نظــر

څېړنه :لوڅ مخونه اوبمونه !

په بي بي سي پښتوویبپاڼه کي مي دنجیب منلي کالم (داکابل د ی:دکابل ښځې ولې  مخ لوڅې  شوې ؟)ولوست ،ښاغلی منلی  لیکي چي :افغانان هم ترنوروشاته نه دي دوالټین ډي (مینانو)په ورځ  ۲۰۰ښځوددارالامان  له نړیدلي ودانۍ څخه دپارلمان تراوسنۍ ماڼۍ پوري لاریون وکړ،دوی وویل :دښځوسره تر۳۰۰۰زیاتي دناوړه چلندپیښي ثبت شوي دي ،اوله ښځوسره په تاوتریخوالي کي ۲۰سلنه ډیروالی راغلی دی .منلی دلاریون کونکوپه پاسنۍ جملې پسي لیکي :((خودایې ونه ویل چي دغه رقم دکومي احصائیې پربنسټ موندل شوی دی )) منلي ته دافغانستان غوندي کم نفوس هیوادکي  دبېساري جرمونوله منځه دیادشوي شمېر جرمي قضیوثبت  پرته له دې چي دعاملینودمحاکمې غوښتنه یې وکړي ښکلی پرمختګ برېښي:

((د۳۰۰۰قضیوثبتېدل  دپخواپه پرتله چي چادشکایت کولوجرات  نه درلودښکلی پرمختګ دی )). خومنلي صاحب پردې غورنه دی کړی چي دمجرمینوپه وړاندي عملي – قانوني اقدام نه وي ،دقضیوتش ثبت به د ربړیدلو دهیڅ درددواهم نشي ، یوازي دقضیوثبت اواعلان نه یوازي داچي ښکلی پرمختګ نه دی ،بلکي جرمونوته نوره هم لاره هواره ول دي ،قلم مار په لوی زړه په دفترونوکي دقضیودثبت په پلمه دخلګوجیبونه وهي اوټوپکماربه  وهڅیږي چي په «شهربې پرسان   »کي دناموسونولوټ ته  لازورورکړي .

منلی دبل سپکه دځان درنه داسي پیلوي  :(( څېړونکي مو واقعیتونه په زړو کتابونو کې لټوي او کارپوهانو ته مو په خوب کې د ارقامو او فیصدیو الهام کېږي نو بیا که د روانو حالاتو په اړه فکر کول غواړو پرته له آفاقي مشاهدې بله وسیله نه لرو.غواړم همدغسې یوه مشاهده له خپلو درنو لوستونکو سره شریکه کړم:سږکال په کابل ښار کې د نجونو او مېرمنو غوڅ اکثریت لوڅ مخ ګرځي. بورکه والې د ګوتو په شمار دي، هغه چې پخوا به یې پر مخ نیم ګز څپوڼی راغوړولی و، پوزه او خوله به یې په کې پټې کړې وې، تقریباً نورې نه تر سترګو کېږي.چې د خپلې مشاهدې له کره والي ډاډمن شوم، په دې لټه کې شوم چې ځان د دغه بې ساري بدلون په علت پوه کړم. له ډېرو مې پوښتنې وکړې خو یوازې دوه درې تنو را ته د ځواب په بڼه یو څه وویل.لومړۍ خبره مې را ته خپلې مېرمن وکړه:چې په بورکو کې بمونه میندل کېږي او د حجاب تر شا نیم ګز ږیرې پټېږي نو بیا څوک ولې په لوی لاس خلک پر ځان شکمن کړي؟ پخوا به ښځو خپل مخ پټاوه چې څوک یې و نه ویني، اوس خپل مخ ښکاره کوي چې هر څوک پوه شي چې هغه څوک چې مخې ته راځي یوه پتمنه افغانه مېرمن ده، تر ښځینه حجاب لاندې ږیرور ترهګر نه دی)).

 په پورته کرښوکي استادمنلی په افغان اصیل کلتور(چادري اوږیره )څنګه استادانه تمسخرکوي ،اول خوداډول پیښه  چي ږیره وردي په بورکه  ځان پټه وي  دتبلیغاتي جګړې یو طرفه ادعاء ده ،نه تائیدشوی واقعیت ،که  همداسي څه فرض کړوخویوه یادوې دغه رنګه پیښې به رامنځته شوي وي ،نوڅنګه ژربیادترهګرۍ دتورڅخه دسپیندوپه موخه  دومره ښځي لوڅ مخې شوې چي تقریبابورکه واله  نه پکي لیدل کیږي ؟!.

ښاغلی منلی !که ادعاوشي چي په پتلون یانېکرکي چاودیدونکي توکي موندل شوی ،نوبیابه هغوی   چي دترهګرۍ تورله ځانه لیري  کول غواړي  کوم تکتیک کاروي ؟!ستاسي فارمول به تطبیقوي اوکه به بل څه ترسره کوي ،که احیاناستااومیرمني  په  وړاندیزشوی فارمول عمل و  کړي ، پتلون اونېکروغورځوي ،تاسي یې دیوبرحاله چارواکي په توګه دسراوپښودحفاظت تضمین کولای شئ !.څه فکرکوئ منلی صاب !همدابیچاره ګان به چي دترهګرۍ څخه دبیزارۍ په خاطربازاراودفترته به په سره دریشي کي ځي راځي ، دیرغلګروځواکونواوکابل حکومت داردو،پولیسواواربکیانوډنډه ماران   به روغ ځای پکي پریږدي ؟!.

منلی دازادۍ راډیو«په شګوکي چینه چي اوس یې ازادۍ راډیویې مجله بولي »څخه هم خپل خلګ ،تاریخ اوکلتورپه شیګوولي ، خودیونان پرخوساادبیاتوبیاشخوندوهي ،دارسطواوافلاطون  دمفروضو اوپړپړو  تشریح ته هلته هم داسي  ضدونقیض دلیلونه تراشي  چي  دمجلې څخه داویدونکوپه زړه بداوي کي یې مخکښ  رول لوبولی دی .

څوورځي مخکي دکلتوري اوفکري یرغل سره دمبارزې په موخه دیوجوړشوي سمینارپه حاشیه کي دګران ورورتکړه لیکوال اوشاعرښاغلي سعیدسره مخ شوم ،ترلنډي ناستي وروسته نوموړي دنارنج ګل مشاعرې یوه ویډیوراته وښوده ،په ویډیوکي  یودنګ  ښکلی ځوان  چي پکول یې پرسراوسترګۍ یې پرسترګودي   دشعرویلوپه حالت کي ښکاري ،دشعرپیغام  دپوځي اوکلتوري یرغل  پرناوړه پایلوراڅرخي  ،هره کړۍ یې دمشاعرې ګډون والو په چکچکواوبیاووایه ،بیاووایه  !بدرګه کوله .شاعردشعرپه یوه برخه کي  په ډیرارمان  اوافسوس  دخپل کلتوري  تشخص پرنابودۍ  اوښکي تویوي اودپردي فرهنګ له ناوړه پایلو  څخه سرټکوي په داسي حال کي چي دخلګوله خوابدرګه کیږي .خویودم له کابله راغلي لوستي اوجهان دیده میلمه  (استادنجیب منلي )دعقل اومنطق واګي له لاسه ورکړې اوراجګ شو،سټیج ته ودرید،لوستي اونالوستي ،مشران اوکشران کوربانه اومیلمانه یې ټول وښکنځل اوپه وازي کومي یې مخاطب کړل   :((تاسي دوسان یاست !! چي داډول شعرونه اورئ ،زه نودرنه لاړم )).خلګووخندل :ههههههههههه!

منلی اویاران یې په حقیقت کي دکلتوري یرغل دکرایې پوځیانورول لوبوي او دافغان دښمنوځواکونودپروژوعملياتي ټیکه داران دي ،خوظاهره دفرهنګي تجاوزنارې وهي .دشخصي کړووړوڅخه یې دافغانیت بوی هم نه راځي ،خوځان دخاوري ،هویت ،تاریخ اوارزښتونوڅخه دفاع کونکي نوموي . دپردي کلتورترویج ته دپرمختګ  نوم  ورکوي ، دافغان ولس په ملي ویاړونوملنډي وهي ،ږیره اوپګړۍ کټ مټ دډنمارکي کارټونیسټ په پیروي دترهګرۍ سمبول ګڼي ،چادري دښځوپرحقونوتیری بولی ،دبورکې غورځول  پرمختګ ورته برېښي .ددوی حواسو،شعوراولاشعورته دلویدیځ مصنوعي برېښناووسخت ټکان ورکړی دی نوځکه دعلم اوفرهنګ توپیرنشي کولای ،صرف دپردي فرهنګ په خپلولوبې له علمي زیاراوعملي کارڅخه دعلم اوواقعي پرمختګ ولوړومدارجوته دختلوخوبونه ویني ،پرون هم ځینوپه همدې  خیال پلونوپرتوګونه وغورځول اونن هم دادی وینوچي ښاغلي اواغلي دې میدان کي لوبیږي ،خودریغه چي علمي اوتحقیقي ازمویونوکي  څلوېښت نومرې هم واخلي .

 زموږستونزه له همدې ځایه پیلیږي چي دجیولوژي  زده کړیال  مودکلتوراوماليې وزارت سلاکارټاکل کیږي ،دمځکپوهني  زده کونکی  به –  چي آن له خپله مسلکه تښتیدلی وي  – داقتصادي  ستونزو حل څنګه راوباسي  ؟اوڅه رنګ به وتوانیږي چي دکلتوري یرغل دمخنیوي  لاري چاري په ګوته  کړي ؟ !.بده لاداچي دافغانستان سره د بسپنو خوراغوښن رقم دسلاکارپه نوم دخارجیانواودهغوی چي لسیزي له هیواده لیري (اروپا اوامریکاکي )اوسیدلی  جیبونوته لویږي ،په ځانګړې توګه  داسي مشاورین چي مسلکي زده کړي یې  جیولوژي کي کړي ،خوسلاکار په کلتوراومالیې وزارت کي  وي .دوی سره دافغان ولس څه غم شته همیانۍ یې له سرووسپینوډکي کړي په یوه جیب کي یې دافغانستان  په بل کي یې دفرانسې تذکره  شته چي حالات ورته خراب اویاله دندي وشړل شي سیده به پاریس ته والوزي .

منلي په ادب ،سیاست اواقتصادکي د ډیروتکلفي اوتصنعي هڅوله امله پرمسایلوفکري تمرکزله لاسه ورکړی  ،په بل عبارت ډیرومصروفیتونویې دفکراوقلم زوراوبه کړی  له دې څېړني !! یې ښه معلومیږي ، په هغه کلیوالي اصطلاح چي دعوه اودلیل یې په نهه منه سریښونه سره لګیږي  .

زرغون خان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x