د ټليفون آداب

حافظ سفیان خالد –

اَلْحَمْدُلِلهِ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَی رَسُوْلِ اللهِ، نَبِیّـنَا مُحَمَّدٍ،وَعَلَی آلِهِ وَصَحْبِهِ وَمَنْ وَالاَهُ، اَمَّابَعد:

یقیناً په معاصره نړۍ کي ډېره کارېدونکي آله (ټلیفون) ډېر لوۍ نعمت دی اوستر خدمتونه په لنډ وخت کې، په اسانه طریقه ترسره کوي، هغه کارونه چي موږ باید دهغو دکولو لپاره ډېر زحمتونه وګالو او ورځې اوشپې سفرونه ورپسي وکړو خو دتليفون په مټ کولای سو دڅو دقیقو په ترڅ کي هغه اجراء کړو، خو البته دلته ځینې داسې امور دي چي ددې نعمت دشکر سره منافي اوضد دي، ځینې ملحوظات دي چي باید پري پوه سو اوپه پام کي یي ونیسو ترڅو ددي نعمت څخه بشپړه فایده حاصله کړو اودچا دازاراواذیت سبب ونه ګرځي،

ډېرو پوهانو په دي باندي خبرې کړې چي مسلمان ددې آلې څخه ترڅومره اندازې داستفادې حق لري او آداب يې څه دي ؟

داچي دتلیفون ګټې هرچاته څرګندې او واضحی دي، نو غواړو دلته یوازي دتليفون دآدابو په هکله څو مهم امور بیان کړو چی لانديني آداب او تنبېهات دیادوني وړ دي:
لومړۍ: ټلیفون کي مقصودي خبرې کول: ددي لپاره چی دبي موجبه مالي خسارې اوزیان مخه مو نيولي وي او په خپلولږو خبرو مو چاته دسرخوږي اوتکلیف رسولو مخنيوی کړی وي،له همدی کبله داړيکي په وخت کي باید مقابل لوري ته مقصودي خبرې وکړو اود ډېري اوږدې مقدمې اوډېرو شخصي پوښتنو څخه تېرسو، همدارنګه باید بېله ضرورته دپرله پسې اړیکي نیولوڅخه ډډه وکړو،او داړیکي په وخت کې دفضولي خبرو څخه اجتناب وکړو،ځیني کسان سته چي په کور، موټر، ښوونځی یا مدرسه کی ساعتونه ـ ساعتونه په ټليفون کي خبرې اوکیسې کوي چي دا بیا دیوبل سترنعمت چی (وخت) دی ضائع کول او ناشکري کول هم دي، چی هم یي خپل ځان اوهم یي بل مصروفه کړی وي،خوددې لپاره زموږسره بيله دعا دعافیته بله معالجه نسته.

دوهم: مقابل لورۍ نه زهیرول: بعضی کسان چاته زنګ وهي او په امتحان کي یی اچوي او ورته وايي: آیا ما پيژني؟ که هغه په ځواب کی ورته (نه) ووايي، نو بیا دهغه په ملامتولو پیل کوي، دهغه دهیرېدو یا دشمېری دنه ثبت له کبله دهغه مزاحمت کوي، سره ددي چي مقابل لورۍ به دعلم، قدر اولوړ عمر خاوند وي، کیدای سي دده شمېره دهغه دتليفون څخه حذف سوي وي او یا دتليفون حافظه دډېروشمېرودثبت وړتیا ونلري، په کارده چي داړیکې په پیل کې خپل ځان ورته معرفي کړي اوددي فریشانوونکي اسلوب اوطریقې څخه ډډه وکړي.

دریم: دمقابل لوري دحال خیال ساتل اودهغه عذر منل: کیدای سي هغه مریض وي یا داسي ځای کې قرار ولري چي تاته ځواب یا تفصیلي معلومات نسي درکولای،په مسجد یامقبره کې وي اویا په داسی مجلس اوبحث کې ګډون ولري چي نه غواړې دهغه مجلس خبرې په منځ کې غوڅی کړي اونور داسی……
نوچی کله یی ټلیفون ته ځواب ورنه کړي اویا اړیکه پرله پسي پرې کړي،نو په کارده چي بدګماني ونه کړې او دهغه عذر منلو ته پراخه سینه ولري، خو مقابل لوري ته اړینه ده چي دفراغت سره سم ځوابي اړیکه ونیسي، عذر وغواړی او په خپل مصروفیت اوحال يي خبر کړي ترڅو زړونه یي سالم پاته سي او وحشت اونفرت پیدا نه سي.

څلورم: مسجد ته دداخلیدو په وخت کی موبایل بندول: ددې لپاره چي دلمونځ کوونکو ذهنونه ګډوډ نکړي او لمونځ یی دخشوع اوخضوع څخه بی برخی نکړي. که چیري کله داسي پيښېږي چي دټلیفون بندول ورڅخه هیریږی اوورته زنګ راځي نوپه کارده چی سمدستي یی په اسانه طریقه قطع کړي ترڅوپه لمانځه کي عمل کثیر جوړ نسی، ځینې کسان داسي وي چي پر زنګ باندي یي قِسم ـ قِسم سازونه اوسرودونه تنظیم کړي وي اوچی کله دلمانځه په حالت کي ورته زنګ راځي،نو دلمانځه دفساد له بېري حرکت نه کوي، باید په دې پوه سي چي دتلیفون قطع کول نه یوازي دده بلکي دټولو لمونځ کوونکو دلمانځه اصلاح ده،
همدارنګه که دهيری له کبله دچاڅخه دتلیفون بندول له یاده وځي اوورته زنګ راځي، نو په کارده چي دمسجد امام اونور لمونځ کوونکي دحوصلې څخه کار واخلي بد،رد ورته ونه وايي خصوصًا که دنفرت اوغضب رامینځ ته کیدو بیره وي اویا یوفاضل اومشر څوک وي دهغه توهین کول هم ښه نه دي، زموږ لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم اسوةحسنة(نیکه طریقه) ده، نه ګورو چي هغه څومره مهرباني کوی پرهغه اعرابی چی په مسجد حرم کي بولي کوي:
حضرت ابوهریرة رضی الله عنه فرمایی چی: یو اعرابي راغلی اوپه حرم شریف کي په بولو کښیناست، صحابه وو شور جوړ کړ اوپه قهر سوه خو مهربان رسول صلی الله علیه وسلم ورته فرمايي غصه مه ورباندی کوۍ پریږدئ، اویوسلواغه اوبه په همدې ځای باندي توۍ کړئ، تاسي اساني کوونکې رالیږل سوي یاست نه سختي کوونکي.(بخاری)

پنځم: په موبایل کي دموسیقۍ ساتلوڅخه ډډه کول: ځکه موسیقي ساتل او اوريدل حرامه ده اوخلک په تشویش اوتکلیف کی اچوي.

شپږم: په مجالسوکي خصوصًا په دیني اوعلمي مجالسو کې موبایل استعمالول : ځکه دمجلس خوند اوهیبت له مینځه وړي اوکه علمي مجلس وي،نو دعلم فایده پرشاګردانو کمیږي، په کارده چي نه په داسی وخت کي اړیکه ونیسي اونه ورته ځواب ووایی په ځانګړي توګه که یوعالم،مشر اوددقدر وړسړی خبرې کوي،اویاد وروڼو اودوستانوسره په مجلس بوخت وی، که چیری پوه سې چی ډېر ضروري کار دی نو باید اجازه اوبخښه وغوښتل سي اواړیکی ته ځواب ووایی.

اووم: د اجازي پرته د مکالمې دثبتولوڅخه ډډه کول،اود تليفون اواز دنورو په وړاندي لوړول بیله دی چی مقابل لورۍ خبروي، په ځانګړي توګه که خبري سِری (راز) اوخصوصي وی،هغه که دیني یا دنیوي،علمي یا مالي خبرې وي دعاقل لپاره داهيڅ مناسبه نه ده، اودا یونوعه خیانت اویوقسم نمامت دی ،چي بیله اجازي مکالمه ثبت کړي اوتغیرات په کښي راولي اوبیا یي نشر کړي اویایي انټرنیټ ته پورته کړي، خلاصه داچي که تلیفونی خبري وي اوکه نوری، بیله داجازی څخه يي ثبتول خیانت دی.

اتم: په عامه ځایونو کې دتليفون ایښودل:په داسي حالت کي تاته څوک زنګ وهي ستا همکاران اویاهم کوچنیان ورته ځواب وایی چی دا نه ته اونه مقابل لورۍ خوښوي، یادي تليفون داسي ځای کې ورک کیږی اوغلا کیږی او یاستا تلیفوني پیغامونه چی ته نه غواړې څوک یې وویني، خلګ ګوري.

نهم: دتصویر داخیستلوڅخه ډډه کول، چی سخت حرام کاردی ، خصوصًا په عامه مجالسو کې لکه: کوزدو، ودونو کي اوداسي نور….. ځکه چی ددې عکسونو دنشر په صورت کې په اسلامې ټولنه کې فحش خپریږي دکورنیو ترمنځ نفرت اودوښمني رامینځ ته کیږی.

لسم: درسالو(پیغامونو) اداب ساتل: داچي تليفون داخدمت هم ترسره کوي عاقل انسان ته په کارده چي کله رساله لیږي نو پر زيري اویا تسلیت باندی مشتمله وی اویاهم د ذکر، حکمت اوپند خبره وليږي نه بی مفهمومه اوفحش شعرونه اوخبري چي څوک منکر لاری ته هڅوي.

یوولسم: درسالو ساتل: که ښه اود مفهومه ډکه رساله وي همداسي که یو موثق اوباوري خبر وي باید ثبت پریښودل سي، باید ډیر احتیاط وکړل سی ځکه دا ژر خپریږي اولاس پرلاس ترډیرو کسانو رسیږي که ښه اوکه بدي پایلي ولري دی يي مسئولیت لري همداډول بایدڅوک په تکلیف نه کړو چی داباید حتما حداقل لسو کسانو یاډیرو ته دغه رساله ولیږي که نه دداسي مشکل سره به مخامخ سي چی دایو بد بدعت دی .
دوولسم: دبدو رسالو ساتلوڅخه ډډه کول:چی پربدو او سپکو الفاظو مشتمله وي اویاهم داسی بیتونه اوشعرونه چی دلومړیوڅخه بد ښکاري اووروسته یی معنی دقیقه اوصحیح وي اونورداسی عبارات چي ښکنځل،دروغ اوغیراخلاقی ټوکي اومزاح وي، دا ټول دشریعت خلاف اود ادابو ضد دي.

دیارلسم:
: دچا دذوق اوطبیعت خیال ساتل: ځيني داسي رسالې دي چی عادي ملګرو ته یی لیږو خو که همدغه رسالې یو عالم او مشر ته ولیږو نودهغه دخفګان سبب ګرځي، همدا ډول باید شمیره دقیقه وکتل سي چی داسي نه رساله بل چاته ورسیږي هغه بدګمانه سي یاداسي رساله وي چي دهغه دشخصیت سره مناسبه نه وی.

څوارلسم: داجازي پرته دبل په تليفون کي کتل: ځکه دا دهغه پټ احوال معلومول دي چي دایوقسم خیانت دی، یاداسي رساله ویني چي په مطلب يي پوه نسي نوبیا بدګمانه کيږي اولیږونکي ته هم په کارده چی داسی څه ولیږي چي که بل څوک يي وويني هم بدګمانه نسي.

پينځلسم: په تليفون باندي په مجلس کي بازي اولوبې نه کول: خصوصًا که مجلس دعلمائو اومشرانو وي ځینی کسان په مجلس کي تليفون پورته کښته کوي ګيم اوبازي په کوي اویا صوتی او ويډیويي شیان پري ګوري، ددې ټولو کاروڅخه باید ډډه وکړل سي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د