دیني، سیرت او تاریخ

زلزله په اسلام او ساینس کي

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

زلزله په لغت کي و خوځښت او ښورېدو ته وايي او په اصطلاح کي د مځکې و حرکت او خوځښت  ته زلزله ویل کیږي.
یا په بل عبارت: زلزله د مځکې هغه حرکت دئ چي د مځکې د ننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورزونکو غرو له کبله  او یا دنورو سببو له کبله رامنځته شي.

د زلزلې د توري څخه ماسوا په قرآن کریم کي (الرجفة) توری هم راغلی دئ، چي دا و سختي زلزلې ته وایي، د قیامت و ورځي ته (الراجفة)   په دې وايي چي د ا ولې شپېلۍ حالت ور څخه مراد دئ.

زلزله پر درې ډوله ده:

۱: عمودي زلزله.

په عمودي زلزله کي شیان د اسمان و لوري ته پورته کیږي او بیرته راکښته کیږي.
په عمودي زلزله کي اکثره وخت خسف صورت نیسي، کورونه ، عمارتونه په مځکه ننوځي.

۲: افقي زلزله.

په افقي زلزله کي شیان له ځایه بې ځایه کیږي، د عرض او طول په لور باندي حرکت کوي.
په دې زلزله کي اکثره وخت عمارتونه په ښه پوره ډول سره له منځه ځي، د خلکو د مرګ پرځای یې ژوبله ډیره وي، دا زلزله اکثره وخت اقتصادي تاوان زښته ډیر  رامنځته کوي، غټه سیمه په لمن کي نیسي.

۳: موجي زلزله.

ددې زلزلې حرکت د ابو  په شان دئ، په دې زلزله کي اکثره وخت د تالندې او یا د توپ په شان سره اواز  پیداکیږي، دا زلزله زړه راکښونکې وي او دا زلزله اکثره وخت د مځکې د داخلي مرکز څخه د۱۸- ۶۰ کیلومترو پوري رسیږي.

موجي زلزله په تلفاتو کي تر ټولو لوړه وي، د انسانانو او حیواناتو په مرګ ژوبله کي ددې زلزلې اکثره وخت ګراف لوړ وي، او تعمیرات داسی ویجاړ کړي چي بیا د استونګي نه وي.

زلزله په قرآن کریم کي:

زلزله په قرآن کریم کي په  سورت الزلزلة، سورت الاحزاب، سورت الاعراف، سورت القصص ، سورت العنکبوت ، سورت المزمل او سورت الحج کي ذکر شوېده، په قرآن کریم کي ورته (الزلزلة ، الرجفة) توري راغلي دي.

د دنیا په دې فاني ژوند کي د مځکې پر کُرې باندي هر ډول حالات راغلي دي او راتلونکي دي، که موږ د تاریخ پاڼې واړوو نو دا به راته جوته شي چی الله ﷻ د مځکې له کُرې څخه ډېر انسانان له منځه وړي دي، د اوبو او باد په طوفانونو، په خسف، په اواز،  په زلزلو، په مرغانو، په ناروغیو او داسي نور…. چي الله ﷻیې په قرآن کریم کي هم یادونه کړېده ، یو څوبېلګې یې وړاندي کوو:

۱: الله ﷻد حضرت شعیب علیه السلام د قوم یادونه موږ ته کوي، دې قوم دا عادت درلودﺉ چي کله به یې یو شی په یوه پېمانه ورکاوه نو هغه به یې سپک ورکاوه او کله چي به یې له هغه څخه اخیستئ بیا به یې په درنه پیمانه ور څخه اخستئ الله ﷻ دا قوم هلاک کړ او یادونه یې داسي کوي:
فَأَخَذَتْهمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِیْ دَارِهمْ جَاثِمِیْن(الاعراف:۹۱)
ژباړه: نو دوی زلزلې ونیول او په ګهیځ کښې په خپلو کورنو کښې مړه پړ مخي پراته پاته شول.

۲: داچي قارون ډېر مالداره وو او دحضرت موسی علیه السلام توهین یې وکړ الله ﷻهغه په مځکه کي خسف کړ او قارون تر اوسه په ټوله نړۍ کي یو ضرب مثل ګرځیدلی   دﺉ ، چي فلان دي خدای  داسي په مځکه کي ننباسي لکه قارون.

الله ﷻفرمایي:
فَخَسَفْنَا بِه وَبِدَارِه الْأَرْض (القصص: ۸۱)
ژباړه: نودی (قارون) او دده کورنۍ مو په ځمکه کي دننه کړل.

د قارون، فرعون او هامان په هکله الله ﷻدا په ښکاره سره وايي چي دې ټولو پر خپلو ځانو باندي ظلم وکړ، یعني حق یې ونه مانه، د خدای احکام یې و غورځول نو ځکه الله وايي چي موږ دوی یا مو خسف کړل، یا مو غرق کړل او یامو هلاک کړل او الله ﷻفرمايي:

وَقَارُ‌ونَ وَفِرْ‌عَوْنَ وَهَامَانَ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُم مُّوسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُ‌وا فِي الْأَرْ‌ضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ ﴿٣٩﴾ فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْ‌سَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْ‌ضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَ‌قْنَا ۚ وَمَا كَانَ اللَّـهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٤٠﴾ (سورت العنکبوت: ۳۹- ۴۱)

ژباړه: او(هلاک کړي مو وو) قارون، فرعون او (وزیر یې) هامان او خامخا په تحقیق راغلي وو دوی  ته موسی په معجزاتو ښکاره ؤ سره پس تکبر وکړ دوی په ځمکه (د مصر) کښې او نه ؤ دوی ړومبی کیدونکي ( له حکم او عذابه زموږ)، پس هر یو له دغو مذکورینو وینول موږ په (سبب) د ګناه خپلې یې پس ځیني ددوی هغه څوک دي چي ولیږل موږ پرې سخت (کاڼي وورونکي) باد او ځیني له دوی هغه څوک دي چي ونیول دوی چغي ( چي زړونه یې وچول) او ځیني له دوی هغه څوک دي چي غرق کړل موږ دوی ( په اوبو کښې). او نه وو الله چي ظلم یې کړی وي پر هغو ولیکن وو دوی پر ځانونو خپلو به یې ظلم کاوه (په کفر او معصیت سره).

الله ﷻد مځکې پر مخ هر کلی د قیامت څخه مخکي ورانوي:

وَإِن مِّن قَرْ‌يَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا (سورت الاسراء: ۵۸)

ژباړه: او نشته هیڅ کلی (یا ښار د ځمکې په مخ کښې) مګر چي موږ هلاک کونکي (مړه کونکي د اهل) د هغه یو، مخکي له ورځې د قیامت یا په عذابونکي یو د هغه په سخت عذاب سره.

د دغه ایات مطلب په څو ډوله سره دئ:

۱: ددنیا هرکلی او سیمه به د انسانانو د ګناهونو له کبله مخکي تر قیامت تباه او برباد شي، د انسانانو دا تباه کیدل به د زلزلو او افت له کبله وي.

۲:یا د لته د هلاکت څخه مراد مطلق مرګ دي که هغه طبعي مرګ وي او که یا په زلزلو ، توپانو او یا افتو سره وي.

د الله د عذابه څخه څوک نشي خلاصېدلای نه په وچه کي او نه هم په دریاب کي الله ﷻفرمايي:

(أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ‌ أَوْ يُرْ‌سِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا ﴿٦٨﴾ أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَ‌ةً أُخْرَ‌ىٰ فَيُرْ‌سِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّ‌يحِ فَيُغْرِ‌قَكُم بِمَا كَفَرْ‌تُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا ﴿٦٩﴾ (سورت بنی اسرائیل: ۶۸، ۶۹)
ژباړه: نو ایا په امن یې تاسی له دې نه چي ډوب کړي تاسی په یو طرف د ځمکې وچي کښې، (په زلزله کي ختم شي) یاولیږي پر تاسي سخت باد وورونکی دوړو کاڼو بیا ونه مومئ تاسی د خپل ځان د پاره کوم ساتونکی ایا په امان کښې یې تاسی له دې نه چي بیا راننه باسي تاسی (الله) په دې (بحر) کښې دوهم ځلي؛ نو ناڅاپه راولیږي پر تاسی ماتونکی (د هرشی) سخت باد نو غرق به کړي (الله) تاسی په سبب د کفرد تاسي پس د هغه بیا به نه مومئ د خپلو ځانونو لپاره پر موږ په سبب د هغه غرق پوښتیدونکي (راپسې ګرځیدونکي).

۳: د حضرت موسی علیه السلام پر قوم باندي عذاب راغئ

فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّ‌جْفَةُ ( الاعراف: ۱۵۵)
ژباړه: نو کله چي دوی سختي زلزلې ونیول(په زلزله یې هلاک کړل) فرعون، هامان او داسی نور….

دا افتونه، سیلابونه او زلزلې داسی توان لري چي د سترګوپه رپ کي یوه سیمه له خاورو سره خاوري کړي،اولسونه له منځه یوسي، تعمیرات نیست او نابود کړي ، اقتصادي زیان واړوي، حیوانات ختم کړي، فصلونه زیانمن کړي، او تر ټولو لوی تاوان یې د انسانانو مرګ ژوبله ده ، چي دا موږ اوس پخپلو سترګو وینو او یا یې د رسنیو پرمخ باندي وینو، چي دا سیلاب او یازلزلې دومري انسانان له منځه یووړل، په دغه اندازه سره یې کورونه او تعمیرونه و نړول، په دغه اندازه کورونه یې  زیانمن کړل، او دومرې اقتصادي تاوان یې راوستئ، او داسی نور…

د نړۍ د انسانانو نظریات د زلزلې په هکله:

په نړۍ کي ډول ډول مذهبونه اونظریې شتون لري، دزلزلو په هکله ځیني په دې عقیده دي چي یو غټ حیوان چي د(دیو هیکل) په نامه سره دئ او په ځمکه کي دننه دئ هغه چي کله سره وښوري هغه دا زلزلې راولي، د هندوانو بیا داسی عقیده ده چي د ځمکې دا ټوله کُره د غوایي پر یوه ښکر باندي ولاړه ده، چي کله دا غوایی دا ځمکه و بل ښکر ته اړوي دا ښوري او زلزله منځته راځي، ځیني بیا په دې آند دي چي دا ځمکه د یوه لوی کشف پر خېټه باندي پرته ده چي کله هغه کشف حرکت کوي نو دا زلزلې و منځته راځي، نیپالیان بیا په دې عقیده دي چي زلزله هغه وخت رامنځته کیږي چي کله خدایان اوشیطانان دمځکې لاندي په جنګ بوخت شي، ځیني بیا داوایي چي دکوچنیو خدایانو غټ خدای وینه غواړي ، کله چي انسانان ورته قرباني ونکړي نوځمکه سره وښوروي.
زلزله په  نوي او زاړه ساینس کي:

د یو نان مشهوره فلیسوف Anaxagoras په ۱۴ قبل المیلاد پیړۍ کي اوسیده  دی په دې آند وو چي زلزله د هوا د ګرځ له کبله ومنځته راځي، فلیسوف طالس Thales۶۲۵- ۵۴۷ قبل المیلادي کي وو هغه بیا په دې آند وو چي زلزله د مځکی او د ابو د کشمکش له کبله صورت نیسي، بل فلیسوف Anaxamines’ (585–526 په دې عقیده وو چي دا د یخ او د ګرمۍ  تر منځ د ټکر په صورت کي رامنځته کیږي، ځینو فلیسوفانو ویل چي دا دمځکې د وچ اقلیم او د لوند اقلیم تر منځ جګړه ده، Democritus (460–371 دیمقراطس بیا په دې آند وو چي دا ټول د اوبو له وجهی رامنځته کیږي، Pliny the Elder بیاپه دې عقیده وو چي دا د مځکې لاندي یوه تالنده صورت نیسي نو ځکه زلزله رامنځته کیږي، په اوسني وخت کي مځکپوهان Geologists په دې آند دي چي دا هرڅه د نړیوالې تودوخې له کبله صورت نیسي دا ځکه چي د مځکي پر مخ چي کومې منجمدې کتلې دي هغه ورځ په ورځ ویلي کیږي، چي له دې سره د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي او د مځکې توازن له منځه ځي، د مځکې چي کومې طبقې دي هغه په حرکت کي راځي او دا زلزلې صورت نیسي.

ځیني ساینس پوهان په دې آند دي چي په ځمکه کي توده هوا ده هغه غواړي چي راووځي، له همدې کبله زلزلې پیداشي، ځیني بیا دا نظر  وړاندي کوي چي ځمکه ډیره یخه شي چي دډېر یخوالي په نتیجه کي د ځمکې سربیرنه طبقه وچوي او په ښور کي راشي او زلزلې واقع شي،  ځیني ساینس پوهان په دې نظر دي چي د مځکي په لاندي طبقه کي د جهنم په شان اور شتون لري، د هغه د ډیر ګر مېدو له کبله مځکه د یوې بوغۍ (Balloon) په شان سره حرکت کوي او زلزلې و منځته راځي،ځیني بیا په دې عقیده او باور دي چي د مځکي دننه ګازونه شتون لري د هغو د حرکت له کبله د مځکې لومړۍ طبقه د سمندر د اوبو د سطحي په شان حرکت کوي چي زلزلې و منځته راځي،له دې څخه علاوه هغه نظریه چي تقریباً ټول ماهرین ورباندي متفق دي هغه نظریه د(پلېټ ټیکټوټس) ده، دا نظریه وايي چي د مځکې لومړۍ طبقه چي خاورې، ډبرې او پر  لوړو ژورو باندي مشتمله ده چي دا کله د ځمکې د یوه افت ښکار شي، په دغه وخت کي دا سطحه یا ماته، او یا کله د مځکې ځیني برخي حرکت پیدا کړي او یا د یوه ځای څخه و بل ځایته خوځښت وکړي نو په ځمکه کي حرکتونه او اهتزازونه د موجو په شان سره پیداشي، چي دا حرکتونه او ښورښت نه محسوسیږي خو دا یو شی دئ چي د مځکې پر لومړۍ سطحه باندي چي هرشی دئ هغه ښوري او حرکت کوي. و بل لور ته اسلامي نظریه بیا داسي ده چي دا ټول د انسانانو د بدو اعمالو نتیجه ده، الله ﷻدا و انسانانو ته ښکاره کوي چي د مځکې پر مخ باندي چي الله ﷻد کوم مقصد لپاره پیداکړي یاست هغه ته متوجه شئ، له بدو اعمالو او افعالو څخه ډډه وکړئ، او ستا سو خالق ستاسو څخه ناراضه دئ، له تیرو بدو کړو څخه توبه و باسئ او د آخرت و ژوند ته توجه وکړئ.

الله ﷻ د انسانانو او پیریانانو د پیدایښت حکمت او فلسفه بیانوي او فرمايي:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾   (سورت الذاریات: ۵۶)
ژباړه:  او نه دي پیداکړي ما پیریان او انسانان مګر لپاره ددې چي عبادت وکړي دوی زما.

الله ﷻ په سپینو ټکوکي فرمايي چي د ټوله پیریانو او انسانانو د پیدایښت حکمت  دادئ چي یواځي او یواځي زما عبادت وکړي، له شرک، کفر، ارتداد او الحاد څخه په سرشي، نو چي خالق ﷻ موږ پیداکړي یو د عبادت د مقصد لپاره او بیا انسانان نافرماني وکړي، د خدای احکام تر پښو لاندي کړي، د هغه خالقیت و نه مني، نو الله ﷻ وايي چي دا انسانان پر خپلو ځانو باندي ظلم کوي، او سزایې په دې دنیاکي مرګ په زلزلو، توپانو، سختو بادو او خسف سره ده او د اخرت عذاب خو لا ورته ګوري، چي هغه له دې څخه ډېر سخت او دردونکی دئ.

زلزلې په احادیثو کي، ولي زلزلې کیږي؟؟؟

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ النَّبِيِّ – ﷺ-، قَالَ: “بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ مَسْخٌ وَخَسْفٌ وَقَذْفٌ
ژباړه: نبي کریم ﷺفرمايي چي د قیامت مخکي به مسخ (د انسانانو شکلونه په حیواناتو لکه بیزوګانو  او خنزیرانو باندي بدلیدل)، وخسف ( د انسانانو په مځکه ننوتل) وقذف( د ډبرو  باران کیدل)

د احادیثو په ځیني متونوکي (رجف) سخته زلزله ، ښځې موسیقۍ ویونکي چي ډیري شي ، خبیث شیان (هغه څه چي اسلام حرام کړي وي او خلک یې حلال کړي) دا عام شي، زلزلې، د باد توپانونه ، په سمندر کي اور، په ځینو متنو کي داسی هم راغلي دي چي دا مصیبتونه پر هغه چا راځي چي سود(رباء) خوري،
راتلونکی حدیث شریف د پورتني حدیث شریف تفسیر دی او نبي کریم ﷺفرمايي:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” لَيُؤْفَكَنَّ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ قَوْمٌ قِرَدَةً وَقَوْمٌ خَنَازِيرَ، وَلَيُصْبِحَنَّ فَيُقَالُ: خُسِفَ بِدَارِ بَنِي فُلَانٍ، وَدَارِ بَنِي فُلَانٍ، وَبَيْنَمَا الرَّجُلَانِ يَمْشِيَانِ يُخْسَفُ بِأَحَدِهِمَا ” قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَبِمَ ذَلِكَ؟ قَالَ: «بِشُرْبِ الْخُمُورِ، وَلِبَاسِ الْحَرِيرِ، وَالضَّرْبِ بِالْمَعَازِفِ وَالزِّمَارَةِ»

ددې حدیث شریف مطلب دادئ چي نبي کریم ﷺفرمایی چي کله زما په امت کي خلک شراب څیښي، وریښم اغوندي، موسیقی او شپیلې وهل کیږي دا ټول عام شي، په دغه وخت کي به زما د امت  یوه ډله انسانان بیزوګان شي، یو قوم به خنزیران شي او خسف به صورت و نیسي.

په بل حدیث شریف کي راځي چي نبي کریم ﷺوویل چي دا خسف به راشي زلزلې به راشی، نو صحابه کرامو وویل یارسول الله ﷺمسلمانان به هم پکښې وي؟ نو نبي کریم ﷺورته و فرمایل چي بلې هو! مسلمانان به پکښې وي خو اکثره عمل به یې خبیث وي، په یوه بل حدیث شریف کي راځي چي نبي کریم ﷺو فرمایل: چي بلې مسلمانان به پکښې وي او خدای به دوی د قیامت په ورځ باندي ددوی پر نیتو باندي راپورته کړي. یعني که یې غلا، زنا، موسیقي او نور حرام کارونه  کول خدای به سزا ورکړي، او که چا ګناه نه کوله، خپل حلال کسب یې کاوه، په عبادت ولاړ وو، او یا نور ښه کارونه یې کول الله ﷻ به جزا ورکړي.

د اسلام حقانیت او د ساینس حماقت:

ساینس دا وايي چي دا زلزله د مځکې د سطحو د خوځښت او حرکت له کبله و منځته راځي، مګر دا نشي ویلای چي درملنه یې څه ده؟؟؟ باید څه وکړل شي چي زلزلې کانترول او یا هم ختمي شي، برعکس اسلام یې هم وجوهات بیانوي او هم درملنه، دا هم یوه مسلمه خبره ده چي پر کومو قومونو باندي چي زلزلې راغلي دي په هغو کي هغو وجوهاتو شتون درلودئ چي اسلام یې وړاندوینه کړې ده، که څه هم په اوسني وخت کي کشفیات او اختراعات و اوج ته ورسیدل خو د زلزلې په کانترول کي صفر دي، که کمپیوټر دی، که مضبوطه عمارتونه دي، که هرڅه وسایل دي تر اوسه دا ټول د زلزلې په کانترول کي صفر دي،حتی ساینس پوهان یې تر اوسه تعین وخت هم نشي معلومولای، کله وړاندوینه وکړي، هغه غلطه شي، او کله بیا ساینس پوهان ارام ناست وي چي زلزله پر وشي او هرڅه له خاورو سره برابرشي، دا هغه څه دي چي  الله ﷻ  یې و انسان ته دا ور  ښیي چي ای انسانه! هر څومري چي طرقي او پرمختګ وکړې بیا هم زما د ارادو په وړاندي صفر یې،او دا ټول اختراعات او کشفیات په صفرکي دي،دا چي په جاپان کي زلزلې تر نورو ځایونو ډیري کیږي، او جاپانیانو هر ډول تعمیرونه ورته جوړ کړیدي خو بیا هم نه هغو تعمیرو دوی له مرګه راوګرځول او نه هم دوی په دې پوه شول چي پر دغه وخت باندي زلزله کیږي او نه هم په دې پوهیږي تر اوسه چي څه باید وشي چي زلزلې ونشي، برعکس د نبي کریم ﷺپه وخت کي هم زلزله وشوه، نبي کریم ﷺو فرمایل: ستاسو  رب غواړي چي تاسي د خپلو خطاوو معافي و غواړئ.

د زلزلې بل حکمت او فلسفه داده چي خداي پاک و انسانانو ته دا ور په یادوي چي دا د نړۍ نظام فاني دئ او ختمیدونکی دئ، تاسی د قیامت و سختي ورځي ته تیاری ونیسئ، ا و غټه او ستره زلزله راتلونکې ده چي و هغې ته قیامت وايي، نبي کریم ﷺفرمايي:

ترهغو پوری قیامت نه راځي ترڅوچي علم نه وي پورته شوی اوډیري زلزلې ونشي.

دا حدیث مبارک دا ښکاره کوي چي دا اوسنۍ ډیري زلزلې د قیامت د علامو څخه یوه علامه ده، و بل لور ته ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنهافرمايي:

کله چي یوځای زلزله راځي که چیري د هغه ځای خلک توبه و باسي او د بدو اعمالو څخه راوګرځي نو دا ددوی په حق کي بهتره ده، او که یې توبه ونه ایستله نو ددوی لپاره هلاکت دئ.

له دې څخه مطلب دادئ چي که خلک توبه و باسي نو په طوفانو او زلزلو به هلاک نشي او که یې  توبه ونه ایستله نو په زلزلو به هلاک شي، د زلزلو په کولو سره باید ټوله انسانان له بدو اعمالو څخه راوګرځي، هغه هم باید عبرت واخلي که نه نو برخلیک به یې په زلزلو هلاکت وي.

د اسلام پنځم خلیفه حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه یو لیک چي  ابن قیم پخپل کتاب کي رانقل کړیدئ چي د زلزلو پر مهال یې و خپلو خلکو ته لیکلی دي، هغه لیکلي دي چي کله زلزلې کیږي دا د سزا په ډول سره رامنځته کیږي، له همدې کبله تاسی صدقه او خیرات وکړي.

ساینس په دې هم نه پوهیږي چي زلزله به څه وخت کیږي؟ څومري به ژوره وي؟ څومري انسانان به هلاکیږي؟ څومري کورونه او تعمیرونه به له خاورو سره خاوري کیږي؟ څومري اقتصادي تاوان به راولي؟ د مځکي په کومه برخه کي به زلزله راځي؟ کومه سطحه به له کومې سطحي سره په ټکر کي راځي؟د څو دقیقو یا ثانیو لپاره به وي؟ څومري زخمیان به لري؟ د زلزلې به کوم شکل وي؟ افقي، عمودي او که موجي؟ ایا په دې زلزله کي به غرونه ښویږي که یا؟ ایا مځکه به ننوځي (خسف) که یا؟ او داسی نور په زرهاوو پوښتنې و ساینس ته بې ځوابه دي، خو بل لور ته الله ﷻ فرمايي:

قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّـهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ‌ مُّبِينٌ ﴿٢٦﴾ (الملک:۲۶)
ژباړه: ورته ووایه! الله په دې ښه خبردئ په تحقیق سره زه ښکاره بیرونکی یم.

خداي پاک ښه خلک په زلزلو نه وژني:

الله جل جلاله په قرآن کریم کي فرمايي:

وَمَا كَانَ رَ‌بُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَ‌ىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ﴿١١٧﴾ (هود: ۱۱۷)

ژباړه: خدای پاک د یوې قریې خلک چي مصلح وي په ظلم سره نه  وژني.

شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب د زلزلې په هکله وايي:

هغه څوک چي مؤمن وي هغه به د زلزلې په هکله وایي چي و ماته معلومه نه ده چي ددې پيښې و شاته څه شتون لري،په دې کي څه مصلیحتونه نغښتي دي، او د خدای پاک ﷻ په دې کارکي څه حکمت وو؟، زه نه پوهیږم، خو دومري پوهیږم چي د ټولو کائناتو یوه زره هم دالله د ارادې بغیره حرکت او خوځښت نشي کولای، له همدې کبله باید دا انسان و خدای ته ځان تسلیم کړي او د خاکسارۍ سر کښته کړي، چي څه  شوي دي هغه ټول د الله ﷻ دارادي مطابق شویدي ، او زه نور پردې باندي کوم نظرنلرم.

حضرت مولانا محمد یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه لیکي:

د زلزلو څه اسباب هم شته،چي جیولوجستانو( مځکپوهانو) بیان کړیدي، چي دا اسباب هم خدای ورته برابر کړیدي، او کله داسی هم وشي چي زلزله بېله طبعي اسبابه صورت ونیسي، په هرصورت، یو مسلمان باید د زلزلې څخه عبرت واخلي، دعاوي وکړي، د خپلو ګناهونو بخښنه و غواړي، صدقه وکړي، خیراتونه وکړي، او له ګناهونو څخه ډډه وکړي.

د نړۍ په تاریخ کي زلزلې او خسارې

په ۲۰ هجری قمری کال کي د امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کي زلزله راغله، د زلزلې پر مهال هغه خپله پنده پر مځکې باندي کښېښل او ویې ویل:  ایا عمر پرتا باندي عدل نه دی ټینګ کړﺉ؟ له دې ویناسره جوخت زلزله ودریدل.

په ۵۹ هجری قمري کال کي زلزله وشوه چي تکانونه یې تر۴۰ ورځو پوری دوام درلودﺉ او ډېر ښارونه یې له منځه یووړل.

په ۲۲۳ هجری کال کي د غرناطې په ښارکي زلزله وشوه چي ټوله ښار یې نیست او نابودکړ.

په ۲۴۱ هجری کال کي په وامغان کي زلزله وشوه چي ۲۵۰۰۰ انسانان یې له منځه یو وړل.

په ۵۵۲ هجری قمري کال کي په شام کي یوه زوروره زلزله وشوه، چي ډېر ښارونه یې له خاورو سره خاوري کړل لکه:حماة، حمص، معره، افامیه، حصن الاکراد، عرقه، الاذقه، طرابلس او انطاکیه، ټول عمارتونه یې له خاورو سره خاوري کړل، حتی جنګي فصیلونه هم تباه شول، چي نورالدین زنکی رحمة الله علیه بیرته مرمت کړل.

د ډسمبر پر۲۲- ۸۵۶ میلادی کال کي د ایران په مرکزکي یوه زلزله وشوه، چي اندازه یې ۸ وه، او تر دوه لکه ۲۰۰۰۰۰ پوری انسانان له منځه ولاړل، چي په دې زلزله کي مرکز او نژدې ښارونه په بشپړ ډول سره له منځه ولاړل.

هغه زلزله چي دجیولوجي پوهان یې د مځکي په تاریخ کي ستره زلزله ګڼي هغه دجنوری ۲۳، ۱۵۵۶ میلادي کال زلزله ده، دا زلزله د چین په Shaanxi کي وشوه، دې دا زلزله د نړۍ په ۹۷ هیوادونو کي حس شوه، او خپله یې په چین کي ۵۲۰ میله ځمکه له خاورو سره خاوري کړه، په دې ستره زلزله کي ۸۳۰۰۰۰ اته لکه دیرش زره کسان له منځه ولاړل، چي ددې سیمي ۶۰٪ نفوس یې ختم کړ، ددې زلزلې حرکت د لختر په اندازه سره ۸ وو، او زور  یې یوګیګاټن وو.

د اکتوبر پر۱۱- ۱۱۳۸ میلادي کال کي په سوریه کي یوه زلزله وشوه، اندازه یې 8.5 وه، او زور یې 2  ګیګاټنه وو، ۶۰۰ د ښار محافظین یواځي پکښې مړه شوه، او ټوله ۲۳۰۰۰۰ دوه لکه دیرش زره کسان پکښې مړه شوه.

په سپتمبر۲۷- ۱۲۹۰ میلادي کال کي په چیلي کي یوه زلزله وشوه، 6.8 یې حرکت وو،  یولک اسنانان یې له منځه یووړل، او په زرهاوو کورونه یي هم له خاورو سره خاوري کړل.

په جنوری ۱۱- ۱۶۳۹ میلادي کی یوه زلزله په ایټالیا کي وشوه، چي اندازه یې۸ وه، او تر ۶۰۰۰۰ شپیتو زرو پوری یې انسانان ووژل.

د اپریل پر۲۶- ۱۷۱۲ میلادي کال د ایران په تبریز کي یوه زلزله وشوه، مړي او زخمیان یې تر۲۵۰۰۰۰ دوه لکه او پنځوسره زره  پوری ورسیدل.

په نومبر ۱- ۱۷۵۵ میلادی کال کي په پرتګال کي یوه زلزله وشوه،چي اندازه یې ۹ وه، تر۱۰۰۰۰۰ یولک پوری یې انسانان له منځه یوړل.

په ۱۹۶۰ میلادي کال کي په والدیوا(Valdivia) یوه زوروره زلزه وشوه، چي د لختر په اندازه سره یې 9.5 وه، او زور یې ۱۷۸ ګیګاټنه وو، دا۱۷۸ ګیګاټنه اندازه داسي ده لکه چي ۱۰۰۰ اتومي بمونه  چي په یوه وخت  کي په یوه ځای کي وچول شي، دایې زور وو، او دا زلزله تر هاوایی پوري ورسیدله، دې زلزلې ۴۳۶ میله واټن په بر کي ونیوی، او۶۰۰۰۰ شپیته زره کسان پکښې له منځه ولاړل.

د ډسمبرپر ۲۶- ۲۰۰۴ میلادي کي یوې ستري زلزلې د هند سمندر وواهه، ددې اندازه 9.3 اټکل شوه،  او زور یې ۳۲ ګیګا ټنه وو، او د سونامي Tsunami سبب شوه، دې زلزلې تر ۲۲۵۰۰۰ دوه لکه پنځه ویشت زرو کسانوپوری ووژل،  دې زلزلې تر۱۰ د قیقو پوری دوام وکړ.

د جولای پر۲۸- ۱۹۷۶ میلادي کال کي په Tangshan, Hebei یوه ستره زلزله وشوه، چي ۲۵۵۰۰۰ دوه لکه پنځه پنځوس زره کسان پکښې له منځه ولاړل،  ددې اندازه 8.2 وه، او۱۰ ثانیې یې دوام وکړ، دې زلزلې ۴ میله اږدوالی او۵ میله پراخوالی در لودی.

په ډسمبر ۱۶- ۱۹۲۰ میلادي کال کي یوه زلزله په Gansu کی وشوه، چي ۱۲۵ میله ځمکه یې په برکي ونیول او اندازه یې ۸ وه، او ټول ۲۴۰۰۰۰ دوه لکه څلویښت زره کسان یې له منځه یو وړل.

د جنوری پر۱۲- ۲۰۱۰ میلادي کال کي په هیتي کي یوه زوروره زلزله وشوه، ددې زلزلې حرکتونه تر۱۲ ورځو پوری حس کیدل، په دې زلزله کي ۳۱۶۰۰۰ درې لکه شپاړس زره   انسانان مړه شول، ۳۰۰۰۰۰ درې لکه زخمیان شول او لس لکه ۱۰۰۰۰۰۰ انسانان بې کوره شول، ۲۵۰۰۰۰ دوه لکه پنځوس زره کوره او۳۰۰۰۰ دیرش زره صنعتي ځایونه پکښې له منځه ولاړل.

د مئی پر۲۲- ۱۹۲۷ میلادی کال کي یوه زلزله په Xining کی وشوه، ددې اندازه 7.9 اټکل شوه او۲۰۰۰۰۰ دوه لکه انسانان یې له منځه یو وړل، چي تر۵۰۰ زیات یې مکتبونه او دفترونه له منځه یووړل.

د مارچ پر۱۱- ۲۰۱۱ میلادی کال کي یوه زلزله په توکیو جاپان کي وشوه، چي اندازه یې ۹ اټکل شویده، چي په زرهاوو انسانان یې له خاورو سره خاوري کړل، ۱۳۰۰۰۰ یو لک دیرش زره عمارتونه یې له منځه یو وړل.

د سپتمبر پر۱- ۱۹۲۳ میلادی کال کي په جاپان کي یوه بله زلزله وشوه، دې زلزلې د۴- ۱۰ دقیقو پوری دوام وکړ، او اندازه یې ۹ وه، په دې زلزلې کي اور ۱۴۰۰۰۰ یولک څلویښت زره کسان له منځه یو وړل، څلورنیم لکه ۴۵۰۰۰۰ کورونه یې له خاورو سره خاوري کړل.

د اکتوبر پر۶- ۱۹۴۸ میلادي کال کي په عشق آباد کي یوه زلزله وشوه، چي په دغه وخت کي شوروي اتحاد شتون درلودي، ددې زلزلې اندازه 7.3 وه، تر یولک شپږ اویا زرو۱۷۶۰۰۰ کسانو پوری پکښې له منځه ولاړل.

په ۲۸ ډسمبر – ۱۹۰۸ میلادی کال کي په ایټالیا کي یوه زلزله وشوه، چي اندازه یې ۷ وه، تر دوو لکو ۲۰۰۰۰۰ انسانانو پوری یې له منځه یو وړل، دا زلزله آن یوه دقیقه لا هم نه وه، د ایټالیا ددې ښارګوټي ۹۱٪ یې ویجاړه او له خاورو سره خاوري کړل.

په مئي ۸- ۲۰۰۸ میلادي کال کي په جاپان کي یوه زلزله وشوه، اندازه یې ۸ وه، تر۷۰۰۰۰ اویا زرو پوری انسانان پکښې له منځه ولاړل، تر۴۰۰۰۰۰ څلورو لکو پوری انسانان پکښې زخمیان شول، دا په چین کي د۱۹۷۶ میلادي کال راهیسی تر ټولو غټه مرګوني زلزله وه،  تر۱۵۰۰۰۰۰۰ پنځه لس میلیونو پوری انسانان یې بې کوره کړل.

د اکتوبر پر۸- ۲۰۰۵ میلادي کال کي د پاکستان په کشمیرکي یوه زوروره زلزله وشوه، اندازه یې 7.6 ښودل شوېده،  پنځه اتیازره  ۸۵۰۰۰ انسانان پکښې له منځه ولاړل، تر ۷۰۰۰۰ اویا زرو پکښې زخمیان شول.

په جون ۲۱- ۱۹۹۰ میلادي کال کي په ایران کي زلزله وشوه، د ایران د مرکز تهران شمال لویدیځ کي، دې زلزلې تر۷۰۰ کلیو پوری له خاورو سره خاورې کړل، ۴۰۰۰۰ څلویښت زره انسانان  پکښې ووژل شول، ۶۰۰۰۰ شپیته زره زخمیان شول او تر پنځه لکو ۵۰۰۰۰۰۰ پوری انسانان بې کوره شول.

د زلزلې په هکله سوالونه ځوابونه:

سوال: زلزلې ولي کیږي؟

ځواب: دام المؤمنین حضرت عایشه صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دﺉ چي وايي: کله چي په یوه سیمه او خلکو کي زنا، موسیقي او شراب ډیر شي دا خلک الله ﷻپه زلزلو باندي هلاکوي. له دې څخه علاوه په (سورت العنکبوت ۳۹- ۴۱) پوری هغه ایاتونه هم ذکرشول چي خداي پاک فرمايي چي دا قارون، فرعون او هامان دا د خپل ظلم (کفر او شرک) له کبله هلاک شول،  او په (سورت  هود: ۱۱۷) ایات کي دا هم راغلي دي چي الله ﷻ وايي چي زه مصلح خلک نه هلا کوم په عذاب سره.

سوال: دا په زلزلو کي خو ټول کفار، مشرکین، ملحدین او غیر مسلمانان نه هلاکیږي ولي مسلمانان هم ور سره له منځه ځي؟

ځواب: خداي پاک مسلمانان هم په دې عذاب ځکه ور سره هلاکوي چي د مسلمان لپاره داد زلزلو مرګ شهادت دئ، بل دا چي په راتلونکی کي دا مسلمانان یا کفار نشي او یامرتد نشي، نوځکه هلاکت ورته غوره دئ. او یا له دې کبله دئ چي دغه مسلمانان په نامه مسلمانان دي، یا د کفارو سره مرسته کوي، یایې مالي ملاتړکوي، او یایې قلبي ورسره مینه او لورینه وي، دایې هم یوه وجه کیدای شي.یالکه چي حدیث شریف پورته بیان شو چي مسلمانان هغه وخت په زلزلو کي هلا کیږي چي اکثره اعمال یې خبیث شي اودشریعت خلاف شي.

سوال: ولي خدای پاک په زلزله کي ټول کفار له منځه نه وړي؟

ځواب: الله ﷻ و ټوله بشریت ته بیا موقع ورکوي چي د الله و احکامو ته سر ټیټ کړئ، هم و مسلمانانو ته او هم و کفارو ته، دا زلزله خپله و کفارو ته د ایمان بلنه ده، چي دا دالله قدرت دئ ایمان راوړئ، او ومسلمانانو ته دا ښکاره کوي، چي تاسی پر شوو ګناهونه توبه وباسئ او سم و الله ته رجوع وکړئ، نو ځکه الله ﷻ کله یو ځای زلزله وکړي، کله بل ځای، کله لږ انسانا ن پکښې هلاک شي او کله ډیر، خو کله داسی هم پیښه شي چي مرګ ژوبله نه وي خو زلزله وي.

سوال: په اوس وخت کي زلزلې د کفري نړۍ په نسبت په اسلامي نړۍ کي ډیري شویدي ددې علت څه دئ؟

ځواب: په یوه حدیث شریف کي راځي چي دا دنیا د کافر لپاره جنت دئ، او د مسلمان لپاره دوږخ دئ، ددې مطلب دادئ چي و مسلمان ته احکام ورکول شويدي، د هغه هرڅه د الله ﷻ د احکامو مطابق دئ، او کافر خو هرڅه چي یې وکړل او په فکرکي یې راغلل هغه کوي، داچي و مسلمان ته احکام ورکول شویدي، او په هرڅه هم پوهیږي، بیا هم نه د الله عبادت کوي او نه هم و اوامرو او نواهیو و ته غاړه ایږدي نو ځکه الله ﷻ دوی په عذاب سره هلاکوي.  ټول هغه نافرمانیاني چي په یوه کفري ټولنه کي شتون لري اوسمهال په اسلامي ټولنه کي هم شتون لري، موسیقی، قمار، شرک، شراب، زناوي، قتلونه، غلاوي، فحشاء، بربنډ توب او داسی نور…

سوال: زلزله څنګه رامنځته کیږي؟

ځواب: مځکه خپل ځانته رګونه لري، چي ددې رګونو واک الله ﷻو پرشتوته ورکړیدﺉ کله چي پر یوه سیمه باندي ګناهونه کیږي، فحشاء و اوج  ته ورسیږي بیا الله ﷻورته امر وکړي چي دارګ یې وښوروﺉ هغه په حرکت راشي او زلزله رامنځته شي- د الله چي څومري اراده وي په هغه اندازه سره خلک مړه شي او ځاني او مالي نقصان ومنځته راشي.

سوال: د زلزلو په وخت کي خلک باید څه وکړي؟

ځواب: د زلزلو په وخت کي باید ټول خلک له خپلو ګناهونو توبه وباسي، صدقات او خیراتونه وکړي، بغیرله مکروه وخت نه باید خلک نفلي لمونځونه وکړي او ذکربه یې داوي:

۱: ربناظلمنا انفسنا و ان لم تغفرلنا و ترحمنا لنکونن من الخاسرین.
ژباړه: ای زموږ ربه! موږ پرخپلوځانونو باندي ظلم کړیدﺉ که چیری ته راته بخښه ونکړې او رحم را باندي ونکړی نو موږ یقینا له تاوانیانو څخه یو.

۲: لااله الاانت سبحانک اني کنت من الظالمین
نسته وړ د عبادت مګرته (ای الله!) پاکي دي وي و تاته (له ټولو عیبونو) او زه په تحقیق سره د ظالمانو له ډلې څخه یم.

سوال: کوم خلک چي په زلزلو کي مړه شي ددوی مرګ څنګه دﺉ؟

ځواب: ودوو ډلو انسانانو ته د زلزلې مرګ ګټه نه رسوي کفارو ته او بل هغو مسلمانانوته چي د ګناه په حالت کي وی او زلزله پر وشي او مړه شي او هغه عام مسلمانان چي مړه شي هغه شهیدان دي.مخکي موږ یو حدیث شریف هم ذکر کړي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي  هغه خلک چي په زلزله کي هلاک شي الله به دوی دقیامت په ورځ دخپلو نیتو سره راپورته کړي.

سوال: که چیري د زلزلې له کبله یوه کورنۍ یا کلی ویجاړ شي او ددې امکان نه وي چي انسانان راوکښل شي د جنازې لمونځ یې څنګه دﺉ؟

ځواب: هغه ځای چي زلزله شویده او خلک خسف شوی او په ځمکه ننو تلي دي هلته دي  نژدې خلک ودریږي  او د جنازې لمونځ دي وکړي، دا استثنائي حالت دي پروا نه کوي.

سوال: که د لمانځه پر مهال زلزله وشي باید څه وشي؟

ځواب: که د لمانځه پر مهال زلزله وشوه، که یې ځایونه نړول بیا دا ضروري ده چي لمونځ پریښودل شي، اوکه یې ځایونه نه نړول بیا د لمانځه پریښودل جایز کار دئ.

سوال: د زلزلې پر مهال له کوره او سرایه وتل څنګه دي؟

ځواب: دا چي په زلزله کي عمارتونه او کورونه نړیږي دا ضروري ده چي یو څوک له خپل کوره ووځي، پر انسان باندي د خپل ځان ساتل ضروري دي، او که کښیني چي زه پروانه کوي دا خپل ځان خپله هلاکول دي.

سوال: د زلزلو پر مهال اذان کول څنګه دئ؟

ځواب: درست کارنه دئ باید د زلزلې پر مهال اذان ونشي.

پای

=============

لمن لیکونه:
1.      قرآن کریم.
2.      بخاری شریف
3.      مصنف ابن ابی شیبہ، رقم:۸۳۳۴ فی الصلاة فی الزلزلہ
4.      الجواب الکافی لابن القیم،ص:۴۷
5.      اصلاحی خطبات۱۶/۱۳۸- شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب
6.      آپ کے مسائل، ۱/۳۸۶- مولانا محمد یوسف لدهیانوی رحمة الله علیه.
7.      تاریخ ابن خلدون، ټوک۶، پاڼه: ۳۰۵
8.      زلزله مشاهدات وواقعات،ص:۱۰
9.      فرهنګ فارسی عمید، ټوک:۲ پاڼه: ۱۳۱۷، ۱۳۱۸/ تالیف:حسن عمید/ خپرونکی:مؤسسه انتشارات امیرکبیر تهران، ۱۳۸۱
10.     المنجد،
11.     مجموع الوسیط
12.     مختلفي فتاواوي.
13.     سنن ابن ماجه ت الأرنؤوط –۴۰۵۹
14.     موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان
15.     سنن الترمذي
16.     المقصد العلي في زوائد أبي يعلى الموصلي
17.     ترتيب الأمالي الخميسية للشجري
18.     شعب الإيمان للبیهقی
19.     السنن الواردة في الفتن وغوائلها والساعة وأشراطها
20.     المستدرك على الصحيحين
21.     كتاب الفتن- المؤلف: أبو عبد الله نعيم بن حماد بن معاوية بن الحارث الخزاعي المروزي (المتوفى: ۲۲۸هـ
22.     •  “Earthquake FAQ”. Crustal.ucsb.edu. Retrieved 2011-07-24.
23.     •  Ohnaka, M. (2013). The Physics of Rock Failure and Earthquakes. Cambridge University Press. p. 148. ISBN 9781107355330.
24.     •  Spence, William; S. A. Sipkin; G. L. Choy (1989). “Measuring the Size of an Earthquake”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-11-03.
25.     •  Geoscience Australia
26.     •  Wyss, M. (1979). “Estimating expectable maximum magnitude of earthquakes from fault dimensions”. Geology 7 (7): 336–340. Bibcode:1979Geo…..7..336W. doi:10.1130/0091-7613(1979)7<336:EMEMOE>2.0.CO;2.
27.     •  Sibson R. H. (1982) “Fault Zone Models, Heat Flow, and the Depth Distribution of Earthquakes in the Continental Crust of the United States”, Bulletin of the Seismological Society of America, Vol 72, No. 1, pp. 151–163
28.     •  Sibson, R. H. (2002) “Geology of the crustal earthquake source” International handbook of earthquake and engineering seismology, Volume 1, Part 1, page 455, eds. W H K Lee, H Kanamori, P C Jennings, and C. Kisslinger, Academic Press, ISBN / ASIN: 0124406521
29.     •  “Global Centroid Moment Tensor Catalog”. Globalcmt.org. Retrieved 2011-07-24.
30.     •  “Instrumental California Earthquake Catalog”. WGCEP. Retrieved 2011-07-24.
31.     •  Hjaltadóttir S., 2010, “Use of relatively located microearthquakes to map fault patterns and estimate the thickness of the brittle crust in Southwest Iceland”
32.     •  “Reports and publications | Seismicity | Icelandic Meteorological office”. En.vedur.is. Retrieved 2011-07-24.
33.     •  Schorlemmer, D.; Wiemer, S.; Wyss, M. (2005). “Variations in earthquake-size distribution across different stress regimes”. Nature 437 (7058): 539–542. Bibcode:2005Natur.437..539S. doi:10.1038/nature04094. PMID 16177788.
34.     •  Talebian, M; Jackson, J (2004). “A reappraisal of earthquake focal mechanisms and active shortening in the Zagros mountains of Iran”. Geophysical Journal International 156 (3): 506–526. Bibcode:2004GeoJI.156..506T. doi:10.1111/j.1365-246X.2004.02092.x.
35.     •  Nettles, M.; Ekström, G. (May 2010). “Glacial Earthquakes in Greenland and Antarctica”. Annual Review of Earth and Planetary Sciences 38 (1): 467–491. Bibcode:2010AREPS..38..467N. doi:10.1146/annurev-earth-040809-152414.
36.     •  Noson, Qamar, and Thorsen (1988). Washington State Earthquake Hazards: Washington State Department of Natural Resources. Washington Division of Geology and Earth Resources Information Circular 85.
37.     •  “M7.5 Northern Peru Earthquake of 26 September 2005” (PDF). National Earthquake Information Center. 17 October 2005. Retrieved 2008-08-01.
38.     •  Greene II, H. W.; Burnley, P. C. (October 26, 1989). “A new self-organizing mechanism for deep-focus earthquakes”. Nature 341 (6244): 733–737. Bibcode:1989Natur.341..733G. doi:10.1038/341733a0.
39.     •  Foxworthy and Hill (1982). Volcanic Eruptions of 1980 at Mount St. Helens, The First 100 Days: USGS Professional Paper 1249.
40.     •  Watson, John; Watson, Kathie (January 7, 1998). “Volcanoes and Earthquakes”. United States Geological Survey. Retrieved May 9, 2009.
41.     •  National Research Council (U.S.). Committee on the Science of Earthquakes (2003). “5. Earthquake Physics and Fault-System Science”. Living on an Active Earth: Perspectives on Earthquake Science. Washington D.C.: National Academies Press. p. 418. ISBN 978-0-309-06562-7. Retrieved 8 July 2010.
42.     •  Thomas, Amanda M.; Nadeau, Robert M.; Bürgmann, Roland (December 24, 2009). “Tremor-tide correlations and near-lithostatic pore pressure on the deep San Andreas fault”. Nature 462 (7276): 1048–51. Bibcode:2009Natur.462.1048T. doi:10.1038/nature08654. PMID 20033046.
43.     •  “Gezeitenkräfte: Sonne und Mond lassen Kalifornien erzittern” SPIEGEL online, 29.12.2009
44.     •  Tamrazyan, Gurgen P. (1967). “Tide-forming forces and earthquakes”. Icarus 7 (1–3): 59–65. Bibcode:1967Icar….7…59T. doi:10.1016/0019-1035(67)90047-4.
45.     •  Tamrazyan, Gurgen P. (1968). “Principal regularities in the distribution of major earthquakes relative to solar and lunar tides and other cosmic forces”. Icarus 9 (1–3): 574–92. Bibcode:1968Icar….9..574T. doi:10.1016/0019-1035(68)90050-X.
46.     •  “What are Aftershocks, Foreshocks, and Earthquake Clusters?”.
47.     •  “Repeating Earthquakes”. United States Geological Survey. January 29, 2009. Retrieved May 11, 2009.
48.     •  “Earthquake Swarms at Yellowstone”. United States Geological Survey. Retrieved 2008-09-15.
49.     •  Duke, Alan. “Quake ‘swarm’ shakes Southern California”. CNN. Retrieved 27 August 2012.
50.     •  Amos Nur; Cline, Eric H. (2000). “Poseidon’s Horses: Plate Tectonics and Earthquake Storms in the Late Bronze Age Aegean and Eastern Mediterranean” (PDF). Journal of Archaeological Science 27 (1): 43–63. doi:10.1006/jasc.1999.0431. ISSN 0305-4403.
51.     •  “Earthquake Storms”. Horizon. 1 April 2003. Retrieved 2007-05-02.
52.     •  “Earthquake Facts”. United States Geological Survey. Retrieved 2010-04-25.
53.     •  Pressler, Margaret Webb (14 April 2010). “More earthquakes than usual? Not really.”. KidsPost (Washington Post: Washington Post). pp. C10.
54.     •  “Earthquake Hazards Program”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-08-14.
55.     •  USGS Earthquake statistics table based on data since 1900
56.     •  “Seismicity and earthquake hazard in the UK”. Quakes.bgs.ac.uk. Retrieved 2010-08-23.
57.     •  “Italy’s earthquake history.” BBC News. October 31, 2002.
58.     •  “Common Myths about Earthquakes”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-08-14.
59.     •  Are Earthquakes Really on the Increase?, USGS Science of Changing World. Retrieved 30 May 2014.
60.     •  “Earthquake Facts and Statistics: Are earthquakes increasing?”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-08-14.
61.     •  The 10 biggest earthquakes in history, Australian Geographic, March 14, 2011.
62.     •  “Historic Earthquakes and Earthquake Statistics: Where do earthquakes occur?”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-08-14.
63.     •  “Visual Glossary — Ring of Fire”. United States Geological Survey. Retrieved 2006-08-14.
64.     •  Jackson, James, “Fatal attraction: living with earthquakes, the growth of villages into megacities, and earthquake vulnerability in the modern world,” Philosophical Transactions of the Royal Society, doi:10.1098/rsta.2006.1805 Phil. Trans. R. Soc. A 15 August 2006 vol. 364 no. 1845 1911–1925.
65.     •  “Global urban seismic risk.” Cooperative Institute for Research in Environmental Science.
66.     •  Madrigal, Alexis (4 June 2008). “Top 5 Ways to Cause a Man-Made Earthquake”. Wired News (CondéNet). Retrieved 2008-06-05.
67.     •  “How Humans Can Trigger Earthquakes”. National Geographic. February 10, 2009. Retrieved April 24, 2009.
68.     •  Brendan Trembath (January 9, 2007). “Researcher claims mining triggered 1989 Newcastle earthquake”. Australian Broadcasting Corporation. Retrieved April 24, 2009.
69.     •  “Speed of Sound through the Earth”. Hypertextbook.com. Retrieved 2010-08-23.
70.     •  Geographic.org. “Magnitude 8.0 – SANTA CRUZ ISLANDS Earthquake Details”. Gobal Earthquake Epicenters with Maps. Retrieved 2013-03-13.
71.     •  “On Shaky Ground, Association of Bay Area Governments, San Francisco, reports 1995,1998 (updated 2003)”. Abag.ca.gov. Retrieved 2010-08-23.
72.     •  “Guidelines for evaluating the hazard of surface fault rupture, California Geological Survey” (PDF). California Department of Conservation. 2002.
73.     •  “Natural Hazards — Landslides”. United States Geological Survey. Retrieved 2008-09-15.
74.     •  “The Great 1906 San Francisco earthquake of 1906”. United States Geological Survey. Retrieved 2008-09-15.
75.     •  “Historic Earthquakes — 1946 Anchorage Earthquake”. United States Geological Survey. Retrieved 2008-09-15.
76.     •  Noson, Qamar, and Thorsen (1988). Washington Division of Geology and Earth Resources Information Circular 85. Washington State Earthquake Hazards.
77.     •  MSN Encarta Dictionary. Flood. Retrieved on 2006-12-28. Archived 2009-10-31.
78.     •  “Notes on Historical Earthquakes”. British Geological Survey. Retrieved 2008-09-15.
79.     •  “Fresh alert over Tajik flood threat”. BBC News. 2003-08-03. Retrieved 2008-09-15.
80.     •  USGS: Magnitude 8 and Greater Earthquakes Since 1900
81.     •  “Earthquakes with 50,000 or More Deaths”. U.S. Geological Survey
82.     •  Spignesi, Stephen J. (2005). Catastrophe!: The 100 Greatest Disasters of All Time. ISBN 0-8065-2558-4
83.     •  Kanamori Hiroo. “The Energy Release in Great Earthquakes” (PDF). Journal of Geophysical Research. Retrieved 2010-10-10.
84.     •  USGS. “How Much Bigger?”. United States Geological Survey. Retrieved 2010-10-10.
85.     •  Earthquake Prediction. Ruth Ludwin, U.S. Geological Survey.
86.     •  Working Group on California Earthquake Probabilities in the San Francisco Bay Region, 2003 to 2032, 2003, http://earthquake.usgs.gov/regional/nca/wg02/index.php.
87.     •  “Earthquakes”. Encyclopedia of World Environmental History 1. Encyclopedia of World Environmental History. 2003. pp. 358–364.
88.     •  “Fire and Ice: Melting Glaciers Trigger Earthquakes, Tsunamis and Volcanos”. about News. Retrieved October 27, 2015.
89.     •  Sturluson, Snorri (1220). Prose Edda. ISBN 1-156-78621-5.
90.     •  Van Riper, A. Bowdoin (2002). Science in popular culture: a reference guide. Westport: Greenwood Press. p. 60. ISBN 0-313-31822-0.
91.     •  JM Appel. A Comparative Seismology. Weber Studies (first publication), Volume 18, Number 2.
92.     •  Goenjian, Najarian; Pynoos, Steinberg; Manoukian, Tavosian; Fairbanks, AM; Manoukian, G; Tavosian, A; Fairbanks, LA (1994). “Posttraumatic stress disorder in elderly and younger adults after the 1988 earthquake in Armenia”. Am J Psychiatry 151 (6): 895–901. doi:10.1176/ajp.151.6.895. PMID 8185000.
93.     •  Wang, Gao; Shinfuku, Zhang; Zhao, Shen; Zhang, H; Zhao, C; Shen, Y (2000). “Longitudinal Study of Earthquake-Related PTSD in a Randomly Selected Community Sample in North China”. Am J Psychiatry 157 (8): 1260–1266. doi:10.1176/appi.ajp.157.8.1260. PMID 10910788.
94.     •  Goenjian, Steinberg; Najarian, Fairbanks; Tashjian, Pynoos (2000). “Prospective Study of Posttraumatic Stress, Anxiety, and Depressive Reactions After Earthquake and Political Violence”. Am J Psychiatry 157 (6): 911–895. doi:10.1176/appi.ajp.157.6.911.
95.     •  Coates SW, Schechter D (2004). Preschoolers’ traumatic stress post-9/11: relational and developmental perspectives. Disaster Psychiatry Issue. Psychiatric Clinics of North America, 27(3), 473–489.
96.     •  Schechter, DS; Coates, SW; First, E (2002). “Observations of acute reactions of young children and their families to the World Trade Center attacks”. Journal of ZERO-TO-THREE: National Center for Infants, Toddlers, and Families 22 (3): 9–13.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x