نړۍ څنګه پرمختګ وکړ؟

لیکوال: عزت الله شینواری –

په یو حدیث شریف کی راغلي دی چی انسانانو تر منځ ترټولو غوره هغه څوک  دی ، چې نورو انسانانو ته یې ګټه ورسيیږي  مونږ مسلمانانو ته پکار ده چی د خپل هیواد د پرمختګ لپاره کوښښ وکړو چی د نړی تر نور وګړو ورسته پاتي نشو که هغه په هره څانګه کوي الله ج موږ ته روزي را کوي او یوازی په تنبلۍ د نه روږتیا لپاره یي موږ ته د کار کولو امر کړی.پټی کولبه کوې، تخم په کې شیندې ، اوبه ورکوې، پالنه یې کوې……… او داسی نور کارونه . که چیری دا څیزونه تیار جوړ وای، نو آیا موږ به نني پرمختګ ته رسیدلی وای.

پوهانو او عالمانو ډیر لږ د خدای ج اسرارو ته لار پیدا کړې او د هغو په رڼا کی يې لږه څیړنه کړې دا څیړنه او کار تر اوسه روان دی.  که را شو بریښنا او ګروپ ته فکر وکړو دی ته په قران کی اشاره شوي ده خو هغه مسلمانانو نه دی جوړ کړی بلکه کافرانو جوړ کړی  ځکه چې الله ج د عالمیانو رب دی د تخنیک په برخه کی یی د مسلمان او کافر تر منځ فرق نه دی کړی  او هر هغه څوک چې په دی اړه څیړنه کوی هغه ته یی پوهه  او د کار نتیجه ورکوي.

که چیري موږ د الله ج د هغو امرونو په اړه چی قران کریم کی الله ج فرمایلی دي که مو په دغو امرونوعمل کړی وای او له دغو ارشاداتو مو څه زده کړي وای او د هغو په اړه مو څیړنه کړې وای نو ډیر نوښتونه او اختراعګانې به مو سرته رسولې وای لکه څنګه چی تاسې پوهیږي مسلمانانو قران کریم ځانته د سمی لاری د پیدا کولو لپاره د رڼا په څیر و نیو نو پرمختګ یې وکړ د بشریت مخکښان شول  پدی میدان کی يی کافرانو ته لارې و ښولي.

که را شو وګورو لومړۍ بیړۍ ته چی د نوح علیه سلام په واسطه الله ج انسانانو ته وښوده  د نوح علیه سلام بیړۍ  د نړۍ تر ټولو لومړڼی جوړه شوې بیړۍ وه او د بیړي  جوړښت د الوتونکو او کب د سینې پنجرې ته ورته و.

نن انسانانو د دې نمونې له مخې ډیري لوي او وړې بیړۍ چی هستوی انرژي په واسطه حرکت کوی جوړوې که چیری ماهی نه وای انسانانو به دا فکر کړي وه چی د اوبو لاندي حرکت وکړی.

د اختراع لپاره باید د هغه شی یوه نمونه ولرو او د هغی په رڼا کی د بل شی د اختراع فکر کولو سره بریالی کیدلی شو د نوح علیه سلام بیړۍ د پرونیو، ننیو او راتلونکو هر ډول بیړیو نمونه او زیږونکې ده

قران کریم مونږ ته وايي چی داسی نور شیان نور هم په نړۍ کی شته او د نړۍ انسانان کار ته هڅه وی چی انسانان پرمختګ وکړی.

یوه مسلمان له یو انګریز موندونکي څخه په لندن کی وپوښتل چی : تاسی څنګه پر دومره موندنو او اختراعګانو بریالی شوی ؟ هغه انګریز قران کریم ته اشاره وکړه او ویی ویل ستاسی کتاب لولم او په هره لاره کې يې چې اشاره کړې څیړنه کوم  چی د سترو بریاوو سره دومره موندنې تر سره کړې.

څه وخت مخکښی یو افغان سرتیری ته په هند کی لاسونه ورواچول شو نو ماته ورسره د حضرت محمد ص یو معجزه رایاده شوه هغه معجزه ننیو خلکو ته د علمی حقیقتونو لپاره لار پرانیزي.

د بدر په غزا کی معاذ بن عمر نومی یوه ځوان د اسلام پر ستر دښمن برید وکړ د ابو جهل د زوی عکرمه ورته پام شو او د خپل پلار د ژغورلو  لپاره یې پر معاذ بن عمر برید وکړ او د هغه مبارک لاس يي پرې کړ معاذ له خپل پرې شوی لاس سره حضرت محمد ص ته ورغی او هغه مبارک د معاذ لاس را وا خیست او بیرته یې ورته په خپل ځای کیښود د مبارکی خولې لاړې یی پری و موښلي او دعا يې ورته کړه د معاذ لاس روغ شو.

د حضرت محمد ص د زرګونو نورو معجزو څخه یوه  معجزه دا وه چې بې ګنډلو يې د دی کار عملیات تر سره کړ.

د حضرت محمد ص دا معجزه نوور پوهانو او ډاکټرانو ته یو اشاره وه د دې معجزی په څیر کار تر سره کول ناشوني دي خو د دې معجزې پر بنسټ ورته کار سرته رسول شونې دي. پرې شوې ګوتې او لاسونه په عملیاتو سره بیرته ګنډل کیږي او سریښیږی . رسول الله ص طب متخصیصنو ته دا دریڅه پرانیزي او يو پیغام ورکوي چی زیار و باسی اوپه طب کی دومره پرمختګ وکړی چی پرې شوی لاس بیرته و ګنډئ او الله ج چی کومی اسانتیاوی او پوهه در کړې له هغې استفاده وکړئ او د نړۍ پرمختګ او د وګړو د اسانتیا لپاره زیار وباسې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د