نظــر

اربک ، اربکا ، اربکوا

حفیظ الله  مشهور په همیم جلالزي  په بي بي سي پښتو پاڼه کې لیکلي دي ، چې ملایان برناحقه صرف بهایي او نور عربي علوم وایي ، ځکه مورنۍ ژبه خو پښتو ده او ټول پښتانه باید دده په شان یوازې  دکابل پوهنتون  دادبیاتو پوهنځي په زړولیکچري  پرپړو اوملاطفو شخوند ووهي ، نوموړي ددیني علومو ځیني اصطلاحات او کتابونه هم په ناسمه لهجه یاد کړي او دخبلې خولې تر قطر یې یوڅه سترې خبرې غږولي دي .

 

دې ښاغلي ملاماډرن اخوند ته به اولا په منعي ځواب کې ووایو ،چې هلکه له خپلې لکۍ نه یې خبر که چیرې همدا صرف بهایي ، ضربا ضربوا او عربي علوم نه وای ، فکر نه کوم که ستاسو دادبیاتو لیکچرنوټ هم  له عدم څخه وجود ته راغلی وای .

ته به نه یې خبر چې هغه دپښتو بدیع ، بیان ، معاني ، عروض ، صرف او ګرامر نوټ چې کله ناکله به  استاد جاج پښتون زوی پرې شخوند واهه ، په اصل کې دعرب ابویعقوب سکاکي له مفتاح العلوم  اوعلامه تفتازاني له مختصر او مطول څخه د فارسي په لاره پښتو ته راغلی ، دبلاغت فن چې نږدې ۸ پيړۍ وړاندې یې بنیاد ایښودل شوی دی ، صرف ، نحو او لغت یې له  مقدماتو او اساسي شرائطو څخه ګڼل کیږي ، له همدې امله خو ملایان علم المعاني لویه نحو بولي .

صرف بهایي او ضربا ضربوا ته دومره په ټیټه مه ګوره چې دبي بي سي عنوان ترې سازوې ، که همدا علم الصرف نه وای  ، نو علم بلاغت به نه وو او که عربي علم بلاغت نه وای ، نودپښتو ادبیاتو تدریسي نوټونه به نه وو او که چیرې پښتو ادبیات او پوهنځی یې نه وای نو فکر نه کوم که تاسو بل پوهنځي ته دلار موندلو نومرې پوره کړې وای  ، لطفا له کومې کاسې دې چې خوړلي وي ، مرداری په کې مه کوه .

بله داچې ښاغلی همیم فارسیوان وایي ، کار زمین را ساختي که به اسمان پرداختي ، آیا په پښتو او عصري علومو کې خبرې درخلاصې شوې چې اوس دې په دیني او قرآني علومو پسې راواخیسته  .

تاسو اربک خېل خو وایاست  چې کوم دیوال نړوې نو په رنګ به یې اعتراض نه کوې ، تاسو ښاغلي خو اوس دملاتوب ، طالبۍ  او دیندارۍ په نړولو پسې را اخیستې ، ځکه دطالبۍ ظاهري شعائر دې ټول ونړول ، ږیرې خودې دکابل دمخفي نایټ کلب دجواز ترلاسه کولو په خاطر دکابل په سلمانیو کې ورژوله ، هغه دحضرت صاحب دمدرسې درکړې پګړۍ او دفائز نورالمدارس  په نشان ویاړلې چپنه به دې نه پوهیږم څه کړي وي ، په دې وروستیو کې خودې بریت هم کلین شیپ کړي اوکیدای شي سبا بل سبا پرتوګ هم رخصت کړې ، نو له داسې دریځه چې له طالبي هیئت او حقیقت سره په جګړه بوخت یاست ایا ځانته دا جواز ورکوئ ، چې بیا هم طالبانو ته لارښوونې وکړئ چې دا کتاب ولولئ او هغه بل مه لولئ .

لطفا طالبان او کار سره پریږدئ ، که ډیر درته ځان  یوڅوک ښکاري ، دخپلو چیښترمړو اربکیانو غم مو وخورئ ، چې دا ډیره موده نه تنخواګانې وررسیدلې او بل پسرلی را روان دی کیدای شي بیا له ډاره دکارتوسو په صندوقانو کې قضای حاجت ته مجبور شي .

ددې په ځای چې په ضربا ضربوا وغږیږئ ، ښه به وي چې داربک ، اربکا ، اربکوا   او  اربکت  ګردان ګرم کړئ ، چې په دې وروستیو کې یې خورا شرمینده پایلې او پیڅې رابرسیره شوې دي .

اربکت  مې ځکه وویل  چې آبله ورځ وایي دشلګریوه اربکي خپله ماینه اربکت  کړې ، دمیري په بازار کې یې چانټه تر ملا ورتړلې ، او بیا یې اوازه خپره کړې  چې  طالبانو  په ولسوال فدایي برید ته  ښځه را استولې ، داخبره ځینو مطبوعاتو هم همداسې را اخیستي ، چې ګواکې په شلګر کې شځه ځانمرګې نیول شوې ، خو په حقیقت کې ښځه داربکیانو خپله وه او ددوی لخوا اربکت شوې وه ، ترڅو مطبوعاتو ته اومه مواد پيدا شي .

حفیظ الله جانه دا وروستۍ یوه خبره به (  ګپ نه علاوه ) درته وکړم ، باور وکړه زړه مې درباندې خوږ شي ، هغه مدرسه چې تاسو یې دوه وخته تودې ډوډۍ ، روح بښونکی ماحول ، الهام بخش لمونځ  او منظم درسونه  او نور څه لیدلي او ترې مستفید شوي یاست ، زما لپاره  دغبطې وړ نعمت دی ، چې کاشکې خو ماهم دنورالمدارس له دیني علومو څه فیض موندلی وای ، په قاري عبدالفتاح پسې مې لمونځ کړی وای ، دخلیفه دادمحمدصاحب نه مې وظیفه اخیستي وای ، دمولوي ګل محمد درس ته کینستی وای ، دقاري یعقوب جان قرأت مې زده کړی وای ، مګر تاسو چې  چې الله تعالی په دې ټولو نعمتونو نازولي یاست مګر بیا هم په کې لغتې وهئ ، هسې نه خدای درته په قهر شي ، ګورئ قرآن او دیني علوم یوازې  دترفیع سبب ن نه دي کله ناکله سړی له ګړنګونو هم  غورځوي ، هغوی  چې ورته شا کړي ، په ټيته ورته وګوري او تمسخر پرې کوي ، دحضر ت عمر رضی الله عنه روایت دی  بې شکه الله تعالی په دې کتاب ځیني ډلې لوړولي او ځينې نورې ورباندې ټیټوي او ذلیلوي .

الله  مودې  دقرآن او قرآني  علومو له بي ادبۍ ساتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx