له اوښ سره د موږک مينه

حافظ سفیان خالد-

موږک چې کله اوښ وليد ، زړه يې پرې وبايلود ، له خبرو اترو وروسته اوښ د ملګرۍ په تاييد سر ورته وخوځاوه، موږک اوښ ته د میلمستیا بلنه ورړه چې اوښ هم ومنل، او په موږک پسې دهغه دکور په لوري روان سو، چې کله د کور وَره ته ورسيدل، اوښ خپل لوی صورت او حجم ته او د مږک  دکور کوچني وَره ته فکر يووړ ، اوښ موږک ته ږغ کړ :

یا خو داسي کور ځان ته غوره کوه چې د محبوب سره دي مناسب او وړ وي، او يا داسي محبوب به ځان ته غوره کوي چې له کور سره دي مناسب وي.

ابن قيم رحمه الله په «بدائع الفوائد» کې له  دغې اسطورې لاندي ليکي:

یا  خو داسي لمونځ کوه چي د معبود سره دي لایق او مناسب وي، او يا داسی معبود غوره کوه چې دلمانځه سره دي لایق او مناسب وي..

که لمانځه کې پاته راغلې ، نو د ژوند ټولو چارو کې پاتي راغلي ، کورنۍ، اولاد، ښځه ، وظيفه او صحت کي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د