نظــر

له استاد سیاف نه څو پوښتنې او دوه مشورې!

خادم شېرزاد

ـ په اسلامي ټولنه کې مسلمانان څو قسمه دي، یو هغه چې د اول نه تر اخره پخپل ایمان کلک ولاړ وي، بل هغه چې تر نیم عمره بې لارې وي خو وروسته بیا را ښه شي او سمه لاره ونیسی او بل هغه چې د اول نه تر اخره بې لارې وي. بل هم هغه چې تر یو وخته د ډېر کلک ایمان څښتن وي خو د و خت په تېرېدلو یې ایمان کمزوری شي او همداسې په غلطه روان وي تر دې چې مړ شي، چې د داسې کسانو نه د تاریخ کتابونه ډک دي او زموږ لیکنه هم په همدې اړه ده . په تیرو وختونو کې د دغو له جملې نه یو هم بلعم بن باعوراء و .

په قران کریم کې الله عزوجل په سورة اعراف ۱۷۵ آیت کې فرمایلي :

«واتل عليهم نبأ الذي آتيناه آياتنا فانسلخ منها فأتبعه الشيطان فكان من الغاوين»

د دې ایت په تفسیر کې ټولو مفسرینو لکه : ابن کثیر، قرطبي، بغوي او داسې نورو فرمایلي، چې دغه بلعم بن باعوراء و چې الله عزوجل به د هغه دعا قبلوله؛ یو پاک، پرهیزګاره او عابد انسان و، کله چې موسی علیه السلام د ده د قوم سره جنګ ته روان شو نو هغه قوم څه کسان بلعم ته راغلل چې موسی علیه السلام ډير قوي لښکر سره زمونږ جنګ ته را روان دی او موږ د هغه سره د جنګیدلو وس نه لرو، نو ته دعا وکړه ځکه ستا دعا قبلیږي! بلعم ورته وویل هلاک شئ زه څنګه په یو نبي پسې ښېرا وکړم؟ او هغوی یې تش لاس ولیږل، تر دې چې څو وارې ورته راغلل او بلعم یې دیته مجبور کړ چې دعا وکړي، کله چې بلعم دعا ته لاس پورته کړ پوه شو چې هر څه یې اوبو ویوړل او بیا بلعم هغوی ته یو حیله وښودله او هغسې هغوی کامیاب شول، نوره قیصه تاسو خپله په تفاسرو او طبري تاریخ کې کتلی شئ .

د رسول الله علیه الصلاة والسلام، راشدة خلفاؤ او اموي، عباسي او عثماني خلافتونو کې هم داسې ډير کسان تېر شوي چي خپل اخرت یې د دنیا په بدل کې بایللی؛ خو نن موږ په داسې وخت کې یو چې د هرې خوا نه اسلامي امت د مشکلاتو او د سیسو ښکار دی او دغه دسیسی بیا هله کامیابیږي چې د بلعم بن باعوراء غوندي کسان د کفارو سره یوځای شي نو بیا هغه د چا خبره وچ لرګي اوتیل شي .

استاد سیاف چې د تېر جهاد تر ټولو علمي شخصیت و، هغه به هر کار او هره خبره د قران او حدیث په ویلو پیلوله، استاد سیاف چې د جهاد په دوران کې عمر ثاني بلل کېده د حالاتو او د نیا له بدلېدو سره هغه هم خپله لاره بدله کړه، استاد چې کمونست ته یې مطلق کافر وايه او په دې اړه یې بیخې نور بحث ته زړه نه ښه کاوه، حال دا چې نن خپله استاد د نړۍ تر ټولو لوی کافر امریکا سره څنګ په څنګ ناست دی او د هغوی په لاډ سپیکر فتواوې ورکوي .

زه دا خبرې د استاد د توهین لپاره نه کوم بس دومره غواړم استاد ته یوه یادونه وکړم، چې اوس هم لا وختي دی، استاد څو سترې غلطۍ وکړې، زه دلته غواړم د استاد پام د هغه غلطیو ته را واړوم:

۱ : له کمونیزم سره جهاد.

استاد له کمونیزم سره جهاد وکړ، خو نن بیا د امریکا او ۴۲ صهیوني ملکونو سره څنګ په څنګ ولاړ دی!

استاده ! له کمونیزم سره جهاد، جهاد و او د امریکا د ۴۲ راغلیو سره جهاد نه شته، ولې؟

استاده ! ته له امریکې سره څنګ په څڼګ ولاړ یې خپل مسلمان ورور وهې، حال دا چې استاده ! تاسو زما نه په علم، عمر او تجربه کې ډېره پوهه لرئ خو استاده! لکه چې قران کریم مو هېر کړی دی!

استاده ! د بقرې، عمران، النساء، مائدې، انفال، توبې او داسې نورو سورتونو ایاتونه مو هېر کړل او که درباندې هیر شوي دي؟ ستاسو د یادشت لپاره دا یو ایت کافي دی .

استاده الله عزوجل د مائدي سورت په ۵۱ آیت کې فرمایلي :

یا ایها الذین امنوا لا تتخذوا الیهود والنصاری أولیاء، بعضهم أولیاء بعض، و من یتولهم منکم فانه منهم .

استاده! مفسرین او فقهاء څه وایي؟

استاده ته خو شیخ الحدیث هم وي! هغه احادیث څه شول چې تا به په پبو کمپ کې له ترجمې او شرحې سره لوستل؟

۲ : په داخلي جنګونو کې ښکېل کېدل .

استاده! ستا غوندې یو شخصیت ته چې مونږ به پرې ناز کاوه حتی ډېرو عربانو هم ستا علم و شخصیت ته په درنه کتل په داخلي جنګونو کې ښکېل شوې، حال دا چې له دومره علم سره ـ سره د الله عزوجل دا ایت چې د حجرات په سورت کې یې فرمایلی درنه هېر شوی و چې وایي :

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا .

۳ : مسلمان ته کافر ویل :

استاد چې په تنظیمي مشرانو کې یواځينی مشر و چې سلفي او د ډېری کلکي عقیدې څښتن يې ځانته وایه نن یې هماغه د شیخ الاسلام په فتواوو پښې کېښودې، ځکه شیخ الاسلام امام ابن تیمیة مسلمان ته د کافر ویلو په باره کې په خپله فتاوی کې لیکلي :

« مسلمان ته په یوي ګناه یا تیروتلو باندې کافر نه شو ویلي او دا د ټولو اهل سنت والجماعت فتوا ده »

استاده ! چې په ګناه کولو او تیروتنو چاته کافر نشو ویلی نو بیا هغه چاته څنګه کافر ویلی شو چې هغه د همدغه عقیدی او ایمان له امله له کفارو سره جنګیږي؟

ایا رسول الله علیه السلام نه دي فرمایلي :

کل مسلم علی مسلم حرام دمه و ماله وعرضه

استاده ! ایا رسول الله علیه السلام نه دي فرمایلي :

من صلی صلاتنا و استقبل قبلتنا و أکل ذبیحتنا فهو مسلم له ذمة الله و رسوله .

استاده ! د دې حدیث په باره کې څه تاسو څه فرمایئ :

اذا قال المسلم لأخیه : یا کفر، فقد باء بها أحدهما .

استاد په تېره پنځلس کلنه موده کې داسې عقیدوي تیروتنې وکړې چې هغه په خپلو هغو فتواګانو کې راښکېل شو چې ده به د جهاد په دوران کې ورکولي .

استاد چې د روس د جهاد په دوران کې يې امریکایي او اروپایي ژورنالیستانو له مرکو نه ځان ساته د دموکراسۍ او امریکي په راوړي حکومت کې یې له بوش سره ډېره کلکه او ګرمه ستړې مشې وکړه، هغه استاد چې له یو عادي ژورنالست سره کېناستل یې داسې ګنل لکه دی چې ورسره ټول مردارېږی هغه استاد د امریکا په راغلي دموکراسۍ کې داسې نادرې وکړې چې کیدای شي استاد پخپله هم کله نا کله له ځانه سره وخاندي، د استاد یو نژدې ملګری داسې کيسه کوي:

وایي ژورنالیسته کورته ورته راغلې وه چې مرکه درسره کوم.. د کور مخته ولاړه وه، څوک ورغلي و چې ژرونالیسته په دروازه کې درته ولاړه ده، وایي هغه ته یې خوشکه کړې وه چې ولې دې دروازه کې درولې؟ بیا ور وتلی و.. وایي له کور سره یا کوم ځای کې چې دی و، هلته نژدې مسجد و، بس ژورنالیستې ورته ویلي چې همدلته راسره مرکه وکړه!

۴ : طالب ته فتنه او ګوډاګی ویل :

استاد چې په کومو غوړو شونډو او په قافیه او وزن برابرو کلماتو په طالبانو پسې کومې خبرې کوي همدا خبرې پرون د ډاکټر نجیب کسانو په دوی پسې کولې؛ خو هغه وخت استاد دغه تورونه ردول او ځان یې یو پاک او ازاد افغان ګاڼه؛ خو نن چې طالب د امریکا پر ضد جنګېږي استاد بیا هغه ته فتنه او غلام وایي، د استاد دا خبره به ومنو چې طالب د پاکستان غلام او ګوډاګی دی خو استاد دې دا و وایي چې په هغه وخت کې چې دوی پکې ول هغه دوی څه شی ول ؟

۵ : د طالبانو جهاد ته ناروا او ظلم ویل:

استاد چې یواځې له شوروي سره جنګېده هغه جهاد و او نن له امريکا او ناټو سره جهاد نشته استاده ولې؟ ایا مونږ د جهاد معنی هېره کړه او که نه تاسو جهاد بل رنګ تعریفوئ؟!

داسې او دې ته ورته په په لسهاؤ غلطۍ استاد وکړې او کوي یې .

استاده! په یاد دې دي چې یوه ورځ دي پخپلو خبرو کې ویل :

«که کله تاسو زه ولیدم چې ظاهرشاه سره ناست یم، نو دا وګڼئ چې یا زما په عقل کې څه کسر شوی او یا هم زما په عقیده کې» .

استاده اوس پوښتنه دا ده چې ستا عقیده خرابه شوې او که سرسامه شوی یې؟؟؟

استاده ! که عقیده دې خرابه شوې وي نو اوس هم وختي دی خپل رب ته وګرځه او توبه وباسه هسې نه چې د بلعم بن باعوراء غوندې د امروتو تول کې لاړ شې .

استاده ! که عقل دې خراب شوی وي او مختل العقل یې نو کوم ښه ډاکتر ته ورشه هسې نه، له دغه فکر سره هغه ځای ته ورشې چېرته چې بیا نه زور چلېږي، نه پوهه او نه هم غوړه مالي !

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمی

محترم شیرزادصیب لیکنه دی راته ډیره بی ځایه ښکاری هغه ځکه چی سیافوف ته دی دیوسوچه افغان اومسلمان خطاب کړی زمونږدوستی اودوښمنی داسلام په اساساتوبناده په اسلام کی مرتدته تردریوورځومهلت ده چی خپل اصلی دین ته مراجعه وکړی اوداخومی په هیڅ کتاب کی نه لیدلی اونه می هم اوریدلی چی څوارلس کاله وروسته دی هم دمرتدتوبه قبوله شی دسیافی په اړه چی تاڅه لیکلی په هیڅ اصل مونږته دتوجیه وړنه ده ځکه دنوموړی په حق کی اوس هم داستادکلمه استعمالول اویاهم ورته په ناصحانه اندازکی ورته دعوت ورکول زمونږدنظام دسلګونوفدایانوپه سپیڅلوقربانیولوبی کول دی له سیافی نورلاس په سرشه دده لپاره نوره دتوبی دروازه بنده ده فقط ………..انتظار

خادم شېرزاد

د قدر وړ حکیمي صیب ! سلامونه او نیکې هیلي مې ومني .

ستاسو له نیوکي او د لیکنی په باره کې ستاسو د نطر نه یوه نړۍ مننه .

رښتیا هم چي مرتد ته باید ډير وخت ونه کړل شی ، خو خبره دا ده چې مرتد ته تاسو دا پنځه لس کاله ولي لاس رسي نه لری ، هغه ستاسو په قول چي باید و وژل شی هغه ستاسو خوښه ده .

دا زما یو لیکنه وه د قضاء او جزاء فیصله د یوه بشپړ ، ازاد او خپولواک اسلامي حکومت کار دی نه زما .

دا زما لیکنه زما نظر دی ، پاتي شوه دا چي تاسو ته د توجیی وړ نه ده بیا هم تاسو نه مننه کوم .

که زما لیکنه ولولۍ نو زما هغه پوښتنی خپله د دی دلیل دی چی استاده ! داسی او داسی .

مننه او کور مو ودان

الحاج استا ذ بیانزی

د پشتو په ځینو مصرعو کی هم ډیر وزن شتون لری ، یوه کی وایی [ زړګیه صبر دی په خدای شه په هغه یار چه نازیدی د بل چا شونه ] اګر چه دا مصرع د حکومتیار په اړه عملی بڼه لری خو سیاف ته هم لږه ورته ده ، د سیاف او حکمت یار توپیر په دی چه سیاف له اوله او حکمت یار اخره کی وپلورل شو . احتمال دا هم شته چه سیاف له اوله سکولریست او د دمرکارسی نظام پلوی وو ځکه ورته امریکا په ډیرو حساسو شیبو کی د امریکا سکالرشیپ ورکړو څومره چه ماته معلومات دی په امریکا کی د اسلام په اړه همدا اوس د لیسانس په اړه څه نشته څلویښت کاله دمخه ورته امریکا څرنګه په اسلام کی د دکتوری د پاره سکالرشيب ورکولو چه د کمونستانو له نیولو یا وژلو یی وژغوری ، که څه د امریکا هغه پلان د ناکامی سره مخ شو سیاف هر څه خلاص کړی وو د کابل هوایی دګر او په الوتکه کی ناست وو چه کمونستان ورته متوجه شول له الوتکی یی راښکته او د پل چرخی زندان ته یی یووړو مګر د یو اخوانی په نوم ، د معلوماتو له مخی هلته هم ورپسی د بارنی هیوادو استخبارات ورپسی وو سیاف د یو بین امللی سیاسی بندی په نوم چه فرش شوی جلا کوټه کی هستوګنه درلوده خانګړی خوراک او پوشا ک یی لرل ریدیو ورته پرته او د هری ګړی له خپرونو خبریده چه څه روان دی ، په رشوتو یی له زندانه خلااصیده یی ستونزه لرله مګر له مرګه او درده ژغورل شوی تر دی چه د ببرک د عمومی عفوی څخه یی په استفاده له پل چرخی راویست او په عسکری والګا کی یی د کورنی سره پیښاور ته راورساوو ، هلته ورته په حیات اباد کی لویه بنګله فرش شوی وه او سمدلاسه یی ورته د اتحاد اسلامی په نوم ګوند هم جوړ کړو پاکستان او سعودی په رسمیت وپيزندلو په لږ وخت کی یی مالی او نظامی پیاوړتیا له ربانی او حکومت یار زیاته شوه له هغه وروسته چه د مجاهدینو تر منظخ د یووالی کومی هیلی وی په نطفه کی به خنثی کیدلی تر دی چه د د افغانانو د دوه میلونو په وینو ګټلی جهاد هم په سوړ جنګ بدل شو یعنی د روسانو سره دامریکایانو جنګ وو چه افغانان پکی استخدام شوی وو یعنی که اوله کی سیاف د لویدیز باور سړی وو وروسته ربانی او حکمت یار هم وپلورل شول .
نو سیاف ته د استاد ، جهادی رهبر او اسلامی عالم نوم اختستل د استاذ ، جهادی رهبر او اسلامی عالم یا مفتی نوم ته توهین او د حقارت په سترګه کتل دی مننه

خادم شېرزاد

د قدر وړ بیانزی صیب سلامونه !

که څه هم زه په خپلو ګوتو او قلم کي دمره زور نه وینم چی ستاسو غوندی علمی شخصیت د تبصری په اړه څه ولیکم ځکه ستاسو ټولی تبصری او لیکنی د قدر وړ او محترمی دی .

بیانزی صیب ! کله ،کله یو لیکوال د طنز په خاطر مقابل په ښو الفاظو یادوی او دلته چی ما استاد سیاف ته استاد یا علمی شخصیت لیکلی نو هغه هم تر شا یوه قیصه لری او چي به لاندی ډول به یې درته ولیکم .

وایې یو کس بل ته و ویل چی ستاسو په کلی کې خر ته هم صاحب وایې ، هغه ځواب ورکړ بلي صیب .
زما په پورتنې لیکنه کی د استاد خطاب هماغه د بلي صیب ځواب دی .

مننه

الحاج استا ذ بیانزی

شیرزاد صاحب ، ستاسی لیکنه ښکلی او په ډیرو ښه ټکو کی مو سیاف او د هغه ورته څو مخی ملګری غندلی او توږلی ، زه یی له نزدی پیژنم ، یاسر صاحب ته دی الله ج شهادت قبول کړی او جنتونه دی الله ج ور په برخه کړی زما نزدی دوست او په یوه دسترخوان مو وخت تیرکړی زه د هغه وخت خبره کوم چه یاسر صاحب او مونږ د ربانی خناس سره په جمعیت کی وو ، کله چه د اتحاد اسلامی په نوم اتحاد د همدی سیاف لعین له خوا مات شو یاسر صاحب د سیاف سره او مونږ حزب اسلامی ته کډه له بده مرغه کډه وکړه ، د یاسر صاحب د خبرو یوه ویدو می لیدله چه سیاف لعین ته یی په څومره ښو الفاظو کی د اسلام سره د بیا یو ځای کیدو بلنه ورکړی وه ، مګر چاته یی وایی ، داسی معلومیږی چه دا نور تیروتل مګر سیاف له اوله خبیث سکولریست او دموکراسی شیطانی نظام پلوی وو په دی اړه مونږ مخکی هم یادونه کړی چه دی په شرعیاتو پوهنځی کی او امریکایانو ورته په اسلام کی د د کتوری ورکولو سکالرشیپ ورکولو ؟ ډیر وروسته مسلمانان دی ته متوجه شول چه دی له اوله خبیث وو .
دا چه تاسی ته مو لیکلی چه تاسی دی د استاذ ، عالم یا رهبر په نوم مه یادوی ، د ده د خباثت په اړه مو ستاسی لیکنه یوه بهانه ونیوله او تبصره مو ستاسی د لیکنی سره زیاته کړه ، کله زه هم داسی کوم او نور بیا زما د لیکنی سره په همدی شان تبصری زیاتی کړی ، دا معنی نه لری چه تاسی محاکمه کړم ، لکه یوه ورځ یو چا لیکلی وو چه ترکی که امین یا نجیب خر وو ، ما ورته ولیکل چه دوی ته د خر ویل خره ته توهین دی ، دا معنی نه چه د هغه ورور د خبرو یالیکنی تردید می کړی ترکی یا امین می لا پسی ټکولی وو ، کله کله زه همدا ستاسی د لیکنو به شان لیکنی یوه وسیله جوړوم او په دوی خبل زړه یخووم او څومره چه زړه پری یخووم نه یخیږی مننه

خادم شېرزاد

دروند بینازي صیب !

مننه او کور مو ودان رب مو ونازوه

mohammed

د استاد سیاف په باره کی به زه دونه ووایم چی دا نمونه خلک د بابا ادم نه وروسته نیولی تر ننه پوری او بیا تر قیامته پوری په مختلفو زمانو کی په مختلفو شکلونو پیدا شوی او د خپل مردار نفس په خاطر د حق نه مخ اړولی او کوشش یی کړی چی ناحق ته دحق تعریف وکړی او یاهم په بل عباره اوخ ته پرتوګ واغوندی نو سنګه چی اوخ ته پر توګ نه جوریږی او که جوړ شی بده خکاری نو دغسی ددی خلکو کوشش هم بیزایه وی او دینه علاوه چی خپل زان او یو سو غرضی او مرضی خلک په دوکه کی واچوی نور یی هیس هم له لاسه نه رازی دامریکایانو د حملی نه وروسته ما دیو دیر نږدی کس نه واوریدو چی استاد نه یی تپوس کړی وو چی استاده دا امریکایان راغلی دوی سره جهاد سنګه ده ؟نو استاد سیاف وایی چی امریکایان خو تر اوسه له مونږ سره کار نلری نو مونږ یی په زد هیس هم فرض نګنو که کله یی زمونږ سره غرض وکاوو نو بیا به ورسره ګورو زما په اند داسی استادانو ته په اوله کی خپل زان او بیا حزب او دله او قوم اسلام خکاری العیاذ باالله من ذالک چی هر کله ورسره کفار غرض وکاوو بیا یی په مخالف جهاد کیږی کنه نو بیا مستامنین دی العیاذ باالله او داتول زکه چی دوی اسلام ته نګوری چی ددوست او دخمن تعریف سنګه شوی دی اول خو مونږ پوهیږو چی هیس کافر که حربی وی یا غیر حربی هیسکله زمونږ دوست نشی جوړیدای سنګه چی قران وایی چی دوی دالله دخمنان دی نو دالله دخمن زمونږ دخمن او که مونږ له دغه منزلته تنازل کوو او وایو چی دا خه کفار او دا بد کفار دی نو بیا خو ددی خبری نه هیسوک انکار نشی کوی چی کله یو کافر په شرق کی دمسلمانانو سره په جنګ اخته وی نو دغرب مسلمانانو ته په کار ده چی هغه ته دحربی کافر په نظر وګوری او هیسوک ورته دامن ورکولو وعده نشی ورکوی زکه چی مسلمانان دیو جسد او یو وجود مثال لری او قرانی دلایل په دی باره کی دیر زیاد شته که دچا شک وی نو ور دی شی قران ته دی رجوع وکړی

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close