ادبي لیکني

مرګ او تقدیر

حافظ سفیان خالد-

مرګ په داسي حال کې راغلۍ چې لیست یې په لاس کې وو ، سړي ته يي وويل:

ملګريه! نن دي نوبت دی…

سړي: ددي خبر په اوریدو ډېر ناهیلی سو ویي ویل:

لکن خو زه چمتو نه يم…

مرګ: خو څه وکړم په ليست کې نوبت ستا د نوم دی…

سړي: سوړ اسویلی وایست، ویې ویل: خیر دی، یو شيبه تم سه ، کښينه،  مخکې له تګ څخه بايد څه شی وخورو…

مرګ: همم.. ډېر ښه دادی کښينستم…

سړی: سوچ کي ولاړ لږ شیبه وروسته یې پر شونډو موسکا خوره سوه او په خپل تدبیر کې پر بریالیتوب ډاډه سو، ولاړ سو دخوارک راوړلو لپاره، خوراک کې د نشې څه شی ورکړ او مرګ ويده سو…

سړي: لیست یي راواخیست خپل نوم یې را واخیست، دليست له سرڅخه خراب کړ او دليست په پای کې وليکی..

مرګ: چيیې کله را ويښ سو، نو يي وويل ملګريه! ډیر مزه داره خوراک دی چمتو کړی وو..

دا چي تا زما ډیر عزت او درناوی وکړ  خوښ سوم ستاسو په څير خلګ باید نور هم ژوند وکړي، ددی لپاره چي نوبت تاته ژر ونه رسيږی، ځکه نو غواړم چي بیخي ليست دپای له خوا پیل کړم…

دغه دی تقدير…………..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x