نظــر

ایران او ترکیه – دسیمی د ثبات او بي ثباتي سناریو

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

ایا مونږ د یو نړیوال جنګ پر کرښه ولاړ یو ؟؟؟

د ستمبر د ۱۱ می پیښی نړۍ واقعا د یوی پیړۍ نه بلي او د یوه پړاؤ نه بل پړاؤ ته ولیږدوله .

د تحولاتو وروستي جریان په تیره د اسامه د وژلو وروسته او بیا هم په سیمه کې د امرکیا او غرب د پهلوانی توده ارکاره ښيي چې د هغو کسانو خبره سمه  وه چې ویل یې ، د اسامه ماجراء په کې ایله پلمه او د غرب له خوا د ملتونو د پارلو او دوکه کولو په موخه یوه استخبارتي تنظیم شوی پیښه شوه .

وروسته چې د نړۍ اوضاع یو طرفه په اسلامي نړۍ باندې د تپلو جګړو میدان هم همدا سیمه کړه تو د ستمبر پیښه او اسیا ته د امریکا او ناټو د راتګ د جنګ هغه تیلی شو،، چې نن ددې جنګ کرارول خپله نور جنګونه غواړي .

دویم لامل : د نړۍ د دې جګړو په پیل او تداوم کې هماغه د سلطان عبدالحمید بې وارثه قلمرو کې د داسې حکومتونو موجودیت دی چې هغه خپله په کې د امریکا او ناټو له راتګ او جګړو لپاره کوربه شول او په هغوی کې دا متره نشته چې په پوره یا نیمه خوله امریکا ته و وایي چې ، د صدام او تروریزم قضیه زموږ قضیه ده امریکا دي ددغسې یوي قضیي د مهار کولو لپاره سیمي ته هغه جنګ نه راوړی چې شروع کول یې د امریکا کار دی ولې درول یې کیداې شی د امریکا له وسي پورته شی .

په افغانستان کې ننی جنګ هلته د شوروی د جنګ ریکارد مات کړ چې د جنګ طرفونو په کې خپله جنګ ته د اوږدیدو چانس ورکړ .

امریکا هلته د اوباماما او بوش د جنګې پالیسیو منافقانه تفاوت راز پټ نه شو کړای چې د اسامه په وژلو یې بیا هم یو عزیز ملت د جنګ سره تړلی او برمته پریښود او پر هغه امنیتی تړون یې د کرزي په ځای یو جعلي او ناکام حکومت ایله دیوي امضاء په خاطر پّ ملت وتاپه .

د جنګ بل طرف طالبانو په کې هله اشتباه وکړه چې د کرزي د نه امضاء چانس نه یې د امریکا پر ضد د کابل اوضاع او پرګنی په یوه نوي او مثبت دریځ کې و نه کارولی او خپله لنډه لاره یې خپله اوږده کړه .

که د کرزي د نه امضاء په مهال طالبانو یو نسبی غوڅ قدم اخیستي وای  او یوه سیمه یې د سولې په عنوان یو طرفه اعلان کړي وه اصلا به د وحدت ملې حکومت د جوړیدو دغه کړاؤ ته نه وه رسیدلي .

نن افغانستان امریکا داسې یوی مرحلې ته ورساوه چې هغه د یو مستقل هیواد نه د کابل له خوا په سیمه کې یو مناسب رول اداء کولای شي او نه هم د طالب له خوا په داسې حال کې چې د عربي سیمی بده اوضاع او په داسې یو مسیر کې تلکونکې سیمه ایزه اوضاع او جنګونه په نژدی فاصله کې خپله د افغانستان په اړه کیدای شی ډير منفی اغیز ولري ولې افغانستان نن په سیمه کې د یو مثبت کردار نه په ډيره ټیټه کې واقع دی مګر هغه چې د امریکا د شړلو په اړه یې کوې هغه یو تاریخي لوي کردار دی .

داسې چې د عربي سیموو جګړو ته ولاړ شو او هلته د سوریې ، یمن او بیا په دې اړه د ایران ، سعودي او ترکېي د حکومتونو متضادي پالیسۍ او دریځونه وګورو او یو قدم مخکې د اروپایې امپراتوریو توند دریځونه په تیره د داعش په اړه او بیا د ترکېي ، ایران او سعودي حکومتونو په اړه د امریکا او اروپا متنوع دریځونه وګورو دا ټول د سیمی اوضاع د یوه درانه جنګ خوا بیایې چې کیداې شی د یوه یا څو هیوادونو په غلط دریځ کې سیمه دیوه نړیوال جنګ میدان شی .

دا نن چې روسان په سوریه کې د امریکا نه د یوکراین د مداخلو غچ اخلی او د داعش د مشترک د ښمن په پلمه روسیه غواړي د ایران او بشار الاسد نه د دفاع  په ذریعه په سیمه کې د تیر شوروی ستراتیژیک عمق ته ورسیږی دا خپله کیداې شي عربي سیمه د یوه جدی جنګ په ،پلوه ودروی او اروپا هم په کې د امریکایې ائتلاف له چوکاټ نه بهر شی او ددې جګړو په هغه خوا کې ودریږی چې توله ګټه یې ایران ته ورسیږی او ایران نه دا چې د سیمی هیرو جو کړي بلکې ایران به د خپل ظرفیت لس برابره زیات هغه لیونیو مداخلو ته تشویق شی چې د یمن  او د سوريې د جنګ دواړه یې یوه نمونه ده .

عربي حکومتونه په خپل فطرت کې د مداخلو کوربه هیوادونه دی ، ولې د دې مداخلو قرباني به یواخي عربان نه وی بلکې دغه لیری پاکستان ، افغانستان ، ایران او ځنی نور هیوادونه به هم د دې پراخ کیدونکې جنګ برخه ګرځي او په دې اور کې به یې ملتونه برخه کوي .

د جنګ او تداوم یې څو لاملونه و !

د امریکا بربنډي مداخلې .

خپله په هر هیواد کې استبدادي رژیمونه .

د مداخلو په اړه بې تفاوته حکومتونه یا د مداخلو کوربه حکومتونه اوس چې ترهه ګرې په خپل هغه بسیط تشکیل کې چا او د دغې امریکا د حل او طرف د قبلولو په ځای هغه د داعش عکس العمل تشیکلاتو او فکر ته پورته کړه او هغوی په کې د یو غیر معقول سیاست یا په پارونکې سیاست مسلمانان یا د مسلمانانو د ګټو پورې ځان تړی دلته ده چې قضیه غرب په خپله ډيره پیچلې کړه او د جنګ جبهه یې د درولو په ځای یا محدودلو په خاي هومره تونده او پراخه کړه چې نور په کې د زاړه شوروی وارثی روسيې سیمې ته د زاړه شوروی د ژوندې کولو اول قدم واخیست او اروپا دا ځل سیمې ته د امریکا تر څنګ د دریدو په ځای د هغه شوروی ژوندې کولو په خوا ولاړه چې نړۍ او غرب ته خطر داعش په جګړه کې د روسېی د جدی دریځ ننګه په وخت وکړه .

دا چې په عربي سیمه کې ایران د سوريې په قضیه کې بربنډه مداخله وکړه او بیا یې د یمن په جنګ کې بربنډه مداخله وکړه دې مداخلې د یوې خوا د روس د مداخلو چانس ورکړ او د بلې خوا یې د روس ، ایران او سعودي نه د هغه عملی حضور او کردار لپاره پلمه ورکړه چې له دې برته نه ایران او نه هم روس په کې دغسی د خلاص مټ ملګرې او مداخلو زمینه پیدا کولی شوه .

دا چې داعش خپله څه کردار ادا کوی او څه موخي لري هغه د یوې ډلي او محاصره ډلي کردار دي ولې له داعش نه د ویرولو لابی په سیمه کې ټول مطرح ځواکمن هیوادونه لکه چین ، هند او نور ټول د دغې جګړی سره یا ودرولې یا یې غیر مستقیم ننګه کوی .

په دغسې شرائطو کې هغه طرف چې یقینا ګټې یې په مخاطره کې دي هغه سني مسلمانان په مجموع کې او سعودي، افغانستان ، ترکیه او پاکستان په خاصه توګه.

د روسی په ملګرې په سیمه کې د قوې ایران کردار وغواړی که و نه غواړی ایران په سیمه کې د شیعه لګه کېو په ملګرې کې پر هغه ایران بدلوې چې په یواځي سر نه ترکیه ورسره سیالی کولاي شي او نه هم سعودي عربستان او پّ دې رابطه سني مسلمانان پکې د یو دغسې مشرتابه او ځواک نه د رسیدو نه محروم پاتي کیږی چې هغه د ایران د مداخلو او ځواکمن کردار په وړاندې کمر بند شی .

د داعش بیرې او د خطر د لابي پورته د ایران او ترکېي سیمه ایزه سیالۍ او خپله د اردګان د ترکېي ناچارې خپله دویم لامل دی چې دا جنګ به د ایران او ترکېي ګټی یا د مسلمانانو د حضور او بقا ننګه پر هغه جګړه باندې عوض کوی چې لا وار د مخه میدان هومره ورته پراخ نیول شوی چې دا اوسنی تلفات یې د یو نړیوال جنګ په حد کې دي چې که ترکیه ،روسیه ، جرمني او ټول غرب په دې جګړه کې د روسی په شان په په اوچته پیمانه مداخله وکړی د عربانو د تیلو ګټلې به په درې میاشتو کې د صفر لاندې حساب ته ښکته کړی او پّ سیمه کې به حتی یوه نوې جغرافیه را و ټوکوی .

ښايې روس او غرب په بدلون کې هر طرف خپله برخه او د خپل ځواک د حضور محاسبه کړي وي ولې دا پکې یقینی ده چې یو کراین بایلونکی روسیه به دا ځل د پرنګی سره د هند د ګټلو د جګړې هغه تاریخي بایلنی په سیمه او خلیج کې داسې پوره او بشپړه کړي چې د نوي شوروي په څڼګ کې دا ځل د امریکا د شا ایران د روسېي لپاره داسې وکارول شي چې روسان به توده ډلې د تیر تاریخ پر مصارفو او ننګو باندې وخندوي، روان جنګ که د یو لنډ منزله نړیوال جنګ ابعاد پوره نکړي هم دا د مسلمانانو لپاره د یو نړیوال جنګ نه ځکه خطرناک دې چې همدا اوس هغه د یو سیمه ایز جنګ په بې غوغا فاجعه کې زمونږ نه د یو نړیوال جنګ د تلفاتو برابر واخیستل او غرب پکې دغه مسلمانان د یوه ځواکمن ځواک د جوړیدو له چانسه نه لیرې و غورځول .

که څه هم د دې جګړې پیل داسې را روان دی چې ایران به بکې ایله روسېی ته د تیر شوروي عمق ور پوره کړي ولې د جګړې په پای کې به ایران د هغه سني عمق او ځواک په ځپلو چې همیشه په سیمه کې د غرب او بل هر متجاوز په وړاندې حامي ځواک و د هغه په کمزروۍ به ایران د دې جګړې په پای کې خپل ټول ګټلي یو ځای (کی) کوي .

غرب او روسیه دواړه پوهیږي چې په سیمه کې د سني مسلمانانو ځواکمن حضور د همیشه لپاره د یوه بل ځواکمن اسلامي متحد دولت د جوړیدو وسیله کیدای شي د همدې لپاره غرب ایران ته د دغه ځواک او د هغه د راتلونکیو چانسونو په ړنګولو  امتیازات ورکوي ولې دا امتیازات به غرب که موقع راشی په اسانۍ له ایران نه واخلي او اخیستلاي یې هم شی .

ایران به د یو ځپلي سني ماحول په ګاونډ کې څه کردار ادء کړي که قضیه خالصه مذهبې وی دا نو ځکه تر شا فتحه نلرې چې شیعه او سني په خپلو کې د فتحو او بریو نه هیڅ شی لاس ته نه شې راوړای .

ایران باید داسې فکر ونه کړي چې د بشار په تللو به ایران په سیمه کې کمزوری او یا بې ملکري شي ولې په خپل هیواد کې دنه زغمیدنکي بشار نه دفاع د ایران لپاره کیدای شي په لیری واټن کې هومره جدي دښمنان را وټوکوي چې د هغوې سره به ایران بیا په نیمه نړۍ کې د بل اسرائیل په شان د عادي کولو چانس هم ونه لرې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x