افغانستان

دافغانستان په شمال کې ترافیکي پیښو درنه مرګ ژوبله اړولې

حوادث جاده ای، در چند سال اخیر در افغانستان افزایش یافته و به گفته پولیس، دلیل عمده این حوادث وجود تعداد بی شمار موتر های دارای اشترنگ دست راست است

نن جمعه  دفبرورۍ ۲۲ مه دبغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې  د دریو موټرو  دټکر په پیښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي .

دمرکزي بغلان چارواکي وایي پیښه د شهرکهنه په سیمه کې رامنځته شوي ، چې یو ۳۰۳ بس موټر  او دوه کوچني موټر ترخپل منځ سره ټکر شوي دي .

در اپور له مخې په ټپیانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي ، چې دمرکزي بغلان شفاخانې ته وړل شوي دي .

 

دمرکزي بغلان دشفاخانې مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې د شپږ تنو ټپیانو حالت نازک دی ، نو ځکه کیدای شي زرترزره  دعلاج لپاره بل ځای نقل شي .

په بغلان کې داپیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې تیر ماښام دبلخ ولایت  دخلم  او مزارشریف ترمابین یو ۳۰۳ موټر له کاماز موټر سره ټکر شوی  چې د بي بی سي دراپور له مخې ۱۱ تنه په کې وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي  .

  ترافیکي پیښې  دافغانانو دمرګ له سترو عواملو څخه بلل کیږي ، چې ویل کیږي په تېر کال کې یې دجګړوپه پرتله ډیر افغانان وژلي دي .

عموما دترافیکي پیښو علت  د چلوونکو بي احتیاطي ، غلط لاس موټر ، دترافیکي اشارو نه شتون ، او دسرکونو خراب وضعیت بلل کیږي ، خو په شمالي ولایاتو کې  کې داپیښې داسې مهال رامنځته شوي چې په دې ولایتونو کې له تیرو دوو ورځو راهیسې سخت ورښت پیل شوی ، چې  عموما د داسې پیښو لامل ګرځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x