د امیر المؤمنین عثمان رضی الله عنه په خلاف د سر غړونې پیل

بسم الله الرحمن الرحیم

د ولید بن عقبه له لرې کیدو وروسته سعید بن العاص رضی الله عنه د کوفې والي وټاکل شو،سعید بن العاص رضی الله عنه چې کوفې ته ورسیده، د کوفې د خلکو د زړونو لاسته راوړو کې یي هیڅ ډول ډیل ونه کړ ، مالک بن حارث نخعي رضی الله عنه چې په مالک بن اشتر سره مشهور و، ثابت بن قیس همداني، اسود بن یزید، علقمه بن قیس، جندب بن زهیر، جندب بن کعب ازدی، عروه بن الجعد، عروه بن الحق خزاعی، صعصعه او زید د سوجان بن المواعدی ځامن، کمیل بن زیاد او نور رضی الله عنهم ټول د سعید بن العاص رضی الله عنه مجلس ته به راتلل او ازادانه خبرې اترې به یي کولې، کله به د ټوکو او خندا خبرې هم کیدې، یوه ورځ د سعید بن العاص رضی الله عنه د کوفې د والي له خولې نه وختل چې دا سیمه خو د قریشو باغ دی، چې دا یي واوریدل په سمدستي توګه مالک بن اشتر د قهر په حالت کې وویل چې کومه سیمه الله تعالی زمو‌‌‌‌ږ د تورو په زور فتحه کړې ته هغه د خپل قوم باغ ګڼې ، ورسره دغه ډول خبرې نورو خلکو هم پیل کړې، شور او غوغا جوره شوه، نو عبدالرحمان اسدي رضی الله عنه خلک له شور او غوغا نه منعه کول، ټولو په ګډه عبد الرحمان اسدي رضي الله عنه دومره وواهه، چې خوار بې هوشه شو، تر دې وروسته سعید بن العاص رضی الله عنه د شپې مجلس بند کړ او پیره دار يي وټاکه، چې خلک له راتللو نه منعه کړي، د دغه شپې په خبرو اترو په بس کولو خلک ډېر خفه شول او اوس به چې په عامه توګه دوه څلور تنه یو ځای چېرې کیناستل یا ودریدل نو له سعید بن العاص او له هغه سره سره به یی د عثمان رضی الله عنه نه هم شکایت کاوه.

ددغو شکایت کوونکو پر شاوخوا به نور ډېر بازاري خلک را ټولیدل. ورو ورو دغه لړې په زیاتیدو شوه او فتنه په راپورته کیدو شوه، نو سعید بن العاص رضی الله عنه دغه ټول جریان دریم خلیفه ته لیکلی ورولیږه، نو امیر المؤمنین عثمان رضی الله عنه ورته په ځواب کې لیک راولیږه، چې دغه ټول کسان د شام په لور معاویه رضی الله عنه ته ورولېږه، په دې ډول سعید بن العاص رضی الله عنه هغوی ټول شام ته ولیږل، معاویه رضی الله عنه د هغوی ښه درناوی وکړ، له هغوی سره به یي یو ځای خواړه خوړل او هغوی ته یي ځني معاشونه هم وټاکل،خبره دا وه چې عثمان رضی الله عنه معاویه رضی الله عنه ته لیکلي وو، چې څو تنه خپلسري کسان تاسې ته دراستول کیږي ته کوښښ وکړه چې سمې لارې ته یي راولې، له دې امله معاویه رضی الله عنه له هغوی سره ښه د همدردې رویه وکړه څو ورځې وروسته هغه دغه کسان وپوهول چې د قریشو قیادت ومنئ او د مسلمانانو خپل منځې اتفاق ګډوډ نه کړې، خو صعصعه بن سوجان دمعاویه رضی الله عنه د دغه د همدردې او د معقولو خبرو ډېر نا معقول او غلط ځواب ورکړ او پر خپل ضد ټینګ پاتې شو، معاویه رضی الله عنه امیر المؤمنین عثمان رضی الله عنه ته ولیکل چې دا وګړي سمې لارې ته راستنیدونکې نه ښکاري، امیر المؤمنین عثمان رضی الله عنه هغه ته ولیکل،چې دغه وګړي د حمص پر لور عبدالرحمان بن خالد رضی الله عنه ته ولیږه، معاویه رضی الله عنه هغوی د حمص په لور ولیږل، عبدالرحمان بن خالد رضی الله عنه د هغوی له حال سره سم ورسره له سختې نه کار واخیست، ان تر دې چې په خپل مجلس کې یي د کیناستلو اجازه هم ور نه کړه، څو ورځې وروسته دغه وګړي سم شول او د خپلي پخوانې سرکشي په کړو  یي افسوس ښکاره کړ عبدالرحمان بن خالد رضی الله عنه د هغوی دسمون خبر د خلافت دربار ته ولیږه، له هغې ځایه نه اجازه راغله چې کله دغه کسان کوفې ته تلل غوړي نو پریږده.

نور بیا ان شاء الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د