افغانستان

کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ چارواکي وايي چې تېره شپه د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبيب سیدخيل وايي چې د بهادرشا په کورنۍ کې د نوموړي په ګډون دوه مېرمنې، دوه ماشومان او دوه سړي وژل شوي دي.

د هغه په خبره وژونکو په دې پېښه کې د دې کورنۍ يوه مېرمن ټپي کړې ده.

سیدخېل دعوه کوي چې دا پېښه وسله والو طالبانو ترسره کړې ده او په وينا يې د بهادرشاه کورنۍ له طالبانو سره ستونزه درلوده، خو د ستونزې یادونه يې نه ده کړې.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په ياده پېښه کې لاس لرل ردوي او رسنیو ته يې په لېږلي پیغام کې ويلي چې د دوی ملګرو تېره شپه د کونړ په یاده ولسوالۍ کې کوم عملیات نه دي ترسره کړي.

دا پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل شول.

د ننګرهار امنیتي مسوولینو پر دې جرم تورن کس ونيو او ويې ويل چې پېښه د میراث پر سر رامنځته شوې ده، خو وژونکي ويل چې د کورنۍ دوښمنۍ او ناموس ساتنې په خاطر يې دا کار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x