سولی مدعیان؟ فساد خورونکي؟

لیکوال: احمد الله عاطفي

د مرغومي شپږمه

دکایناتو مالک رب العزیز مفسدین فی الارض ،هغه چي په زمکه کې فساد کوي او فساد خوروئ معرفي کړيدي!!

قرانکریم دالله جل جلا له کتاب او دمحمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم تل پاتې معجزه دی،په دی معجز کتاب کې الله سبحانه وتعالی دالبقری سورت په ۱۱ او ۱۲ مبارکو آیتونوکې پر زمکه فساد کونکئ داسې معرفي کړی چې تر قیام دقیامته دهری زمانی اوپیر دزمکې فساد کونکې څهري رسوا  او بر بنډې شوي!
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَْ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَْ
ژباړه: او کله چې ورته وويل شي، په زمکه کې فساد مه کوئ وائي: مونږ خو په یقین سره مصلحین یو. پام چې همدا دوی مفسدین دي، خونه پوهیږي.

دکفر او معاصیوخورونکو ته هر کله وویل شي: په ځمکه فساد(نفاق ،جنګ، ظلم، بې عدالتي،استعمار ،استحمار،غلا او قتل) مه خوروئ په پلمو او شیطاني کړو، دنړي او سیمې هوسا ئې او سوکالې مه بربادوئ په ځواب کې همدا  وايي:مونږ سوله او امنیت راولو(!)

الله سبحانهُ وتعالی په دی مبارک ایت کې ،کس،ډله ،قوم او … نه دی ښودلی بلکې فرمايي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ، ژباړه:او کله چې ورته وويل شي! که څه هم  دلته بحث دمنافقانو دی خو،خطاب ټولو کفره او فجره ووته دی،(قِيلَ) مجهوله صیغه په عمومیت  دلالت کوي، تر قیامته چې  مفسدین فی الارض ته وویل شي؟(لَا تُفْسِدُوْا) ددوي ځواب همدا وي،کوم چې قرانکریم  ددوي حالت څر ګند کړی!!

دتاریخ په مختلفو پیرو کې ووینئ هر ظالم، جابر ،غاصب او تیری کونکي ځواب همدا دی،دبیلګی په توګه: فرانسویان، رومیان، انګریزان، امریکایان او روسانو په لسګونو کلونو په افریقا، امریکا ،استرالیا،اسیا او حتی په خپله اروپاکې هرډول فساد بازار تودکړی، په ملیونو نو انسانان ئې په اور وریت کړی ، نړۍ ئې سره تبی ګر ځولۍ ،دپوښتنی جرآت څوک نشي کولای؟ او که مطرح شي ؟ ځواب ئې همدا دی چې دقرآنکریم په دی مبارکو ایتونوکې ورته اشاره شويده.

قرانکریم مونږ ته ددوی کړه بر بنډوي او سپارښتنه او لار ښوونه کوي: هوښیار اوسئ!  دوي فساد کونکي دئ!‎

دهر پیر او زمانې جابر او ظالم قوتونه چې  پر زمکه فساد خوروي دعوا ېئ دسولی او کاذب پر مخ تګ دئ!

دپر مخ تګ او کمپیوتر په دی متمدن پير کې وینو،چې دتیروپنځوو لسیزو را هیسې زمونږ ګران هیواد افغانستان  دنیواکګرو تاړاکګرو نښه ګرځیدلی!!

داسي هیوادونه هم شته چې په یو ډول نه یو ډول ډیر غریب دي،په اقتصادی ډول ،بشري قوت او ټکنا لوژی،خو دتا ړاک برخه دی، هسی هم دتاریخ په اوږدو کې چې دافغانستان دپاکې خاوری کینه کښ ګاونډیان،کله هم ځواکمن شوي، افغانستان ئې په ارامه نه دی پریښی!!

خو الحمد لله ،چې دهیواد میړني بچیو په هر پیر کي دسرونو په نذرانو دهیواد برم او ناموس ساتنه کړي!

روسي نیواکګرو پوځی یرغل

زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې روسانو له اوږدی مودی په مرئې او غیر مرئې توګه لاس وهنه کوله،دفکری یرغل څخه تر پوځی یر غله او په دی اړوند له هر ډول ظالمانه او منافقانه کړونو څخه ئې چې وس شوی لاس نه دی اخستی،دګاونډیتوب په پلمه ئې دلستوڼی مار دنده تر سره کړي او ددوستی په نوم ئې خواږه زهر تر زیق کړي!!

دواکمنو په نصب، عزل کې دسترنج مورو په ډول چالونه چلول، خوبد بختانه چې زمونږ په هیواد کې ئې غلامان وروزل ،بیا داغلامانو  په غلامۍ کې دومره پر مخ ولاړل چې روسان ورته ګوته په غاښ شول! بالاخره په غاړه دغلامې په بدنامې حلقی اغستو سره نه خپله په امن پاته شول اونه ئې دبادار کور خوندی شو.

روسانو په اټکل، افغانستان ددوي اشغال شوي سیمه وه په همدی بنا ئې په ډیر سپين ستر ګې او نړیوالو فورمونو خلاف دافغانستان په نصب شویو واکمنو داسي حکمونه صادرول چې ګویا ددوي ځنځیریان دي!!، په اصطلاح دقدرت په کدی ناست واکمنو په هماغه څه کول چې دکریملین څخه ورته هدایت کیدل.

روسانو په دی هم بسیا ونکړه په(۱۳۵۸/۱۰/۶ )لیږدیز لمریزکال ئې حفیظ الله آمین په مستقیمه توګه وواژه او په ببرک کارمل ئ دتاجکستان نه دواک نیولو اعلان وکړ!
د مرغومي شپږمه د افغانانو په تاریخ کې هغه ورځ ده چې په دی ورځ کې ددوستی په نوم دیو خپلواک هیواد جمهور ریس دنیواکګرولخوا ویشتل کیږی، وژل کیږي او خپلی قواوي داشغال په لړ کې ځای پر ځای کوي چې دا عمل په دی ورځ کې افغانان او دنړی ټول ازادګان ئې دتر سره شوي عمل په اړوند ورته توره ورځ وائې!!
پخواني شوروي لښکر پر افغانستان یرغل وکړ،زیات کم د یو سل شل زرو مجهزو پوځیانو قافلي دشوبلو ، ټانګونو،توپونو،درندو او سپکو وسلو سر بیره پر مخ تللی هوائې ځواک په ملتیا عملً افغانستان اشغال کړ.

خو افغان مجاهدینو دالله په نصرت مقاومت وکړ او د نږدې ۱۰ کلنې جګړې په پايله کې روسان له افغانستان نه وتو ته اړ شول

په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ روسي ځواکونه مړه، له دی زیات ټپیان او یوشمیر ئې دمجاهدینو په لاسو اسیر او محدود شمیر روسان له روسي پوځ نه دنفرت لامله مجاهدینو لیکوته واوښتل(تسلیم شول) او له يونيم ميليون زيات افغانان شهیدان شول.

شوروي غوښتل د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، خو ځواکونه يې په نيمه لار کې دتاوان په ګاللو پاتې شول،نه يواځی ارمان ئې پوره نشو اتحاد جماهیر شوروي  ماڼی نسکوره او امپراطوری ئې تالاترغه شوه.

روسي ځواکونه چې د وخت په ښو وسلو سمبال وو، نژدې لس کاله د تش لاسو افغان مجاهدينو پر وړاندې وجنګېدل او نژدې ۱۵۰۰۰ سرتېري يې په افغانستان کې ووژل شول، داشغال اوتیری په مقابل کې دفاعیزه جګړې افغانانو ته هم درنه مرګ ژوبله واړوله، يو نيم ميليون کسان شهیدان شول، تر دې ډېر معيوب او ميليونونه نور کډوال شول، دیتیمانو،معیوبو او کونډو شمیر له حده واوښت!

داشغال په موده کې هره ورځ(۴۵۰) تنه افغانان په شهادت رسول شوي،چې هر ساعت کې دشهیدانو شمیر ۱۹ تنو ته رسیده!!

روسانو افغانستان(۳۳۳۷۰) ورځې دپر له پسی جنګ او هر ډول بمباریو په مټ په اشغال کې وساته چې (۸۰۰۹۸۰) ساعتونه،( ۴۸۰۵۸۸۰) دقیقي او ټول ټال (۲۸۸۳۵۲۸۰۰) ثانئې، دوه سوه اته اتیا ملیونه دری سوه دوه پنځوس زره اته سوه  ثانئې ،دوخت په په پرتله په هره دقیقه کې یوتن افغان یا په شهادت رسیدلی یامعیوب شوی،ددی شمیر دری برابرو څخه زیات مهاجر او له هیواده وتلي، دنړي داسی هیواد به نه وي چي افغانان ورته  نوي تللي!! بلکې ویلی شو داشغال په هره ثانیه کې یوه تراژیدی او غمیزه تر شره شوي.

دروسانو په بمباریو بشپړ کلي او بانډی له خاوروسره خاوری شوي…،فصلونو او باغونو بنیاد ویستل شوی،دغرونو صادراتی توکو ځنګلونو ته اور ورواچول شواو معدنونه تاړاک شول!!

لنډه داچې دروسانو اوددوي دغلامانو له فسادونو دافغانستان یوه سیمه هم په امن کې پاته نشوه.

روسانو هم نه جبرانیدونکی تاوانونه وګالل،دپوځی قوت اسرار ئې رسوا،وسلی مجاهدینو غنیمت کړې پوځیان ئې تش لاسو مجاهدینواسیران کړل، ډیری قیمتي او پرمختللي جنګې الوتکې نسکوراو ځیني سلامت دمجاهدینو لاسوته ورغلي،اقتصاد ئې رکود سره مخ، اویاکلنه باداري او رعب ئې له میځه ولاړ، دمرکزی اسیا محکوم هیوادونو په شمول دشرقي اروپا ریاستونه ازاد، چیچنیا، داغستان او دروس ولکي لاندی ریاستونو کې دخپلواکی تحریکونه پیل شول، هغه شوروي چې غرب ئې دمخامخ مقابلی نه عاجز و،ورته په ګونډوشو!!

دمارکسیزم او لیلنیزم فلسفه ئې ناکامه وبلله دلینن بت ئې نسکور کړ، کمونیزم په روسیه کې په نا اګاهانه مرګ چې وړاندوینه ئې نړیوالو نشوای کولای ومړ او جسدئې روسانو په اصلي دښمن(غرب) وپلوره!!

روسانوته داشغال په موده کې هر کال ددنیا اسلامي او کفري هیوادونو وړاندیز کاوه چې دافغانستان اشغال ته دپای ټکی کیږدي، دفسادونو خورولو مخ تم کړي، اوله افغانستان څخه دروسي قواوي وباسي!

دکبر جنو روسانو ځواب هر ځل همدا وو کوم چې قرآنکریم په ایتونو کې ورته اشاره شوي!!

روسانو به هرځل ویل: مونږ افغانستان ته دفساد مخنوي او صلحي لپاره راغلي یو ،دغرب او دافغانستان د نورودښمنانو لاس لنډولو لپاره مو پوځی اقدام کړی ، هر کله چې مونږ دغرب له مداخلي نه کولو مطمئن او دکار ګرانو واکمنی ته دخطر مخ تم شوه بیا خپلي قواوي وباسو!!

دروسانو دکبر کاسه هغه وخت نسکوره شوه کله چې دافغانستان مسلمان او غیور ملت دجهاد په پاکې جزبي شهادتونو ته غیږ خلاصه کړه او دجنګ په هر ډګر کې دافغاني کمونستانو او روسانو ملا ماته کړه او بالاخره روسانو ته معلومه شوه چې نور دتمیدو نه دي،اونه داجنګ ګټلی او پر مخ بیولی شي! دنړیوالو دتمسخر سر بیره الله جل جلاله ئې مشران یودبل پسی جهنم ته واستول.

روسانود سترومالي او ځاني تاوانوپه ګاللو دالله په نصرت ماته وخوړه،له افغانستان څخه په وتو مجبور شول، له وژل شویو روسانو سر بیره ګوډ،وړانده او پاتي روسي قواوي یودبل پسي په تیښته ووتلي، دروسانو  دمتجاوزو قواو سر قوماندان(یورسي ګروف) په ویر دامو له سینده پلی  پوری وت چې دژړا او خفګان اوښکي نه تمیدی، له اموڅخه په تیریدوئې وویل: مونږ به بیا هیڅکله داسي تیر وتنه ونکړو!!

دشرم خبره خوداشوه هغه کمو نستان چې روسانو ته ئې دپوځی یرغل بلنه ورکوله،دهیواد پلورلو ته ئې عملً مټی نغښتي وو،دروسانو په پاته کیدو ئې اصرار کاوه، مجاهدین ئې دغرب ګوډاګیان او اجیران بلل،له ټولونه وړاندی دوي غرب ته په تللواوهلته دپنا اخستو داسي لیونیان شول،چې نه ئې دکریملین پروا وساتله اونه دهغه شعار،چې سر ورکوو،سنګرنه نه نه نه!!!

دافغانستان داشغال په موده کې دروسانو فسادونو د هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخې ته داسي دروند زيان واړاوه چې له نورو بی شمیره غمیزو سر بیره د سيمې هېوادونو ته يې د مداخلې فرصت په ګوتو ورکړاو د ورور وژني او وینه  تویولو لړي چې دروسانو په لمسون افغاني کمونستانو په هیوادکې پیل کړه  تر ننه روانه ده چې دوي هم تري سلامت پاته نشول!!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د