fbpx

د فرعون له قوم څخه د يوه مېړني سړي شجاعت

عبدالمالک همت –

د فرعون د قوم مشران او سپين ږيري هم زموږ د قوم د اوسمهال د ځينو مشرانو غوندي کور دماغه خلک وه. د حق د ليدلو وړتيا او د رشتيا ويلو مړانه يې نه درلوده. بلکي حق او باطل يې نه سواى سره بېلولاى او ښې چاري يې تر سترګو فساد ښکارېدې. ځکه نو هغو دى نور هم د لوى څښتن په وړاندي سرکښۍ او بغاوت  ته وهڅاوه او ورته ويې ويل: آيا ته موسى علیه السلام او د هغه قوم پرېږدې چي په مځکه کي فساد وکړي او ستا او ستا د معبودانو له لمانځني سر وغړوي؟  بالاخره فرعون او د هغه د قوم غټانو وپتېيل چي حضرت موسى علیه السلام ووژني او په دې توګه خپل واک وساتي.

خو لکه چي څرګنده ده په دغسي ټولنو کي د عقل او صاف دماغ خاوندان او مېړني انسانان هم پيدا کيږي. په داسي حال کي چي فرعونيانو د موسى علیه السلام د وژلو په باب تدبيرونه سنجول، د فرعون په قوم کي يوه سړي په مړانه او سالم منطق مناقشه وکړه او ور ته ويې ويل: داسي سړى څله وژنئ چي تاسي ته نېکمرغه او بسيا ژوند غواړي؟ او ولي له حق څخه سترګي پټوئ؟ که دا سړى درواغ وايي، د ده درواغ خو تاسي ته څه ضرر نه رسوي. ځکه دى به يوازي په خپله ګناه ماخوذ وي، خو که رشتيا وايي او تاسي يې خبره نه منئ، نو ستاسي د پوپنا کېدو لامل به سي. بيا نو ولي سر ټمبه ګي کوئ او له تېر تاريخ څخه درس نه اخلئ؟ خو دغسي فرعونان تر خپل ځان بل هوښيار کله ويني؟ او دغسي سرټمبه ګان او خود خواهان د دغسي هوښيارانو خبري کله اوري او کله يې مني؟ نور چي نه وي حسد خو يې پر جوش راځي او لکه زموږ د زمانې ځيني نيمچه عالمان چي د پوهو او حق ويونکو مبلغينو او دعوتګرانو په هکله وايي چي عالم نه دى، مازي په تقرير يا ليکنه کي څه وړاندي دى او داسي دى او داسي دى!!

بالاخره دغه پوه مومن له دوى څخه نهيلى سو او خداى ته يې پناه يووړه. خداى تعالى هغه د دوى له شره وژغوره او پر فرعون او د هغه پر قوم يې خپل عذاب نازل کړ. لومړى پر دې ظالمو سرکښانو باندي د لوى څښتن د غضب او ګواښ يو لړ نښانې راغلې. پر دوى باندي چي به لوى څښتن څه غضب نازلاوه او موسى علیه السلام ته به يې خبر ورکاوه ، هغسي به کېدل. بيا به دوى له موسى علیه السلام څخه د هغه د ليري کېدو هيله کول، هغه به لوى څښتن ته دعا کول، هغه عذاب به ليري سو، خو سمدستي به فرعونيانو بيا سرکښي کول، دغه بېروونکي عذابونه عبارت وه له وچکالۍ، کاختۍ، د ميوو له لږوالي، توپان، ملخو، شپږو، چونګښو او وينو څخه ( د نيل په سيند کي اووه ورځي  ويني بهېدلې او ټول کبان يې ووژل سول او بويونه يې پورته سول ).

موسى علیه السلام په مصر کي د استوګني په وروستيو مهالونو کي فرعون او د هغه قوم ته ښرا وکړه، ويې ويل:
﴿ رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ (88) قَالَ قَدْ أُجِيبَتْ دَعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (89)﴾ [ يونس ١٠: ٨٨ ـ ٨٩]

ژباړه: او موسى (عليه السلام) وويل:” اى زموږ پالونکې! تا فرعون او د هغه (د قوم اشرافو او) مشرانو ته په دنيوي ژوند کي زيب او زينت او شتمنۍ ورکړي دي. اى زموږ پالونکې! د دې پايله دا سوې ده چي هغوى(ستا پر ورکړه شکر ونه کاږي، بلکي د دغو شتمنيو په مټ) خلک ستا له لاري واړوي. اى زموږ پالونکې! د هغو شتمنۍ تالا ترغه کړه! او زړونه يې داسي سخت کړه چي تر هغه مهاله ايمان رانه وړي چي دردوونکى عذاب په سترګو ونه ويني(څو ايمان ګټه ورونه رسوي)“.

الله تعالى دوى ته وفرمايل:”(فرعون او د هغه د قوم لويانو ته) ستاسي ښېرا قبوله سوه. (موسى ښېرا کول او هارون آمين پر وايه، ځکه نو ښېرا دواړو ته منسوبه سوې ده) اوس تاسي دواړه (پر خپل دين باندي) ټينګ (اوثابت قدمه) اوسئ(او مه ځني اوړئ او فرعون او د هغه قوم ته د لوى څښتن د يووالي او طاعت په اړه پرله پسې بلنه ورکوئ) او د هغو (جاهلو) کسانو پرلار هيڅ مه ځئ چي (د حق د لاري په اړه هيڅ) پوهه نه لري “.

نو راځئ چي موږ هم لوی څښتن ته د خپل مهال د فرعونانو په باب ښېرا وکړو او ووايو: اى زموږ پالونکې! تا د دې مهال فرعونانو او د هغو ګوډاګيانو او تالۍ څټو ته د دې دنيا په ژوند کي ظاهري جاه وجلال، ارګاه وبارګاه او شتمنۍ او خوندور او ښکلی ورکړي دي. اى زموږ پالونکې! د دې پايله دا سوې ده چي هغوى ستا پر ورکړه ناشکري کوی او د دغو شتمنيو په مټ خلک ستا له لاري اړوي، د خلکو هيوادونه نيسي، او وراني او فسق او فحشا پکښي کوي او هغه اوسېدونکي يې چي د دوی اشغال، باداري او کفري قانون او کلتور نه مني وژني يې، بمباردوي يې، زوروي يې، ګواښي يې، بنديانوي يې او له خپله خواږه ټاټوبي څخه وتلو ته يې اړباسي.

نو اى زموږ پالونکې! د هغو شتمنۍ تالا ترغه کړه! په خپل سخت عذاب يې اخته کړه ! او زړونه يې داسي سخت کړه چي تر هغه مهاله ايمان رانه وړي چي دردوونکى عذاب په سترګو ونه ويني، څو ايمان ګټه ورونه رسوي آمين یارب العلمين.

 زموږ د مهال فراعنه

زموږ د مهال فراعنه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د