمه پال دی،
هم وطن پال دی،
دا اسلام پال دی.

هلمند سرور دی،
هلمند حرور دی،
هلمند تنور دی ،
هلمنو مو وينه،
هلمند مو مينه،
هلمند به وېنه.

هلمند اتل دی،
هلمند اجل دی،
هلمند تکل دی،
هلمند غازي دی،
هلمند نامي دی،
هلمند مرمۍ ده،
هلمند ډورۍ ده،
(چې د چا لپاره خپله پوهېږئ)

هلمند جهان دی،
هلمند ودان دی،
هلمند جانان دی،
هلمند مو کور دی،
دپردو ګور دی،
هلمند ټکور دی،
هلمند جبين دی،
هلمند حسين دی،
هلمند سنګين دی،
هلمند حقنما دئ
هلمند همنوا دئ
هلمند رهنما دئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x