fbpx

د «یتیم» محمد له امله د «حلیمې» (رض) په ژوند کې برکت

مأخذ: “البدایة والنهایة”-

ژباړه: حمــــــــد الله (دانشمـــــــــنــــد) –

له “حلیمې” (سعدیې) – رضی الله عنها – نه روایت دی، وایې: د یو لس کسیز ښځینه پلاوي په ګډون مو و “مکې مکرمې” ته موخه شوه، هدف مو د رضاعت(تی ور کولو) په  موخه ماشومان موندل وو تر څو یې په بدل کې څه اجره (مزد) تر لاسه کړو او د قحطي (وچکالي) موخه تر څه بریده پرې ډب کړو.

( د مکې مکرمې اړوند هستوګن زیاتره سرداران، تجاران وه، کله چې به یې ماشوم و زېږېد، د رضاعت له پاره به یې ورته په بیدیا کې مرضعه(تی ورکوونکې) لټوله تر څو یې ماشوم په بیدیا کې ستر شي؛ ځکه د صحرا تازه هوا د ماشوم په ژوند ځانګړی اغېز لري، ماشوم یې د ښه صحت او قوت نه برخمن وي.)

زه په یوه برګه مرکبه (خره) سوره وم، چې خوار ځواکۍ ځپلې وه. له ما سره په سفر کې (مېړه حارث)، یو تي خوره ماشوم، یوه زړه اوښه هم ګډون لري، زما په الله پاک قسم، نه مو یو څاڅکی شیدې ترې لوشلې او نه مو ټوله شپه سترګې په خوب پټې کړې، نه مو ماشوم یوه شیبه ارام کړی دی، (ټوله شپه له لوږې کړېده) ؛ ځکه نه زما په تیانو کې شیدې وې، نه د اوښې په غولانځه کې؛ چې ماشوم مو له لوږې پرې ژغورلای وای، خو بیا مو هم مورال و نه بایله، له یاد ترینګلي حالت نه مو د خلاصون امید لاره، خو زما د سوارلۍ سست تګ او شاته پاته کېدنه د ضعف او ډنګر والي له امله د قافلې ملګرو نشوای زغملای.

مکې مکرمې ته و رسیدو، زما په الله پاک قسم، چې رسول علیه الصلاة و السلام ټولو ښځو ته د تي ورکولو په پار وړاندي شوی وه، خو کله چې به ورته وویل شو چې “یتیم” دی! یوې هم ورته ځان نه ټینګاوه، له ځانه سره مو ویل: مور به یې څه راته راکړي، موږ خو د ماشوم له پلاره خپل “اجرت” غواړو، مور یې دومره څه نه لري، چې پرې وه مو پالي! زما په الله پاک قسم! چې له مانه پرته ټولو سیالو مې د یاد هدف په موخه یو یو ماشوم وموند. ما چې کله بل ماشوم و نه موند، او د بیرته تللو په لټه کې شوو، خپل مېړه (حارث) ته مي کړه: بده انګېرم، چې د ټولو سیالو له مینځه زه یوه بې ماشومه ولاړه شم¡ زه ځم هغه “یتیم” بې پلاره ماشوم له ځانه سره وړم. حارث(مېړه) ورته کړه: همداسي وکړه، ښایي الله پاک راته په دې یتیم ماشوم کې برکت واچوي، ورغلم، رامي ووړ، قسم په الله پاک که بل مي موندلای وای د یتیم و پالنې او روزنې ته به مي زړه نه وه ښه کړی.

کله چې مي راووړ، تي ته مي واچاوه، ویې رود تر څو ښه موړ شو، رضعي ورور یې موړ شو، ملګری مي اوښې ته ورغلی، د هغې غولانځ هم له شیدو ډکه وه، را ویې لوشله، هغه هم ځان پرې اوبه کړ، ما هم ځان پرې اوبه کړ، شپه مو ډېره په خوښۍ او نیکمرغۍ صبا کړه، ملګري (مېړه) مي راته کړه – کله چې صبا شو – : اې حلیمې! په الله پاک مي دي قسم وي، چې ستا یوه مبارکه څېره په برخه شوي! نه ګورې څومره په خوښیو، برکتونو  پوښلې شپه مو صبا کړه، نوموړی ماشوم چې را سره مل شوی، د برکت او پیرزوینو موخه الله پاک زموږ په لوري کړي (!)

بیرته مو موخه د خپلو ښارونو په لوري شوه، زما پاتې سوارلۍ له قافلې نه مخته تله، یوي مرکب (خره) هم ور سره سیالي نشوای کولای. سیالو مې راته کړه: ( وَيْلَكِ يَا بِنْتَ أَبِي ذُؤَيْبٍ هَذِهِ أَتَانُكِ الَّتِي خَرَجْتِ عَلَيْهَا مَعَنَا؟ فَأَقُولُ نَعَمْ وَاللَّهِ إِنَّهَا لَهِي…) هلاکه شې اې د “ابو ذؤیب” لوري! دا هاغه مرکبه (خره) ده، چې ته له موږ سره پرې راغلې؟ ما ورته کړه: هو! والله په حقیقت سره هاغه ده، هغوی ویل: والله یو ځانګړی شان یې دی.. ترڅو چې بیرته د “بني سعد” سیمي ته راغلو، د الله پاک په ټوله ځمکه کې له دېنه قحط ځپلې ځمکه نه وه، خو زموږ څاروي به څرېدل، ماښام به چې راتله ماړه به وه، او غولانځې به یې له شیدو ډکې وی، خو زموږ د ګاونډیانو څارویو به څاڅکی شیدې هم نه لرلې، د څارويو به یې نسونه لویدلي وه، دوی به خپلو شپونکیانو ته ویل: هلاک شئ خپل څاروي د “ابوذؤیب” د کورنۍ له څارویو سره یو ځای څروئ، هغوی به همداسې وکړل، زما له څاروو سره به یې څرول، خو بیا هم به زما څاروي ماړه، د هغوی څاروي به وږي وه. لامل یې څه و ؟ دا د یتیم پیغمبر له امله برکتونه وه، چې پرې ورېده (!!!!)

“صلی الله علیه و اله و صحبه و سلم”.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

نبوي ميلاد. اقتباس له څڅيدلي ويني شعري ټولګي څخه ، ليکونکۍ فدامحمد نومير. په هسک وې د ظلمت لړي. هره خوا توري تېارې وې. وه تورتم نړۍ نيولې. تروږمۍ وې ،. توري شپې وې. اسمان پټ وو په وريځو. جهل خپور وو په هر لوري. رڼا نه ښکاريده هسک کي. نه وه ځل په اسمان ستوري. د سنګ ، غوښو بنده ګي وه. په سجود وه د بتانو. لاره بيله د هر خيل وه. څه چي کړه زر ، زور ګويانو. په تيارو کي حرکت وو. واړ په غم د خپل نفس وه. غرقيدل وه ، ورکيدل وه. لاره ورکه… نور لوستل »