نظــر

پښتو، وحدت او ښاغلى همدرد !

پښتو ژبه، په اوسني پېر كې  خواره او له نظره پريوتې  ښكاري. پريوتې په دې معنا، چې له پښتو سره د مور په ځاى د ميرې سلوك كيږي؛ د گوتو په شمېركسانو د دغې درنې او لرغونې ژبې د علمې شتمنۍ  خواخوږۍ ته رادانگلي، خو چا په كې داسې كتابونه ليكلي نه دي، چې د نورو ژبو ليكوال يې د اخذ په توگه وكاروي. په روان مادي بهير كې له هغې ژبې سره ليوالتيا ښودل كپږي، چې څه ترې تر لاسه كيدلى شي.

اوس څوك له چا سره له دالرو پرته په تش څه د ملالت احساس كوي پاتې شوه د يو كتاب لوست ته د زړه ښه كول.

پښتو ژبه د افهام او تفهيم يوه وسيله ده، خو له ژوندانه سره يې مطابقت پيداكړى، چې تقريري، تحريري او اشاروي بڼې لري.

په پښتو ژبه كې لهجو د بېلوالي ستونزه رامنځته كړې، چې له منځه وړل يې د ژبې معياري كول دي.

معياري ژبه هغه ده، چې ډېر خلك پرې وگړيږي، وپوهيږي او څېړونكي په كې له ستونزو سره مخ نه شي. 

د پښتونخوا په سياسي او فرهنگي ډگر كې وحدت پښتو ورځپاڼې گټور كار كړى او مخكښان يې لگيا دي په دغه لار كې مخ په وړاندې گامونه پورته كوي.

په دغه برخه كې د مشر پير ښاغلي همدرد زيار د ډېر ارزښت وړ دى. ان كه ووايم، چې وحدت او ښاغلى پيرسفيد شاه همدرد دوه داسې نومونه دي، چې له يو بل څخه نه شي بيليدلى، بلكې د دغه ښكلي نوم د خاوند هڅې د زيات شاباسي وړ هم دي.

ما(قتيل خوږياڼي) ښاغلى پير د كابل د هېواد ورځپاڼې په دفتر كې، چې زه د دې ورځپاڼې نشراتي مرستيال وم وليد. د دغه سپين ږيري ژورنالست خوږو خبرو ځانته جذب كړم او ورسره د ډېرو خبرو هيله من هم  شوم، چې له ژورنالستيكي تجربو يې كار واخلم.

دوى غوښتل، چې وحدت ورځپاڼې ته په كابل كې د استازيتوب څانگه جوړه كړي. د دوى د هلو ځلو په پايله كې دا كار وشو او وحدت ورځپاڼې په جلال آباد و كابل كې دغه څانگې پيدا كړې.

وحدت ورځپاڼې د لرو او برو پښتنو په املا او انساء كې بېلوالى د نشت تر بريده ورساوه. په دې كار كې د مهاجرو پښتنو ليكوالو او انصارو ليكوالو په ځانگړې پاملرنه د وحدت ورځپاڼې په منځگړيتوب د خلكو ژبنى وحدت رامنځته كړ.

په وحدت ورځپاڼه كې د پيرهارون شاه او پير رحمدل شاه منډې رامنډې هم د ستايلو وړ دي او د كار بريا ته يې په شا ټپوم او خدمتونه يې د ډاډ وړ بولم. دوى په ډېره مينه د خپل وياړمن پلاركار ته اوږه وكړې او وحدت ورځپاڼه يې دې ته رسولې، چې د هر پښتون په لاس كې ليدل كيږي او ترې په روانو حالاتو ځان خبروي.

پښتو ژبه د يوه، دوه، درې او څو كسو په زيار راهسكه شوې؛ خو گډو هڅو ته اړتيا ورته په ځاى پرته ده. په دغه برخه كې پښتو پوهانو، عالمانو او ملي پانگوالو ته سترگې اوړي، چې د اخباري مقالو تر څنگ په پښتو ژبه د بېلابېلو علومو كتابونه تاليف او يا يې وژباړي او د چاپولو لپاره يې څېړنيز مركزونه او خپرندويې ټولنې چاپولو ته سينه پراخه كړي.

په دې برخه كې كه مشر پير ته مخ وراړوم، چې د خپلو امكاناتو په صورت كې د وحدت ورځپاڼې تر څنگ د كتاب خپرولو او چاپولو څانگه په خپل نشراتي تشكيل ورزياته كړي؛ دغه خدمت به يې په طلاوو وتلل شي.

اوس داسې هڅې گړندۍ شوي، چې پښتو يوه بدوي ژبه وښيي او كرار كرار خاورې پرې واړوي. دا دښمنانه هڅې به هيڅكله بريالۍ نه شي؛ ځكه، چې پښتو څېړنيز مركزونه او خپرندويې ټولنې د ټولو نامطلوبو كړنو او اقداماتو خنډ دي او په خپلو مالي لگښتونو او علمي ولولو نه پريږدي، چې پښتو له منځه لاړه شي.

له بلې خوا هغه ژبې، چې ويونكي يې له لس كروړ ډېر دي ټولې ۶۵ ژبې دي؛ خو پښتو په كې څلوېښتم مقام لري.

د نړۍ د ژبو د اطلس په حواله كومې ژبې، چې د ويونكيو شمېر يې له ټاكلې اندازې لږ وي د له منځه تگ امكان يې زيات دى او په اصطلاح قلت په كثرت كې حل كيږي.

د يادونې وړ ده، چې قاضي سيف الله د محمود غزنوي په دربار كې پښتو ليكدود له كفري ليكدود څخه رابېل او اسلامي رسم الخط ته راواړاوه.

په پښتو كې پر زركلونو برسېره هيڅ ادبي آثار نشته. په داسې حال كې، چې پښتو د پېنځه زره كلونو راهيسې ويل كيدونكې ژبه ده او پټې خزانې په كې د امير كروړ جهان پهلوان لاندې پخه وياړنه خوندي كړې ده.

زه يم زمرى په دې نړۍ له ما اتل نشته

په هندو سند و په تخار و په كابل نشته – له ما اتل نشته

دا ژبه كار او د افغان ملي خواخوږي غواړي تحقيق ته په كې اړتيا ليدل كيږي، چې له تاريخه لويدلې پاڼې يې په رنگينو آثارو مزينې شي او د پښتو ژبې مغرضو مخالفينو ته د سترگو د اغزي په شان راوټوكيږي او خپل لرغونتوب ژوندى وساتي.

په پاى كې بايد ووايم، چې وحدت ورځپاڼې د مهربانې مور په څير په خپله غېږه كې ځوان شاعران هم په ملي روحيه روزلي او روزلو ته يې دوام وركوي.

د وحدت ورځپاڼې د كاركوونكيو په تېره بيا د ميا فاروق شاه فراق فرهنگي كار او زيار ته هم په درنه سترگه گورم او په دغه برخه كې  د احسن الخالقين له درباره ورته د ډېر توفيق غوښتنه كوم.       

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x