افغانستان

طالبان: «افغان نما څېرې» دې د پرديو مفکورو له واردولو ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د روسي ښکېلاک د ۳۶ کال د پوره کېدو په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د شوروي يرغلګر له ماتې دې هغه څوک زده کړه وکړي چې پردۍ مفکورې را واردوي.

نن د مرغومي شپږمه چې د شورويان د يرغل له ورځې سره برابره ده، شپږ دېرش کاله وړاندې په همدې ورځ شوروي عسکرو د داخلي همکارانو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

طالبانو په همدې مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې د شوروي اتحاد د يرغل ورځ د هېواد توره ورځ بللې او وايي چې په را وروسته کې د ټولو ناخوالو جرړه پاتې شوې ده.

په اعلاميه کې وړاندې ويل شوي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان ولس له مقاومت نه « نړیوال استکبار » څه زده نه کړل او « د مفکورې په لږ تغیر د يويشتمې پيړۍ په سر کې دا ځل د امریکا په مشرۍ د ناټو بلاک یرغلګرو له نویو بهانو سره افغانستان تر خپل تاخت او تاز لاندې ونیو.»

طالبانو د ناټو يرغل پلويانو ته په اشارې سره ويلي، چې د « اسلام ضد او پرديو مفکورو » له واردولو نه دې ډډه وکړي.

«اسلامي امارت دشوروي یرغل دغه توره ورځ د افغانستان د راوروسته ټولو ناخوالو زيږنده بولي او له اشغالګرو سره په ولاړو افغانما څيرو غږ کوي چې په افغانستان کې داسلام ضد او پردیو مفکورو له واردولو څخه نور ډډه وکړي.»

ياده دې وي شورويانو د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ نصب کړ او د ۱۳۶۸ لمريز کال د سلواغې په ۲۶مه سر ځوړند تېښتې ته اړ شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x