نن په انځورونو کي

په لیبیا کې د قذافي په خلاف مظاهرې 2011-2-18

لیبیا د افریقې په شمال کې واقعت لری، او مصر، تونس، الجزایر، مغرب، سوډان، نایجیریا، او د چاد سره سرحد لري، او شمال ته یې ميډیتران سمندر پروت دی..

تقریبا ټوله مساحه یې 1,759,540 کیلو متر مربع ده، او په نړی کې د مساحت له لحاظه 13 هیواد دی.. او په نړی کی یوازینی هیواد دی چې بیرغ یې په یوه رنګ دی، او هغه رنګ دی (زرغون).. او هیڅ یو نښان هم نه لري..

د لیبیا پلازمینه طرابلس دی، او د لیبیا دوهم ښار (بنغازي) دی چې دا وخت یې د ولس مشر قذافي په ضد په سترو لاریونو باندي پیل کړی چې تر اوسه پوري په کښي ګڼ شمېر مړه او زخمیان سوي دي، او مظاهره کوونکو هم ځیني حکومتي وداني سوځلي دي..

پر لیبیا باندی معمر القذافي د تیرو 42 کالو څخه حاکم دی، چې ټوله وخت یې په حکم کې د ټوپک او فوځ په زور تېر کړی او خپل هر رنګه مخالفين د غټو غټو مودو لپاره په بند محکومه وي..

لاندي د قذافي په ضد د مظاهرو یو څو انځورونه:

 

 

 

 

 

{jathumbnail off}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x