ادبي لیکنينظــر

اسير طالبه!!!!!

محمد نظيف ګوهر

ستا په اړه مې ستا د زندان د ملګرو له خولې بېلابېل کيسې اورېدلې وې

ستاسو د ژوند په اړه مې د ظالمانو دشکنجو او تعذيبونو داستانونه اوريدلي وو

ستاسو د وهلو،ټکولو او ربړولو دردوونکي انځورونه مو ليدلي وو.

هو ما به دا فکر کاوه چې دا به حقيقت نه وي

خو بيا به په خپل فکر کې غلط وم چې ولې به حقيقت نه وي

دا ټولې خبرې رښتيا دي

ځکه چې په زندان کې عالمان، قاريان، طالبان او عام مجاهدين زندانيان دي

دوی به ولې دروغ وايي دا خو الله (ج) ته تر ټولو نږدې او سپېڅلي خلک دي

خو باالاخره ستاسو ټولې کيسې او حالات راته واقعيت ښکاري

ځکه چې اوس نړۍ په هغه حال نه ده پاتې

چې د زندان په داخل کې دې د زندانيانو له حال دبهر دنيا خلک نه خبريږي

اوس  ځينې زندانيانو ته الله (ج) د ازادۍ موقع ورکړې ده

او هغوی هم ټولې کيسې د ژبې او قلم په ذريعه زمونږ تر غوږونو ته  را ورسولې

اسير طالبه!!!!!

تر دې وړاندې هم په رسنيو کې ستا د دردوونکي حالت انځورونه خپاره شوي وو

خو نن مې يو ځل بيا په ټولنيزو شبکو کې ستا هغه ويډيو وليدله

چې د دښمن د ډېر ظلم او وحشت له امله مو خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی

اسير طالبه!!!

کله مې چې ستا حالت وليد، نو په ځان کې مې دا ځواک نه ليده چې ستا دغه ځورونکی حالت دې تر پايه وګورم

خو بيا مې هم په دې پلمه چې ستا پر وړاندې ددښمن وحشتونه او ظلمونه لا ښه راته معلوم شي

ستا په اړه د دښمن اصليت ښه راته معلوم شي

تر څو که خدای (ج) کول سبا ترې ستا پوښتنه وکړم او ستا انتقام واخلم

اسير طالبه !!!

هغه مهال چې تا د ډېر ځور، کړاو  او شکنجو له امله خپل اعصاب له لاسه ورکړي وو

او د ګوډاګۍ ادارې عسکرو درباندې لا ملنډې وهلې

او تا له خپل اختيار په وتلي حالت کې بې اختياره حرکتونه کول

او ددې ترڅنګ دې په بدن کې دومره سيک نه و پاتې چې په خپل ځان تکيه شې او سم کېنې

دا ستا هغه وخت و چې بايد ژر ترژر تر تداوۍ او درملنې لاندې ونيول شې

دا ستا هغه حالت نه و چې لا  په لغتو اوسوکانو ووهل  شې

دا ستا هغه حالت نه و چې د سر له وېښتانو دې راکش کړل شې

دا ستا هغه حالت نه و چې د د ښمن د مسخرو او ټوکو اله وګرځې

خو اجيرو عسکرو له خپل بادار نه زده کړی وحشت پر تا تکراراوه

هغوی بيا هم په دغه حالت کې ستا په  ګرد وهلو زلفو کې لاسونه واچول او کشکولې يې

هغوی بيا هم ستا په چنګ او زندان وهلي بدن کې څادر واچاوه

او ته يې د زندان په بلاکونو کې کوڅه په کوڅه په ځمکه وڅښولې

اسير طالبه !!!

دا حالت زمونږ نه هيريږي

دښمن دې خپل ظلمونه وکړي

او څه چې يې ستا په اړه په ذهن کې دي ترسره کړي

خو  دادې په ياد ولري چې

يو ورځ داسې راتلونکې ده چې ظالم سره به د خپل ظلم حساب کيږي

او مظلوم ته به د هغه د ظلم په بدل کې اجرونه او امتيازات ورکول کيږي

اسير طالبه !!!!

ته مه خفه کېږه الله (ج) له تاسره دی

ته مه خفه کېږه مونږ له تاسره يو

ته مه خفه کېږه مجاهدين ستا د انتقام د اخيستلو له پاره چمتوالی نيسي

او ورځ به راشي چې هغه نن چې پر تا ظلم کوي او ته يې په منګولو کې يې

سبا به همغوی ستا په منګولو کې وي او د خپل جرم په سزا به يې ورسوې

اسير طالبه !!!!!!

دا ورځ مه هېروه دا ورځ ډېره ژر راتلونکې ده

د مظلومانو د مظلوميت او د ظالمانو د دظلم د بشپړو ختمېدو په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکراللہ

اللہ خودی پہ قلم اوپہ گوتوباندبرکت واچوی

الحاج استا ذ بیانزی

مسلمانانو ورونو هغوی ته خپلواک ووایاست چه د د جالانو او دهو دغلامانو سره په زندانو کی براته دی هغوی د الله ج اصلی هغه بندګان دی چه الله ج له دوی او دوی له الله ج راضی دی هغوی په هماغه زندانو کی خپلواک ځکه دی چه دجال په خپله بندګی او اسارت مجبوروی چه په خپله خوښه اسیران شی زه به ډالری او مقامونه هم درکړم که نه د خپلو دوزخو یوه برخه به درته په برخه کړم خو د دجال دغه دورخونه د هغو د باره په جنتونو بدلوی ، مونږ هغه زړه نه لرو او مونږ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x